د رڼا سرچینې - د ګنهکارانو د کار پای
(last modified Sun, 18 May 2025 09:38:06 GMT )
May 18, 2025 14:08 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې - د ګنهکارانو د کار پای

د خدای رسول (ص) د مشرکینو شور او غوغا او ځورونې ته له پاملرنې پرته، پر خپل رسالت باندې عمل کولو او د اسلام د خپرولو او د پراخې اغېزې لپاره یې، په ښکاره ډول د خلکو په منځ کې عبادت کولو.

پیغمبر هره ورځ د زیارت او لمانځه لپاره، کعبې شریفې ته تلو او یوازې او یا هم د خپلو یارانو له یوې وړې ډلې سره یوځای یې، لمونځ ترسره کولو او هېڅکله د مشرکانو له تندو او معنی لرونکو نظرونو او ترخو او سختو خبرو څخه نه ستړی کېده. پیغمبر د خپلو همنوعه کسانو د هدایت لپاره، ډېر حریص وو او له دې چې هغه ته ناسمې خبرې ویل کېدې، نه خواشینی کېده.

یوازینی شی چې د خدای رسول (ص) یې غمجن او ناخوښ کولو، د خلکو انحراف او بې لارې وه. د رسول مبارک (ص) مهرباني تر دې کچې وه چې نه یې غوښتل حتی د هغه تر ټولو سخت دښمنان هم دوزخي شي؛ غوښتل یې چې ټول کسان ایمان راوړي او له هغه الهي عذاب څخه چې دوی په خپلو لاسونو د ځان لپاره چمتو کول، وژغورل شي.

د مکې خلکو سره له دې چې د حضرت رسول او د هغه د ملګرو پر وړاندې ظلمونه وکړل، د سختۍ په وخت کې د خپلو ستونزو د حل لپاره یې له هغه څخه مرسته غوښتله. پېغمبر هم په خپلې ټولې مینې سره له هغوی سره مرسته او د هغوی د ستونزو د حل لپاره یې دعا کوله. خو هغوی د ستونزو له حل وروسته، خپل ناوړه کارونه تکرارول.

دوی نه غوښتل چې حقیقت ومني او پر یوه خدای ایمان راوړي. دلته د یاسین سورت له ۱ څخه تر ۸ پورې آیتونه نازل شول. خدای تعالی په دې آیتونو کې، د ګمراهانو برخلیک او د هغوی د پای په تړاو فرمايي:

یس / وَ الْقُرْآنِ الْحَکِیمِ / إِنَّکَ لَمِنَ الْمُرْسَلِینَ/ عَلى صِراط مُسْتَقِیم / تَنْزِیلَ الْعَزِیزِ الرَّحِیمِ/ لِتُنْذِرَ قَوْماً ما أُنْذِرَ آباؤُهُمْ فَهُمْ غافِلُونَ / لَقَدْ حَقَّ الْقَوْلُ عَلى أَکْثَرِهِمْ فَهُمْ لایُؤْمِنُونَ / إِنّا جَعَلْنا فِی أَعْناقِهِمْ أَغْلالاً فَهِیَ إِلَى الْأَذْقانِ فَهُمْ مُقْمَحُونَ:

یاسین / قسم په حکیم قرآن باندې. بېشکه ته د (خدای) له رسولانو څخه یې. ته په سمه لاره یې. دا قرآن دی چې د لوی او مهربان خدای له لوري نازل شوی دی. څو هغه قوم ته خبرداری ورکړې چې پلرونه یې ویرول شوي نه دي، نو دوی غافله دي. د دوی ډېرو ته الهي حکم راغلی دی، نو له همدې امله دوی ایمان نه راوړي.

د اسلام پيغمبر (ص) له ټولو سختيو، ځورونې او خنډونو سره سره، د خپل آسماني رسالت په رسولو کې، بې هوډه نه شو او د يوې شېبې لپاره یې هم ډډه ونه کړه. دې جدي هوډ، چې د هغه د سمې لارې نښه وه، مسلمانانو ته یې هیله او کافرانو ته یې ناامیدي ورکړه او د دوی غوسه یې زیاته کړه.

د مشرکانو د شتمنیو او مالونو ژمنو او ګواښونو هم ونشو کړای چې د پېغمبر (ص) پر الهي ارادې اغېزه وکړي او له هغه لارې څخه چې هغه ځانته انتخاب کړې وه هغه راوګرځوي. بالاخره، دوی په لیونتوب سره پریکړه وکړه چې د خدای پیغمبر ووژني، مګر هېڅوک د ویرې له امله د دې پلان عملي کولو ته چمتو نه وو.

عَمرو بن هشام، چې له پېغمبر (ص) سره د سختې دښمنۍ له امله ابوجهل بلل کېده، د قتل لپاره چمتووالی اعلان کړ او ټول مسئولیت یې ومانه. هغه پوهېده چې که محمد (ص) ووژل شي، نو مکه به آرامي ونه ویني او دوامداره جګړه او وینه تویونه به رامنځته شي او ډېر خلک به د بني هاشم قبیلې لخوا ووژل شي.

نو، هغه له رسول مبارک سره دومره کرکه او دښمني په زړه کې درلوده چې دې خطرناکې لوبې ته یې غاړه کېښوده او د ترسره کولو لپاره یې میدان ته ودانګل. هغه غوښتل چې کار پایته ورسوي او د تل لپاره د ټولو فکرونه آرام کړي.

تر ټولو ښه فرصت د لمانځه پر مهال وو؛ ځکه چې په دې وخت کې به محمد د کعبې تر څنګ په لمانځه درېده، د خدای په لامحدود وجود کې به ډوب شو او پرته له خدای څخه به یې د بل څه په اړه فکر نه کاوه، په ځانګړې توګه د سجدې په وخت کې، چې یوازې د خدای عظمت او جلال د هغه د سترګو پر وړاندې څرګندېده او نور څه به یې نه لیدل.

