د امریکا په خوښه له روسیې تیل واردوو
Apr 28, 2023 08:19 Asia/Kabul
د امریکا لپاره د پاکستان سفیر مسعود خان ویلي چې د امریکا په ضمني خوښې له روسیې څخه په ارزانه بیه خام تیل اخلي.
د سپوږمۍ راډیو د خبر له مخې، مسعود خان په یوې غونډې کې چې د پاکستان او امریکا د اړیکو د راتلونکې په هکله په واشنګټن ډي سي کې جوړه شوې وه، وویل چې د روسیې څخه د پاکستان لخوا د تیلو د واردولو په هکله کوم سو تفاهم نشته.
د پاکستان سفیر په دې هکله نور جزیات ورنکړل چې د متحده ایالاتو د حکومت سره یې څه ډول خبرې کړي.
د دې جګپوړي ډیپلومات د څرګندونو څخه څو ساعته وړاندې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په اسلام آباد کې د پارلمان غونډې ته وویل چې ډېر ژر به له روسیې څخه د خامو تیلو بار ورسېږي.
ټیګونه