په قرآن کریم کې د ژبې د کنټرول لامل څه دی؟
پارس ټو ډی - د حجت الاسلام والمسلمین رفیع په وینا انسان په خپله ژبه له نورو سره احسان کولای شي او د هغې له لارې کرکه او خپګان هم پیدا کولای شي.
د علمیه حوزې استاد حجت الاسلام والمسلمین "ناصر رفیعی" وویل: د انسان په ژوند کې یو له مهمو شیانوچی اکثره خلک پرې اخته دي د ژبې د ګناهونو ستونزه ده. څرنګه چې د ژبې ګناهونه شتون لري، وړیا او ارزانه دي، او ډیری او متنوع دي، نو خلک پرې ډیر اخته کیږي .
ښاغلي د دخبرې په کولو سره چې ټولې کبیره ګناهانې د ټولو لپاره شتون نلري او ټول انسانان هغه نه ترسره کوي وویل : د بیلګې په توګه، یو له لویو ګناهونو پر کفارو د وسلو پلورل دي. ډیر خلک دا ګناه نه کوي. خو د ژبې ګناه داسې نه ده ځکه چې تنوع لري او اسانه او ارزانه ده.
دحوزې استاد دې ته په اشارې سره چې قرآن کریم انسان ته د خپلې ژبې د کنټرول امر کړی دی وویل: روایت دی چې د بنده ایمان کامل او سالم نه دی تر څو چې روح یې سالم نه وی، د انسان روح تر هغه پورې سالم نشی پاتې کیدلای چی ژبه یی سمه نه وي ؛ حدیث شریف دی څوک چې خبرې کوي هغه په ژبه پیژندل کیږي او د انسان شخصیت د هغه د ژبې لاندې دی. انسانان د ژبې له لارې له نورو سره ښه چلند کولی شي او د هغې له لارې کرکه او خپګان هم رامینځته کولی شي.
هغه په دې خبرې سره چې د مينې د پيدا كولو او د حکمت د دروازو د پرانستلو يو عامل خاموشي ده زياته كړه: په چوپتيا كې سړى هيڅ ګناه نه كوي كه ښه عمل ونه كړي.
په ډېرو احادیثو کې پر لږو خبرو ټینګار شوی، د بېلګې په توګه روایت دی چې چوپتیا د حکمت له دروازو ده.
ښاغلي رفیعي د ښې وینا د ځانګړتیاوو په اړه وویل: قرآن کریم وایي چې ښه وینا هغه وینا ده چی لومړی اګاهانه وي . نن سبا کله ناکله د مصنوعی هوښارتیا له لارې د کسانو عکسونه او غږونه په مجازي فضا کې تولید او خپریږي، نو ځکه ضروری ده ، د قران د جوتو آیاتونو او روایاتو له مخې انسان د هغه څه پیروي ونه کړي چې پرې خبر نه وي. ډیری خبرې د ناپوهۍ او د شک پر بنسټ دي.
هغه دې ته په اشارې سره چې قرآن کریم د کلمو په اهمیت ټینګار کړی دی وویل: خبرې باید بنسټ ولري. قرآن خلکو ته د تقوا او د عقل خبرې کولو بلنه ورکوي. د بېلګې په توګه باید په سیاسي بحثونو او ټاکنیزو مناظرو کې بې بنسټه خبرې ونه شي. همدارنګه، قرآن ټینګار کوي چې خبرې باید سختې یا د غندلو وړ نه وي.
د حوزې استاد په دوام کښې زیاته کړه: بله ځانګړنه چې قرآن پرې ټینګار کړی د نظر په بیانولو کښې عدالت دی. په سیاسي بحثونو کې باید څرګندونې عادلانه وي نه تخریبي. له عمل سره خبرې کول، ښکلې خبرې کول او په زړه پورې وینا کول د ښې وینا بله ځانګړتیا ده چې قرآن یې خلکو ته امر کوي.
کلیدي کلمات: قرآن کریم، د ژبې کنټرول، حجت الاسلام والمسلمین "ناصر رفیعی "، د ژبې ګناهونه څه دي؟