د رڼا سرچینې( الهي آزمیښتونه )
(last modified Wed, 09 Oct 2024 09:42:50 GMT )
Oct 09, 2024 14:12 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې( الهي آزمیښتونه )

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبو کې درڼا سرچینې نومې لړۍ له نننی یو سل شپاړسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو، په دغه نننی مطلب کې  د عنکبوت سورې  له دوهم او دریم آیتونو د نزول  په باب درسره غږیږو،نو هیله  ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.

   خوږو  دوستانو په مدینې ښار کې چې د پیغمبراکرم(ص)ترهجرته مخکې ئې یثرب  نامه درلوده،د خزرَج او  اوس دوو قبیلو له یهودي قبایلو سره یو ځاي ژوند کاوۀ.ددغو دواړو قبیلو ترمینځ یوسل شل کلنې اوږدې جګړې ټول ستړي  او ستومانه کړي وو او هر یوه لوري  د جنګ او جګړو د ختمولو لپاره یو ډول فکر کاوۀ.په همدې وخت کې، د حجاز د  ډيرو خلکو په شان له دوي یوه ډله،د حج داعمالو د ترسره کولو لپاهر  مکې ته لاړه. له هغو ځينو  په مسجد الحرام کې د خداي د پیغمبر(ص) د قرآن کریم تلاؤت واودرید او د هغه  وآخوا ته ورغلل. دوي له دې مخکېو له خپلو یهودي ګاونډیانو آوریدلي وو چې  له عرب توکمه به ډير زر یو پيغمبر ظهور وکړی او خلک به توحید او  واحد خداي په لور دعوت کړي ، نو ځکه له مختصرو او لنډو خبرو وروسته  ئې د حق خبرې ومنلې او د اسلام پاک دین ته جذب شول. دوي پيغمبر اکرم(ص) ته ووئيل؛هیله ده خداوند،د تا دین په خاطر،د مونږ د جنګ د اور لمبې غلي کړي::

 ددغې ډلې مسلمان شونه،له اسلام سره د یثرب د خلکود پيژندګلوئ لامل شوه،  په نتیجې کې  ددغه ښار یوې بلې ډلې هم ایمان راوړ. یوکال وروسته د حج په شپو ورځو کې له دوي یوه دولس کسیزې ډلې له پيغمبراکرم(ص) سره ولیدل  او  د اسلام په منلو سره ئې له هغه بزرګوار سره  ژمنه وکړه،له خداي سره له شرکه،غلا، د عفت  له اپوټه کارونو ، د خپلو لوڼو له وژلو، په یوه بل د تهمت او تور له لګولو او په نیکو کارونو کې د پیغمبر له نافرمانۍ ډډه کوي.ورپسې کال  هم له یثربه  یو کاروان  مکې ته وارد شو چې له هغو څخه، د دوو ښځو پشمول ۷۳کسان مسلمان وو. دغې ډلې   له مشرکانو  څخه پټه یوځل بیا له پیغمبراکرم(ص) سره ولیدل. هغه بزرګوار  دوي ته په خطاب کې ورفرمائیل؛زه  د تاسو  بعیّت هغه مهال منم چې  د خپلې کورنۍ په شان  له ما ملاتړ او دفاع وکړئ. دوي چې جنګ کولو او میړنتوب ډيره روحیّه ئې درلوده، منله او له هغه بزرګوار سره بیّعت وکړ.

