د رڼا سرچینې (۱۰۱) خدای د مؤمنانو مرستندوی
(last modified Thu, 20 Jun 2024 11:43:37 GMT )
Jun 20, 2024 16:13 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې (۱۰۱) خدای د مؤمنانو مرستندوی

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د رڼا سرچینې نومي لړۍ له (۱۰۱) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو د رڼا سرچینو د لړۍ په دې برخه کې، د حج سورت د ۱۵م آیت شأن نزول څېړو. له موږ سره و اوسئ.

پېغمبراکرم (ص) د خپل ژوند د درويشتو کلنو په موده کې، وتوانېد چې اسلامي ټولنه او حکومت جوړ کړي، چې همدا اوس هم له يو زرو څلور سوه درې څلوېښت کاله تېرېدېدو وروسته، لا هم جریان لري او روان دى. د اسلام ستر پیغمبر، د اسلامي حکومت د جوړولو په لاره کې له ډول ډول خنډونو او ستونزو سره مخامخ شو، خو په خپل تدبیر سره وتوانېد، چې پر هغه ټولو ستونزو بریالی شي.

د آخري پېغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) له مهمو ستونزو څخه يوه هم، د جنګ او وينې تويونې روحيه وه، چې په هغه وخت کې د حجاز په خلکو کې موجوده وه. دوی په کوچنۍ پلمې سره له یوه بل سره جنګېدل او کلونه کلونه د یو بل په وینو تویولو او زیان رسولو بوخت وو. او په زړه پورې دا چې، دوی دا ډول جنګونه د یوه ارزښت په توګه یادول. دغه ناوړه روحیه د دې لامل شوه، چې د هغه وخت د خلکو تر منځ کرکه او تفرقه رامنځته او دود شي، د بېلګې په توګه د یثرب یعنې د اَوْسْ او خزرج دوه مشهور جنګونه یادولای شو، چې شاوخوا ۱۲۰ کاله یې دوام وکړ.

د اسلام پیغمبر (ص) په لومړي ګام کې د مسلمانانو تر منځ د الفت او همپالنې د رامنځته کولو لپاره غوره اقدام وکړ، چې خدای تعالی د سوره آل عمران په ۱۰۳ آیت کې، هغه د اسلامي ټولنې لپاره یو ستر نعمت یاد کړی او فرمايي:

او د خدای دغه ستر نعمت په یاد راولئ، کله چې تاسو د یو بل دښمنان وئ، خدای ستاسو په زړونو کې رحم او مهرباني واچوله او د خدای په فضل او برکت سره تاسو ټول د یو بل دیني وروڼه شولئ.

له یو بل سره د مسلمانانو دا خواخوږي، له ټولو سختیو او کړاوونو څخه د هغوی د تېرېدو پیلامه وه، چې په مخ کې یې درلودل. رسول الله (ص) د مسلمانانو تر منځ د ډېر الفت د رامنځته کولو لپاره، د اخوت او ورورولۍ اړیکه په داسې ډول جوړه کړه، چې د تاریخي اسنادو له مخې، دا موضوع درې ځلې د مسلمانانو تر منځ ترسره شوې ده.

لومړی ځل له هجرت څخه مخکې په مکه کې، دویم ځل د مهاجرینو او انصارو تر منځ او درېیم ځل د هجرت په نهم کال د سورةُ الحجرات د لسم آیت له نازلیدو وروسته ترسره شوه. په دې آيت كې خداى تعالی فرمايي: مؤمنان د یوه بل وروڼه دي؛ نو د خپلو دوو وروڼو تر منځ سوله او پخلاینه وکړئ او الهي پرهیزګاري وکړئ، ترڅو د هغه په رحمت کې شامل شئ! په دې توګه رسول الله (ص) له ډېرو کوچنیو او لویو قومونو څخه چې په دوامداره توګه په خپلو کې سره په جګړو کې بوخت وو، یو واحد ملت جوړ کړ.