ابوجهل د هغه د ​​سر خواته ولاړ وو، په لاسونو کې یې یوه لویه ډبره نیولې وه او د پیغمبر (ص) مبارک سر یې په نښه کولو. ابوجهل چې تر څو شېبو پورې دا کار پایته رسېدلی او دا ویاړ یې د ځان په ګټه لیدلو، په خوښۍ سره یې د دې بریا په اړه فکر کولو. هغه یو شمېر ناوړه کسان هم له ځان سره راوستي وو، څو د قریشو مشرانو ته د هغه د ناوړه عمل په اړه شاهدي ورکړي.

ابوجهل غوښتل چې په ډېر ځواک سره د پیغمبر مبارک پر سر باندې په ډبرې سره ووهي، چې ناڅاپه یې سترګې تورې شوې او هېڅ ځای یې ونه لید. یوازې د هغه غږ یې اورېدلو، چې د خدای ذکر یې کولو. په ​​وېرې سره د خپلو ملګرو خوا ته راغی او د رسول اکرم مبارک د ورکېدو خبر یې ورکړ.

وروسته بیا، د بني مخزوم له قبیلې څخه یو سړی، چې هغه هم له پیغمبر سره کینه په زړه کې درلوده، د پیغمبر د وژنې مسئولیت یې په غاړه واخیست. ډبره یې واخیسته او د پېغمبر خوا ته نږدې شو. پېغمبر لا هم په سجده کې وو او د خدای ذکر یې کولو. هغه ډبره پورته کړه او د پیغمبر مبارک سر یې په نښه کولو.

هغه غوښتل چې د توحید غږ ووژني او په خپل تصور سره، په هغه خاوره کې د تل لپاره د شرک بنسټونه کېږدي، خو لاسونه یې په هوا کې ولړزېدل او ډبره یې له لاسونو څخه ولوېده. د هغه پر سترګو هم تیاره راغله او پیغمبر یې ونه لید. هغه یوازې څو ګامه لیري د " سبوحٌ قدوسٌ ربُ الملائکةِ و الروح" فریاد اورېده.  

په دې وخت کې، وېره پرې راغله. په بدن کې یې یوه لړزوونکې څپه راغله او په ​​یوه شېبه کې وتښتېد. د هغه په ​​تعقیب، ابوجهل او د هغه ملګري هم د ویرې له امله، له کعبې څخه لیري شول او له خپلو ملګرو سره یوځای شول او د خپلو راتلونکو پلانونو لپاره یې ځانونه چمتو کړل. د یاسین ۹ او ۱۰ ایتونه د هغو مشرکینو لپاره د خدای د عذاب په اړه خبرې کوي، چې د پیغمبر د وژلو پلان یې درلود:

« وَ جَعَلْنا مِنْ بَیْنِ أَیْدِیهِمْ سَدّاً وَ مِنْ خَلْفِهِمْ سَدّاً فَأَغْشَیْناهُمْ فَهُمْ لایُبْصِرُونَ/ وَ سَواءٌ عَلَیْهِمْ أَ أَنْذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنْذِرْهُمْ لایُؤْمِنُونَ:

ځکه چې موږ د دوی په غاړو کې ځولنې اچولي دي او د دوی لاسونه مو په هغو ځولنو سره د دوی پر غاړو تړلي دي. هغه ځولنې د دوی تر زنو پورې غځېدلي او د دوی ټوله غاړه یې پوښلې ده، او د دوی سرونه پورته خوا ته نیول شوي دي، نو له دې امله خپله مخه نه شي لیدلای او سمه لاره نه پیدا کوي.

دوستانو، د یاسین سورت نهم آیت، د کافرانو د حالت خورا ښکلی انځور لري. له یوې خوا، د دوی حالت د هغو بندیانو په څېر بیانوي چې په زنځیرونو سره تړلي دي.

له بلې خوا؛ د ځولنې دایره دومره پراخه او لویه ده چې د دوی سرونه یې آسمان خواته اړوي او په بشپړه توګه خپله شاوخوا نه ویني! په درېیم اړخ کې، یو خنډ دوی له مخې او شا څخه محاصره کړی دی، چې له مخې او شا څخه یې پر دوی لاره بنده کړې ده. له څلورم اړخ څخه د دوی سترګې تړل شوې دي او د دوی لید په بشپړه توګه خراب شوی دی.

اوس فکر وکړئ، هغه څوک چې دا ډول ځانګړتیاوې لري، هغه به څه کار وکړای شي؟ هغه په څه پوهېږي؟ هغه څه کولای شي چې وویني؟ او څنګه کولای شي یو ګام پورته کړي؟ او د حق پر وړاندې د مستکبرو، ځان غوښتونکو، ړندو او کڼو تقلید کوونکو او ضدي متعصبینو حالت همداسې دی! له همدې امله، په لسم آیت کې، په څرګنده توګه فرمايي:

د دوی لپاره یو ډول ده، که ته هغوی ووېروې یا ونه وېروې، ایمان نه راوړي! يعنې، ستاسو خبرې هرڅومره نفوذ ولري او آسماني وحي هرڅومره اغېزمنه وي، څو چې دې برخې ته چمتو نه وي، دا به هېڅ اغېز ونه لري، که چېرې د زرګونو کلونو لپاره د نړۍ لمر د مالګې پر سیمو وځلېږي او برکتي بارانونه پرې راوریږي او د پسرلي باد په منظم ډول له هغې څخه تېر شي، نو دا به له اغزو او ناوړه بوټو پرته بل څه محصول ونه لري.

ژباړه: زماني