د اسلامي احادیثو په رڼا کې د علم ارزښت
https://parstoday.ir/ps/news/religion-i164546-د_اسلامي_احادیثو_په_رڼا_کې_د_علم_ارزښت
پارس‌توډي: په اسلامي لیدلوري کې علم یوازې د پرمختګ وسیله نه ده، بلکې یوه رڼا ده چې زړونه ژوندي کوي، سترګې روښانه کوي او روح الوتنې ته هڅوي.
(last modified 2025-09-13T10:59:44+00:00 )
Sep 13, 2025 14:40 Asia/Kabul
  •  د اسلامي احادیثو په رڼا کې د علم ارزښت

پارس‌توډي: په اسلامي لیدلوري کې علم یوازې د پرمختګ وسیله نه ده، بلکې یوه رڼا ده چې زړونه ژوندي کوي، سترګې روښانه کوي او روح الوتنې ته هڅوي.

د اسلام دین د علم او پوهې په ترلاسه کولو او د هوښیارو مسلمانانو په روزنې ډېر ټینګار کوي. په دې لیکنه کې د پارس‌توډي له خوا د حضرت رسول اکرم (ص) او د هغه د اهل بیتو د علم او زده کړې په اړه احادیث وړاندې شوي دي.

د دنیا او آخرت خیر

د اسلام ګران پیغمبر (ص) 

«خَيرُ الدُّنيا وَالآخِرَةِ مَعَ العِلمِ وَشَرُّ الدُّنيا وَالآخِرَةِ مَعَ الجَهلِ» (بحارالانوار، جلد ۷۹، ص ۱۷۰) 

د دنیا او آخرت خیر له علم سره دی او د دنیا او آخرت شر له ناپوهۍ سره.

 

د علم زکات

امام علي (ع) 

«زَكاةُ العِلمِ بَذلُهُ لِمُستَحِقِّهِ وَإجهادُ النَّفسِ فِى العَمَلِ بِهِ» (غرر الحکم و درر الکلم، ص ۳۹۱) 

د علم زکات دا دی چې مستحق ته یې ور زده کړل شي او په عملي کولو کې یې هڅه وشي.

 

د علم غوښتونکی

امام صادق (ع)

«لَستُ اُحِبُّ أن أرَى الشّابَّ مِنكُم إلاّ غادِياً في حالَينِ: إمّا عالِماً أو مُتَعَلِّماً» (امالی طوسی، ص ۳۰۳) 

زه نه غواړم د تاسو ځوانان له دوو حالتونو پرته ووینم: یا پوهان وي یا زده کونکي.

 

د ناپوهۍ له منځه وړونکی

امام علي (ع) 

«اَلعِلمُ قاتِلُ الجَهلِ» (غررالحکم و دررالکلم، ص ۵۶) 

علم د ناپوهۍ له منځه وړونکی دی.

 

غوره علم

امام علی (ع)

«خَيرُ العِلمِ مانَفَعَ» (غررالحکم و دررالکلم، ص ۳۵۴) 

غوره علم هغه دی چې ګټور وي.

 

د خدای پاک خوښ کسان

حضرت رسول اکرم (ص) 

«إِنَّ اللّه‏ يُحِبُّ بُغاةَ العِلمِ» (مصباح الشریعه، ص ۱۳) 

خداى د علم غوښتونکي خوښوي.

 

د زړونو ژوند

امام علي (ع) 

«إِنَّ العِلمَ حَياةُ القُلوبِ وَ نورُ البصارِ مِنَ العَمى وَ قُوَّةُ البدانِ مِنَ الضَّعفِ» (تحف العقول، ص ۲۸) 

علم د زړونو ژوند، د ړندو سترګو بینا کوونکی او د کمزورو بدنونو ځواکمنوونکی دی.

 

د علم ظرف

امام علي (ع)

«كُلُّ وِعاءٍ يَضيقُ بِما جُعِلَ فيهِ إِلاّ وِعاءُ العِلمِ فَإِنَّهُ يَتَّسِعُ بِهِ» (نهج البلاغه، ص ۵۰۵) 

هر ظرف د خپل منځپانګې له امله تنګېږي، خو د علم ظرف د علم په زیاتېدو سره پراخېږي.

 

د علم تواضع

امام علي (ع) 

«إِذا تَفَقَّهَ الرَّفيعُ تَواضَعَ» (غررالحكم، ص ۲۸۵) 

کله چې لوړ مقام لرونکی کس پوهه ترلاسه کړي، متواضع کېږي.