د افغانستان د روغتیا وزیر نور جلال جلالي هندوستان ته رسیدلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i168522-د_افغانستان_د_روغتیا_وزیر_نور_جلال_جلالي_هندوستان_ته_رسیدلی_دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د روغتیا وزیر «نور جلال جلالي» پرون په یوه رسمي سفر د هندوستان پلازمینې نوي ډیلي ته رسیدلی دی.
(last modified 2025-12-17T02:40:11+00:00 )
Dec 17, 2025 05:28 Asia/Kabul
  • د افغانستان د روغتیا وزیر نور جلال جلالي  هندوستان ته رسیدلی دی

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د روغتیا وزیر «نور جلال جلالي» پرون په یوه رسمي سفر د هندوستان پلازمینې نوي ډیلي ته رسیدلی دی.

دغه سفر په تیرو دریو میاشتو کښې هندوستان ته د  افغانستان د یوه حکومتي چارواکي دریم سفر ګڼل کیږي او له دې مخکې خارجه وزیر امیر خان متقي او د صنعت وزیر نور الدین عزیزي هم نوي ډیلي ته سفرونه کړي وو.

د افغانستان د روغتیا وزارت وویل هندوستان ته د افغانستان د روغتیا د وزیر د نور جلال جلالي د دغه سفر هدف د روغتیا په برخه کښې د دوه اړخیزه ملګرتیا پیاوړي کول ، د تجربې د تبادلې  زیاتول او په ګډو هڅو کښې غږملتیا کول دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت وویل جلالي به د هندوستان له چارواکو په تیره بیا د روغتیا د چارو له مسوولانو سره جلا جلا کتنې وکړي او په څو  پلان شویو پروګرامونو کښې به هم ګډون وکړي.

 پاکستان وايي هندوستان ته د افغانستان د روغتیا د وزیر دغه سفر په داسې حال کښې شوی دی چې د طالبانو تر مشرۍ لاندې د افغانستان حکومت سوداګران له پاکستان څخه د درملو له واردولو څخه منع کړي دي.

د هندوستان د خارجه چارو وزارت ویاند «راندیر جیسوال» نوي ډیلي ته د افغانستان د روغتیا د وزیر ورتلل تائید کړل او هغه د افغانستان د پلاوي تود هرکلی وکړ.

جیسوال وویل د افغانستان د پلاوي دغه سفر د افغانستان د روغتیا د نظام لپاره د هندوستان د پایداره ملاتړ ښودنه کوي او مونږ د رغنده خبرو اترو هیله کوو.

څرنګه چې له پاکستان سره د افغانستان اړیکې خرابې شوي دي د طالبانو حکومت هڅه کړې ده چې له هندوستان سره نږدې اړیکې جوړې کړي.

د افغانستان او د پاکستان ترمینځ مهه مسله له سرحد ورهاخوا ترهګرۍ ده او پاکستان وايي چې د افغانستان له خاورې په پاکستان بریدونه کیږي خو طالبان د پاکستان تورونه په کلکه ردوي.