دوستانو مشرکان له پيغمبر  اکرم(ص) دیثرت  د اوسیدونکو په اړیکو پوهه شول ، او د مسلمانانو کړؤل او ازارول ئې زیات کړل. هغه مسلمانان چې د مشکرانو له شکنجې او کړاوه تر پوزې راغلي  وو، پيغمبر اکرم ته شکایت وکړ. هغه بزرګوار هم یثرب ته د مهاجرت فرمان صادر کړ. ددغه فرمان په صادریدا سره، مسلمانان په پټه او په مختلفو پلمو سره له مکې ووتل  او د یثرب په لارې روان شول. په یثرب کې د مسلمانانو غونډیدا،دغه ځاي د بت پرستۍ او شرک په ضد په یوه مرکز بدلاوۀ.له همدې امله قریشو  ددغې پیښې د مخنیوي لپاره،فیصله وکړه  پیغمبراکرم(ص) مدینې ته له مهاجرت مخکې قتل کړي . د قریشو مشرانو، د خپلې نقشې د عملي کولو لپاره له  بیلابیلو پرګنو او قبایلو یوه ډله ځوانان وټاکل ،څو هر یو په تورې سره پر هغه یو ګوزار وکړي او هغه  په ټولو سره ووژني . خو پيغمبراکرم(ص) د هغوی له دسیسو د وحي په وسیله خبر شو او د هغوي سپيره نقشه ئې ناکامه کړه او د خداي پیغمبرحضرت محمد مصطفی(ص) مدینې ته په هجرت کولو بریالی شو.        ډیری مسلمانانو مدینې ته هجرت وکړ ، خو یوشمیر  هم تر دې دمه په مکې کې پاتې وو.له هغو یو مسلمان ولید ؤ. هغه د اسلام له منلو وروسته ، هیڅکله  له پيغمبراکرمه(ص) جلا نه شو او اوس په دغو شرائطو کې له پيغمبراکرم څخه لیریوالی د هغه لپاره ډير سخت وو. د پیغمبر اکرم (ص) په هجرت سره، ولید بې خوابه  او له خوړو لویدلی ؤ. ډيرې کمې خبرې ئې کولې. کله هم چې له کوره  بهر وتۀ،نو د مکې ښار کوڅه په کوڅه به ئې قدمونه پورته کول.کله چې ستړی کید، نو د یوې وَنې سیورې ته به کیښناست،په شاوخوا به ئې فکر کاوۀ،.دوستان به ئې یادول  او د پيغمبراکرم(ص) په جدائۍ کې ئې اوښکې تویوَلې.

ولید په خپل کور کې، په یوۀکونج کې کیښناست او عبادت ئې کاوۀ او له خپلې ماندنې سره ئې هم د ضرورت په حد کې خبرې کولې. دهغه ماندنه ، ګواکې  په هرڅه پوهیدله، هغه ته وائي؛له  دې لازیات زړه مه خوره! ته هم مدینې په لور لاړ شه  او له نورو مسلمانانو سره یو ځاي شه. البته ولید  د خپل زړه د حقیقت  په اړه خبرې نه شوې کولې.هغه ښه پوهید چې  هجرت، د ورځې له ژونده او ډیرو شخصي دلچسپیانو د  زړه غوڅول دي.ددې په ترڅ کې چې  هغه پخپلو سترګو لیدل چې د مکې کافران او مشرکان  څرنګه د مهاجرو کورونه او شتمنۍ لوټَوي او  د هغوي میرمنې او بچیان  کړوي.

     دوستانه هغه مهال چې ولید د خپلې ښځې  له ډير ټینګار سره مخ شو ، نو  د واقعیّت  له بیانولو پرته بله چاره نه درلوده. هغه  د هغه برخلیک په باب  چې له هجرته وروسته  د هغه په تمه ؤ، خپله  ویره او ترهه بیان کړه.  دهغه  خبرې لاختمې شوي نه وې چې  د کور ټلۍ وکړنګیدله . د هغه یو مسلمان دوست ؤ. هغه هم مدنیې  ته هجرت نه ؤ کړی، او د مشرکانو له ویرې ئې  له خپلو بچیانو او ښځې سره په مکې کې ژوند کاوه.  هغه کس په لاس  کې یو لیک درلود چې له مدینې څخه او د مهاجرو مسلمانانو  له خوا د دوي لپاره لیږدول شوی ؤ. دوي په لیک کې لیکلي وو، چې خداوندمتعال  له تاسو  په ایمان  ژبنی اقرار نه مني، مګر دا چې د  مونږ په لور مهاجرت وکړئ.::

