دین انسان ته معنی ورکوي / د معنوي مسئولیت منلو اړتیا
پارس ټوډې - د دین په اړه د ژور لید نشتوالی او شاید د ځینو مذهبونو ترمنځ د اختلاف شتون د دې لامل شوی چې ځینې خلک د دین له ښکارنده څخه تېر شي او د اخلاقو بحث د دین پر ځای راوړي.
د اهل بیت (ع) د نړیوالې ټولنې سرمنشي حجت الاسلام و المسلمین رضا رمضاني، د دین، روغتیا او بشردوستانه مرستو په دویم کنفرانس کې د وینا پر مهال دې ته په اشارې سره چې په ختیځ او لوېدیځ کې ډېرو کسانو هڅه وکړه چې د خلکو له بشري فکر څخه لیري کړي او په دې برخه کې هڅه وکړه چې دین له منځه یوسي، وویل: په بل اړه کې ځينو هڅه وکړه چې دين په ټولنيزو، کلتوري او سياسي ډګرونو کې محدود کړي.
حجت الاسلام و المسلمین رمضاني وویل: د دین لمن ډېره پراخه ده او دین ته باید سرسري ونه ګورو. ترټولو مهمه موضوع چې باید د دین په برخه کې ورته پاملرنه وکړو، پراخ، دقیق او ژور لیدلوری دی. دین دوه اړخونه لري، هم ظار او باطن ته پاملرنه کوي او د بشري ټولو برخو ته په پاملرنې سره د روح او روان د تربیت دنده پر غاړه لري. په جسمي اړخ کې هم ځیني کلي قوانین او قواعد لري چې هغوی ته پاملرنه کول د جسم د سلامت لپاره ډېره ګټه رسوي.
د رهبري د خبرګانو شورا غړي د دې په بیان سره چې ځیني کسان دین د کینې او حسد راوستو لامل ګڼي چې د روح او روان د فشار ډېرېدو لامل هم ګرځي، څرګنده کړه:
که موږ پر دیني لارښوونو غور وکړو، دین د کینې او حسد سرچینه نه بلکې د هغوی لیرې کوونکی دی. دین د انسان په وجود کې زنګونه او غوټې خلاصوي او د انسان روح او روان ته سکون ورکوي او انسان ته د ارتباط په پراختیا کې یو ډول د مسئولیت احساس ورکوي.
حجت الاسلام و المسلمین رمضاني زیاته کړه: یو وخت د ساینس او ټکنالوژۍ په ډګرونو کې د ډېرو پرمختګونو له امله ځینو ادعا کوله چې دا پرمختګونه به د دې سبب شي چې خلک له دین او دیني تعلیماتو سره هېڅ تړاو ونه لري. حتی په لوېدیځ کې یوې ډلې داسې پدیده رامنځته کړه چې موږ کولای شو پرته له خدایه دین ولرو. دا هغه کسان دي چې دیني لارښوونو ته ژور پام نه کوي او د دین او دیني لارښوونو په اړه سرسري لید لوری لري.
هغه د دې په بیان سره چې معنویت ته پاملرنه ورځ تر بلې زیاته شوې ده، وویل: په لوېدیځ کې موږ له جعلي او بدلي معنویتونو سره مخامخ یو. په امریکا او اروپا کې نږدې څلور زره جعلي او بدلي معنویته شتون لري. په هرځای کې چې خبره د جعل وي، ښکاره ده چې موږ اصلي هم لرو او تر کله چې اصل شتون ولري، جعل ته اړتیا نشته.
د اهل بیت (ع) د نړیوالې ټولنې مشر زیاته کړه: دین انسان ته معنی ورکوي. د انسان حیات ته معنی ورکول دا دي چې له دیني لارښوونو سره اړوند وي. موږ باوري یو چې واقعي آرامښت په دې معنی سره چې وکولای شي انسان آرام نفس او عرفاني مراتبو ته ورسوي، یوازې په دین کې د ترلاسه کولو وړ دي.
حجت الاسلام و المسلمین رمضاني وویل: دې معنویت ته یې د روغتیا په نړیوالو سازمانونو کې پاملرنه نه کوله، مګر نن سبا له جسمي اړخه پرته، ټولنیز، رواني او معنوي اړخونه بیانوي. دا په دې معنی چې هرڅومره چې مخکې ولاړ شو، په نړیواله ټولنه کې دین او معنویت ته اړتیا د ډېرېدو په حال کې ده.
نوموړي زیاته کړه: د دین په اړه د ژور لید نشتوالی او شاید د ځینو مذهبونو ترمنځ د اختلاف شتون، د دې لامل شوی چې ځینې خلک د دین له ښکارنده څخه تېر شي او د اخلاقو بحث د دین پر ځای راوړي. موږ دې ډګر ته متوجه يو چې که دين ته په دقيق، ژور او هراړخيز ډول پام وکړو، هغه اخلاقي ډګر چې په دين کې شتون لري، څرګندېږي.
د اهل بیت (ع) د نړیوالې ټولنې مشر زیاته کړه: د دې معنی ګرايي پایله او نتیجه دا ده چې یو دینداره انسان یو ګوښه نشین انسان دی. دا دینداره او مؤمنانه لیدلوری پرته له دې چې په بشري ټولنه کې آرامښت رامنځته کوي، د بشري ارتباطاتو پراختیا ته هم پاملرنه کوي. دا معنویت چې له دیني حقیقي لارښوونو څخه سرچینه اخلي یو مسئولیت منوونکی معنویت دی، نه مسئولیت لیري کوونکی معنویت.
حجت الاسلام و المسلمین رمضاني په ایران کې د کرونا وخت ته په اشارې سره وویل: هغه مهال ډاکترانو او نرسانو، د علمیه حوزو طلابو او پوهنتونوالو جهاد وکړ او خپل ځانونه یې په خطر کې واچول چې د دوی د ځینو د شهادت لامل هم شول. د انقلاب رهبر وفرمایل، دا زما له هیلو څخه ده او اې کاش چې وشي د بشري مرستو دا ښکلاوې په ښه ډول روایت شي. که انسان داسې خدای محوره لید لوری ولري هېڅکله به له کړکېچ سره مخ نه شي.
د اهل بیت (ع) د نړیوالې ټولنې مشر د خپلو خبرو په وروستۍ برخه کې د فلسطین موضوع ته په پاملرنې سره وویل: نن سبا د غزې په تړاو د بشري ملاتړ په برخه کې د اهل بیت (ع) د پیروانو یووالي ته اړتیا لرو. هغه کسان چې د انسانیت مدافع دي باید په یووالي او وحدت سره، د غزې یتیمانو لپاره آرامښت رامنځته کړي. نن سبا غزه په انساني لیدلوري سره بشري ملاتړ ته ډېره اړتیا لري.
سرچینه: نوري زاده قصري، سمانه (گزارشگر). 1403.
د غزې په تړاو د بشري ملاتړ په برخه کې د اهل بیت (ع) د پیروانو یووالي ته اړتیا لرو.
مهر خبري آژانس
کلیدي کلمې: دین څه شی دی، د دین او اخلاقو رابطه، خدای څه شی دی، د اسلام دین څه ډول دین دی، د دین حقیقت