د کراچۍ برید په بهرني ملاتړ سره شوی دی
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل د کراچۍ ښار د ونډو د بازار په ودانۍ ترهګره حمله د خارجي عواملو په لاس لرلو او له ټروریسټانو د هغوې په ملاتړ سره ترسره شوه .
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې عایشه فاروقي نن وویل له هندوستان سره د حملو کونکو ارتباط ښکاره شوی او د اسلام اباد حکومت له دې مخکې هم د پاکستان په خاوره کښې په ترهګرو عملیاتو کښې د هندوستان د استخباراتي ادارې د لاس لرلو په هکله ثبوتونه وړاندې کړي دي .
هغې د کراچۍ د ونډو د بازار په ودانۍ د ترهګرې حملې د غندلو په ترڅ کښې وویل نړیواله ټولنه باید د ګاونډیو هیوادنو په بې ثباته کولو کښې له ترهګرو څخه د هندوستان د ملاتړ د بندولو لپاره اقدام ترسره کړي .
د پاکستان دسیند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې د ونډو د بازار په ودانۍ پرون سهار ترهګرې حملې کښې د پولیسو د یوه(۱) افسر او د ودانۍ د څلورو (۴) ساتونکو په شمول اوه (۷) کسان وژل شوي وو .
د پاکستان د بلوچستان د ازادي غواړي پوځ په نوم ترهګر او غیر قانوني ډلې د دغه حملې مسولیت پرغاړه اخیستی دی .