رسول الله (ص) د ورورولۍ له تړون سربېره، اکثره وخت مسلمانانو ته په خپلو ویناوو کې له یوه بل سره د پیوستون نصیحت کاوه، چې یوه بیلګه یې د رسول الله مبارک په دې قیمتي حدیث کې لیدل کېږي، چې فرمایي:

په دوستۍ، ترحم او خواخوږۍ کې د مؤمنانو مثال، د یوه جسد په څېر دی؛ کله چې د دې بدن یوه برخه درد وکړي، د بدن نورې برخې به په تبې او بیدارۍ سره له هغه سره ملتیا کوي. بې له شکه چې د پېغمبراکرم هڅې يوازې په دغو ویناوو پورې محدودې نه دي، بلکې د مسلمانانو لپاره يې په عمل کې هم دا مساله روښانه کړې ده، لکه څنګه چې په روايتونو کې راغلي، که په درېيو ورځو کې خپل کوم دیني ورور یې نه لیدلو او د مسلمانانو په منځ کې نه وو، د هغه پوښتنه یې کوله.

نو که غایب او په سفر کې وو، ورته به یې دعا کوله، او که په ښار کې وو؛ نو د هغه ليدو ته به تلو او که ناروغ وو؛ د هغه پوښتنې ته به تلو. د رسول الله (ص) دغه طریقه د مسلمانانو تر منځ د داسې اړیکو د ټینګښت سبب شوه، چې په سختو شرایطو کې د یوه بل لپاره یې سرښندنې کولې. د بېلګې په توګه، کله چې مدينې ته مهاجرين راغلل، د مدينې خلکو رسول الله (ص) ته وويل: اې د خدای رسوله (ص) زموږ  د خرما ونې زموږ او د مهاجرينو تر منځ ووېشه. پیغمبر چې په دې پوهېده چې د انصارو لپاره د کجورو ونې تر ټولو مهمه عایداتي سرچینه ده، وفرمایل: نه، تاسو دوی ته د ژوند وسیلې برابرې کړئ او په خرما (د ونې په میوه) کې یې مه شریک کوئ.

يا د بني نضير په جګړه کې چې مسلمانانو ته ډېر مالونه ورسېدل، کله چې رسول الله (ص) غوښتل ترلاسه شوي مالونه ووېشي، نو انصارو ته يې وفرمایل: په رښتيا چې ستاسو مهاجر وروڼه مالونه نه لري. که غواړئ چې زه دا شتمني ستاسو او د دوی تر منځ وویشم او که غواړئ چې هېڅ شی وانه خلئ او  یوازې د دوی تر منځ یې ووېشم.» انصارو وويل: موږ يې نه غواړو، خو د هغوى تر منځ يې ووېشئ او زموږ له مال څخه چې هر څه وغواړي، پر هغوى باندې ووېشئ.

رسول الله (ص) به د مسلمانانو تر منځ د لاډېرې دوستۍ لپاره، د دوی ترمنځ یې عام المنفعه کارونه ترسره کول. د مثال په ډول؛ په مدینه منوره کې له رومې څاه پرته، د څښاک اوبه نه وې، چې د بني مزینه د یوه سړي اړوند وو، پاکې اوبه نه وې او د استعمال لپاره به خلک اړ وو چې اوبه وپېري. رسول الله مبارک وفرمایل: څوک د رومې څاه اخلي، تر څو هغه او نور مسلمانان ترې ګټه پورته کړي او په بدل کې به الله تعالی ورته په جنت کې ښه څه ورکړي. یوه مسلمان هغه څاه یې وپېرلو او د ټولو مسلمانانو بډای او غریب په اختیار کې ورکړ. په دې توګه رسول الله (ص) خلک عامه کارونو ته په هڅولو سره، د ټولنې د ضروري اړتياوو د پوره کولو ترڅنګ يې، د مسلمانانو تر منځ مينه او د مسئوليت احساس دودولو.

تر ټولو جالبه دا وه چې د خدای ګران پېغمبر (ص) د مسلمانانو ترمنځ د تعلقاتو د ټینګښت لپاره، د ځينو ضعيف ایمانه مسلمانانو پر کمزو كارونو سترګې پټولې او د هغوی له تېروتنو تېرېدلو. د دې خبرې ښکاره بېلګه د احد په پېښه کې لیدل کېږي، چې ځینې مسلمانان د جګړې له ډګره وتښتېدل او د مسلمانانو د سختې ماتې لامل شول او دا موضوع ممکن له اسلامي ټولنې څخه د دغو کسانو د جلا کېدو لامل شوې وای، خو هغوی په خپلې بخښنې او عفوې سره د دې سبب شو، چې نه یوازې دوی له اسلامي ټولنې څخه جلا نه شي، بلکې هڅه وکړي چې خپلې تیرې کړنې جبران کړي.

