-
د پاکستان خارجه وزیر او د امریکا استازي خبرې وکړې
Jul 02, 2020 00:39ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان خارجه وزارت پرون په اسلام اباد کښې د افغانستان په چارو کښې د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد سره د خپل هیواد د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي د سلامشورې خبر ورکړ .
-
د هندوستان د سفارت کارکونکي له پاکستانه ووتل
Jul 01, 2020 12:02د هند او پاکستان ترمینځ د کشالې په دوام کښې په اسلام آباد کښې د هند د سفارت نیمايي کارکونکي د پاکستان له خاوره ووتل.
-
پاکستان او افغانستان کښې په کرونا د ککړو کسانو شمیر لازیات شوی
Jul 01, 2020 11:41د پاکستان او افغانستان د روغتیا وزارتونو په دغو هیوادونو کښې په کرونا د ککړو کسانو د شمیر د زیاتیدو خبر ورکړی دی
-
د پاکستان په کرمې سیمې کښې جګړه هماغه راز دوام لري
Jul 01, 2020 10:26زمونږ خبریال وايي د پاکستان د خیبر پښتونخوا په کرمې ضلعې کښې د طوري قوم او د پاړه چمکني قوم ترمینځ د ځمکې پرسر جګړه چې ځلور (4) ورځې مخکې پیل شوي وه اوس هم دوام لري او تراوسه پورې د دواړه لورو څه دپاسه نهه(۹) کسان مړه او له دیرشو (۳۰) زیات ژوبل شوي دي .
-
عمران خان د کشمیر په وړاندې د هندپه سیاستونو نیوکه وکړه
Jul 01, 2020 01:47عمران خان پر دې په ټینګار سره چی هند باید له دغه د نه منلو وړ کړچاره لاس واخلی وویل دغه اقدامات په جنوبی اسیا کې د سولې او امنیت لپاره ډیر خطرناک دي .
-
د پاکستان په کرمې سیمې کښې جنګ اوس هم دوام لري
Jun 30, 2020 09:48زمونږ خبریال وايي د پاکستان د کرمې سیمې د غنډي خیل او د پاړه چمکنې قومونو ترمینځ د ځمکې د مالکیت پرسر جنګ چې له وړمې ورځې راهسې پیل شوی دی اوس هم دوام لري چې د دواړو لورو په لسګونو کسان مړه او ژوبل شوي دي .
-
د کراچۍ برید په بهرني ملاتړ سره شوی دی
Jun 30, 2020 09:28زمونږ خبریال وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل د کراچۍ ښار د ونډو د بازار په ودانۍ ترهګره حمله د خارجي عواملو په لاس لرلو او له ټروریسټانو د هغوې په ملاتړ سره ترسره شوه .
-
اسلام آباد کښې امنیتي تابیاوې سختې شوې
Jun 30, 2020 03:19د کراچۍ په سټاک ایکسچینج باندې له ترهګرې حملې وروسته د پاکستان په پلازمینې اسلام آباد کښې امنیتي تدابیر سخت کړې شول.
-
پنجاب کښې د ډزو خونړۍ پیښه شوې
Jun 30, 2020 03:08د پاکستان په پنجاب صوبه کښې په یو ګاډي باندې د نامعلومو کسانو په شویو ډزو کښې ۵ تنه ووژل شول.
-
د کورمې د بالیش خیلو او پاړيوترمینځ په نښتې کې د لسګونوکسانووینه توي شوي
Jun 29, 2020 12:15دچارو کارپوهان وائي ،که ځاي حکومت او پوځي چارواکو په موقعې ددغه شان شخړو حل لټولی وائ نو دغه ترینګلتیاوې به نه رامینځةکیدې خو له بده مرغه د ځاي حکومت، پوځي چارواکو او د ایف سي ځواک پخپلو کې دقدرت جنګ په نتیجې کې ځاي خلک کړول کیږي او دا لومړی ځل نه دی چې د مځکې په سر په نښتو کې د لسګونو کسانو وینه توي کیږي .