ددغه لیک په قرائت سره،د دوي ویره او اندیښنه په یو هیړ ختمه شوه  او یوشمیر کسانو د هجرت فیصله وکړه. دوي په واحد خداي باندې په توّکل سره، له خپل کوره، میرمنې او بچیانو جدا شول ا و شپې مهال له مکې ووتل. د عنکبوت سورې  لومړني آیتونه هم د همدغه بهیر څارنه ده او  خداوندمتعال فرمائي؛ أَحَسِبَ النّاسُ أَنْ یُتْرَکُوا أَنْ یَقُولُوا آمَنّا وَ هُمْ لایُفْتَنُونَ / وَ لَقَدْ فَتَنَّا الَّذِینَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَلَیَعْلَمَنَّ اللّهُ الَّذِینَ صَدَقُوا وَ لَیَعْلَمَنَّ الْکاذِبِینَ:  ؛آیاخلکو ګمان وکړ همدا چې ووائي؛ ایمان مو راوړی؛پخپل حال پریښودل کیږي او وبه نه آزموئيل شي؟ مونږ هغه کسان چې له دوي مخکې وو، ازموئيلي دي؛ بای د هغو کسانو په باب دخداي علم چې رښتیا وائي او هغه کسان چې دروغ وائي؛تحقق مومي::

   دوستانو   دغه آیتونه مسلمانان د دښمن د دباؤ  دڅپې په وړاندې استقامت  او کلکې دریدا ته  هڅوي او د الهي امتحان خبره کوي او  ددغه حقیقت یادونه کوي چې  د خلکو له ایمانه د خدای تعالی غرض  یوازې دا نه دی چې په ژبه ووائي  ایمان راوړ، بلکې غرض، د ایمان حقیقت دی، د فتنو تند او تیزه هوا  ئې ونه لړزوي، او  د پیښو لړزانتیا ئې لالهانده نه کړي، بلکې فتنې هرڅومره دباؤنه زیات کړي ، نو لازیات په قدرت سره استقامت وکړي او کلک ودریږي.

 ددغو آیتونو په باب د تفسیر په کتابونو کې داسې راغلي دي؛ خلک  دې خیال نه کوي، یوازې دا چې ووائي ایمان مو راوړ،له هغوي په شا شي او  امتحان به نه شي، نه داسې نه ده ،بلکې حتما امتحان کیږي ، تردې چې په زړونو کې ئې څه دي رابرسیره ئې کړي.

پردې اساس هجرت یو هغه الهي امتحان او سنت دی چې  هیڅکله هم  او د هیچا په اړه نه پریښودل کیږي. په بله وینا؛هماغه شان چې د نوح، عاد، ثمود،ابراهیم ،لوط،شعیب اوموسی قوم وآزموئيل شول،څو ددوي د ایمان اندازه وسنجول شي، دغه آزمیښتونه به په اوسنیو او راتلونکو  امتونو کې هم دوام ولري. نو ځکه هغه څوک چې وائي، زه په خداي ایمان راوړم،باید د خپل ایمان په وړاندې صبر وکړي او د واحد خداي عبادت وکړی او  که د هغه لپاره قیام او دینی دندې سختې او ناممکنې وي، نو باید بل ټاټوبی ته مهاجرت وکړي، داسې ټاټوبي ته چې هلته پخپلو دندو عمل وکړی شي،لکه څنګه چې  دغه چاره د نساء سورې  په ۹۷ آیت کې بیان شوې ده. په دغه آیت کې خداوندمتعال فرکائي؛هغه کسان چې  فرښتې دهغوي ژوند په داسې حال کې  چې پخپل ځان ئې ظلم  کړی وي، اخلي، له دوي پوښتنه وشوه چې څه کارونه مو کول؟ نو ځواب ورکوي، چې مونږ پر مځکه  بې وسه او کمزوري خلک وو،فرښتې ورته وائي،آیا د خداي مځکه او ټاټوبی لا پراخ نه ؤ چې هلته مو همجرت کړی وائ ، ؟نو دوي څه عذر او پلمه نه درلوده او  هغوي ځائيګی دوزخ دی او بلاخره ډير بد ځاي دی.::

دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ،نو تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو، سوکاله او بریالي او سلامت ووسئ.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه