د حضرت امام علي (ع) نېکمرغه زوکړه او د پلار ورځ دې ټولو ته مبارک وي
نن د سه شنبې ورځ د ۲۰۲۵ میلادي کال د جنورۍ د میاشتې څوارلسمه او د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د رجب د میاشتې دیارلسمه نېټه ده چې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د لومړي امام حضرت امیر المومنین علي (ع) له نېکمرغه زوکړې سره سمون خوري.
حضرت علي بن ابي طالب (ع) د رجب د میاشتې په دیارلسمه نېټه په داسې حال کې چې د خدای کور یعنې د کعبې دیوال د هغې د مور فاطمه بنت اسد لپاره پرانیستل شو او هغه دغه سپېڅلي کور ته ورننوتله او علي (ع) هلته وزیږېده.
حضرت امام علي (ع) د ځوانۍ له پیل څخه د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد (ص) لخوا ورزول شو.
حضرت علي (ع) لومړنی کس وو چې اسلام یې راوړ او د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد (ص) لخوا د اسلام د مبارک دین د تبلیغ او د ترویج په ټولو مرحلو کې د هغه حضرت تر ټولو اصلي ملګری ګڼل کېده.
د ایران د اسلامي جمهوریت په کال هینداره کې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د لومړي امام د زوکړې کلیزه د پلار ورځ په نوم هم نومول شوې ده.
د ټول اسلامي ایران خلک د حضرت امام علي (ع) چې په حقیقت کې د امامت پلار دی د زوکړې کلیزه په ډېرې ولولې سره لمانځي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د راډیو او د ټلويزیون اداره یعنې صدا او سیما د حضرت امام علي (ع) د زوکړې په مناسبت د دنیا ټولو مسلمانانو په تېره بیا نورو آزادي غواړو او تاسو قدرمنو مینوالو او لوستونکو ته د زړه له کومې مبارکي وايي.