د مسلمانانو یووالی او صادقانه اړیکه د دې لامل شوه، چې ټولې عربې قبیلې؛ په واحد خدای باندې د ایمان په رڼا کې او د رسول الله مبارک د حضور په برکت، خپل پخواني اختلافونه هېر کړي او د دښمنانو له دسیسو سره د مقابلې لپاره، په پوره اتحاد او اتفاق سره، خپل کسان منظم کړي. البته، د عربو قومونو تر منځ د اسلام مخ پر زیاتېدو وده، د مشرکانو او یهودانو پر لښکر باندې د وېرې سبب شوه او هغوی د دې ستونزې د حل په لټه کې شول. دلته وو چې کافرانو او یهودانو، خپلې اوږدې دښمنۍ هېرې کړې او د اسلام د له منځه وړلو لپاره یې، ګډ پوځي تړون وکړ.

دوی په دې لاره کې، صحرايي قومونو ته تمه درلوده؛ ځکه دغه ډول قبیلې چمتو وې چې د یوې مړۍ ډوډۍ د ترلاسه کولو لپاره، له یهودانو او مشرکانو سره یو ځای د پیغمبر (ص) پر وړاندې جګړه وکړي.

پېغمبر اکرم هم له دې موضوع څخه خبر وو. له همدې امله، دوی له صحرايي قبیلو سره د تړون په کولو سره، د جګړې خطر کمولو. نو په تاریخ کې راغلي چې مسلمانانو د بني اسد او بني غطفان له دوو قبیلو سره ګډ پوځي تړون لاسلیک کړ  او ژمنه یې وکړه چې د دښمن د برید پر وړاندې، د یوه بل ملاتړ وکړي.

کله چې د اسلام دښمنانو ځانونه په ډېرو جنګي وسايلو سره، د مسلمانانو پروړاندې مقابلې ته چمتو کړل. د پېغمبراکرم (ص) متحدانو د ډېرو دښمنانو په لیدلو سره، د ګواښ احساس وکړ او له پېغمبر سره د پوځي تړون له لاسلیک کولو پښیمانه شول. دوی له ځان سره وویل: موږ ویره لرو چې خدای به له محمد (ص) سره د مرستې ژمنه پوره نه کړي او هغه به یوازې پرېږدي. په دې صورت کې موږ د یهودانو او مشرکانو د برید پر وړاندې یوازې پاتې شو او هېڅ پناه ځای  به ونه لرو. په دې کار سره به زموږ د دښمنانو شمېر زیات شي او د هغوی له اقتصادي بندیزونو سره به هم مخ شو. نو مخکې له دې چې ډېر ناوخته شي، باید له پیغمبر سره خپل تړون لغوه کړو.»

په دې ځای کې د سورت حج ۱۵ آیت نازل شو او هغوی یې په کلکه وغندل او د پیغمبر پر ملاتړ یې ټینګار وکړ او وفرمایل:

مَنْ کانَ یَظُنُّ أَنْ لَنْ یَنْصُرَهُ اللّهُ فِی الدُّنْیا وَ الاْخِرَةِ فَلْیَمْدُدْ بِسَبَب إِلَى السَّماءِ ثُمَّ لْیَقْطَعْ فَلْیَنْظُرْ هَلْ یُذْهِبَنَّ کَیْدُهُ ما یَغِیظُ؛

څوک چې دا فکر کوي چې خدای به په دنیا او آخرت کې له خپل پیغمبر سره مرسته ونکړي، هر څه چې کولای شي ترسره یې کړي، د خپل کور په چت کې رسۍ وځړوي، او ځان ځوړند او خپله ساه پرې کړي (او د مرګ تر کندې ولاړ شي). وګوري چې آیا دا کار به د هغه غصه آرامه کړي؟"

ژباړه: زماني