د حضرت محمد(ص) له نظره بهترین سړی
پارس ټوډی – حضرت محمد مصطفی(ص) هغه سړي ترټولو غوره انسانان ګڼي چې له خپلې کورنۍ سره مهربانه، زړه سواندي او عادل وي، کوم کسان قهر او سپکاوی نه کوي او کور، د ارامښت په مرکز بدلوي.
کورنۍ، د عشق او ارامښت وړومبنۍ ښوونځی دی چرته چې انسان زده کوي چې چې څنګه مینه وکړي، څنګه وبخښي او څه ډول د نورو ترڅنګ وده وکړي. رسول اکرم(ص) په یو حدیث کښې فرمایلي دي: «زما د امت ترټولو غوره سړي هغه دي چې د خپلې کورنۍ سره قهرجن نه وي، سپکاوی یې نه کوي، زړه سواندي وي او ورباندې ظلم ونه کړي.
دا کلام، د انسانیت د اندازې لپاره یو ستر معیار دی. کوم سړی چې په کور کښې په نرمه ژبه خبرې کوي، په مهربان نظر سره زړونه اراموي او په عادلانه کړچار سره اعتماد جوړوي، په حقیقت کښې ترټولو غوره سړی دی. تشدد او بې مهري، د مینې جرړې وچوي خو زړه سواندي او احترام، کورنۍ له مینې په یو ډک ګلستان بدلوي.
نن سبا چې ژوند له بهرنیو دباونو او تلوسو ډک دی، کور باید د ارامښت مرکز وي. که سړي په دغه مرکز کښې د صبر او مهربانۍ میالونه وي نو اولادونه به په یوې خوندې او مینه ناکې فضا کښې وده وکړي او لاسالمه ټولنه به جوړه شي. د مردانګۍ حقیقي ارزښت د مټو په زور نه بلکې د زړه په ستروالي او له خپلوانو سره په نرم چلند کښې دی.
نو راځئ چې دا حدیث د خپل ژوند د لارې مشال وګروځوو او هره ورځ له ځان سره ووایو چې غوره والی له خپل کوره شروع کیږي. هره مسکا، هره مینه ناکه خبره او د زړه سواندۍ هره نښه، له مینې د یو ډک او روښانه راتلونکي د جوړولو په لور یو ګام دی.
د حدیث سرچینه:
خَيْرُ الرِّجالِ مِنْ اُمَّتِى الَّذينَ لايَتَطاوَلونَ عَلى اَهْليهِم و يَحِنُّونَ عَلَيهِم وَ لايَظلِمونَهُم؛ [مكارم الأخلاق، ص 216.]