د رڼا سرچینې (د معاد لپاره دلیل)
(last modified Sun, 18 May 2025 09:28:19 GMT )
May 18, 2025 13:58 Asia/Kabul
  •     د رڼا سرچینې (د معاد لپاره دلیل)

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د رڼا سرچینې نومې لړۍ له نننی 138 مطلب سره ستاسو په خدمت کې دی ،په دغه ننني مطلب کې د قرآن کریم  د یس سورې له  ۷۷ تر ۸۳ آیتونو  د نازلیدو شان  او عظمت  په اړه درسره غږیږو، نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

   دوستانو لکه څنګه  چې خبر یاست ، عاص بن وائل  د مشرکینو یو  مشرا ؤ. هغه د اسلام له ګران پیغمبر (ص) سره دومره دښمني درلوده چې په هرې هغې غونډې کې به چې د پیغمبر (ص) پر ضد جوړېده، هغه به پکې موجود ؤ. نو کله چې یو شمېر کفار د حضرت ابوطالب کور ته ورغلل څو له پیغمبر (ص) وغواړي چې له خپل  دعوته لاس واخلي، نو عاص هم ورسره مل و. دوي ابوطالب ته ورغلل او ګواښ ئې وکړ او و ې ویل: «ته زمونږ په مینځ کې یو زوړ او عزتمند سړی ئې. مونږ څو ځله له تا وغوښتل چې خپل وراره (محمد) منع کړه، خو تا  دا کار ونه کړ، نور مونږ دا نه شو زغملی چې محمد زمونږ د نیکونو لاره ناسمه وګڼي، مونږ ته سپک او ناپوهه ووائي او زمونږ د معبودانو په اړه بد ویل وکړي. هغه له مونږ څخه منع کړه، که نه نو  له تا او هغه سره به جګړه او مقابله وکړو تر هغه چې زمونږ له دوو ډلو  یوه تباه شي.»

  حضرت ابوطالب د پیغمبر (ص) خدمت ته ورغی او د قریشو د مشرانو خبرې ئې ورته وکړې او و ې ویل: «ائ محمده! زما او خپل ځان ژوند وساته او ما په هغه کار کې مه اچوه چې زه ئې توان نه لرم.» پیغمبر (ص) وفرمایل: «ائ تره! په خدا قسم، که لمر زما په ښي لاس او سپوږمۍ زما په کیڼ لاس کې کیږدي ،څو زه د خپل دین له تبلیغ او خپل هدف له تعقیب څخه لاس واخلم، هیڅکله به دا کار ونه کړم تردې  چې اسلام بریالی شي یا زه په دې لاره کې ووژل شم::: نو بیا ئې د ابوطالب له حضوره ووت. یو څو قدمه لاړ نه و چې ابوطالب هغه راوغوښت او په شعري انداز ئې وویل: «ائ زما خوږخه وراره! قریش به هیڅکله ستا پر ضد لاس پورته نه کړي، تر هغه ورځې پورې چې زه په خاورو کې خښ نه شم. زه به هیڅکله ستا له ملاتړه لاس وانخلم. هغه څه چې تاته امر شوي دي، په ښکاره ئې وکړه، له هیڅ شی څخه مه وېرېږه، ځیری ورکړه او سترګې روښانه کړه. تا  زه خپل دین ته راوبللم او زه پوهېږم چې ته رښتینی ئې او په خپله دعوت کې امین او درستکار ئې. په رښتیا چې د محمد دین تر  ټولو دینونو  غوره دین دی.» بیا ئې د مکې مشرکینو خوا ته مخ کړ او و ې ویل: «په خدای قسم، هغه هیڅکله دروغ نه دي ویلي؛ نو ځکه تسلیم به نشي.ځئ  او هغه مهال بیرته راوګرځئ  چې هدایت مو موندلی وی:::

*******************موسیقي ************** 

   عاص بن وائل  په یوې وچې ، بې اوبو او بې  بوټودښتې  او  بیابان کې چې د ژوند هیڅ نښه پکې نه لیدل کېده،سترګې ئې پر یو شمېر ورَستو  هډوکو ښخې شوې . دا د هغه چا هډوکي وو چې کلونه وړاندې مړ شوی و او هیڅوک نه پوهېدل چې په طبیعي مرګ مړ شوی، یا  د  جاهلیّت د پړاؤ  د جګړو په مهال په وحشی  ډول وژل شوی، یا شاید د لوږې له امله مړ شوی وي. عاص یو هډوکی پورته کړ او په لاسونو  کې ئې وموښه. هډوکی نرم شو او پر ځمکه  لکه د پوډرو توي شو او یوه برخه ئې په هوا کې خوره شوه. ناڅاپه ئې چغه کړه، په کړَس کړَس وخندید  او و ې ویل: ما د محمد پر ضد یو پياوړی  دلیل موندلی دی. هیڅوک نه پوهېد  چې د هغه دلیل د محمد د محکومولو لپاره څه دی؟   یوه ملګري ئې وپوښتل: ستا مطلب څه دی؟ څه شي  ته دومره خوشاله کړې؟ ته د محمد پر ضد کوم دلیل لرې؟ عاص وویل: محمد  ادعا کوي چې مونږ به بیا ژوندي کېږو او ژوند ته  به مونږ  ادامه ورکوو. تاسو دا  وروست پوډر شوی هډوکی وګورئ. دا زموږ لپاره کافي دی چې د هغه ځواب ورکړو او هغه د ټولو خلکو په مخ کې رسوا کړو. هغه یو بل  ورسوت او پوډر شوی  هډوکی په یوه ټوټه کې وپېچه او په یوه خوندي ځای کې ئې کېښود او له کاروان سره یوځای ئې د لارې پاتې برخه کچ کړه  څو مکه ته ورسېد. سمدستي ئې د مکې مشران په خپل کور کې  غونډ کړل او د پیغمبر د محکومولو لپاره ئې د خپل پلان په اړه خبرې وکړې او وې ویل: مونږ نور  اړ  نه یو چې د خپلې خبرې د ثابتولو لپاره له محمد سره په زور مقابله وکړو، ځکه دا طریقه نور کار نه کوي او د محمد ملګري نور هم زړور کوي. مونږ په یوه ساده او کم لګښته لاره د هغه پر ضد دریدلی  او ملګري ئې له هغه څخه جلا کولی شو. عاص بن وائل د خپل پلان جزئیات له موجودو کسانو سره شریک کړل او له هغوی یې وغوښتل چې سبا محمد راوبولي او ټول د کعبې تر څنګ راټول شي  څو د هغه د کار پایله وګوري.

      دوستانو په  ورپسې ورځې، د کعبې شاوخوا خلکو ګڼه ګوڼه جوړه کړې وه او پیغمبر اکرم (ص)  هم له  خپلو یو شمېر ملګرو سره موجود ؤ. «عاص بن وائل» هم د خپلو همفکر و  کسانو له یوې ډلې سره هغه ځاي ته ورغی . هر ځای خاموشي خپره شوه. عاص په بیړه ځان پیغمبر ته نږدې کړ او د هغه بزرګوار  په وړاندې ودرېد او په غرور  او کبر سره ئې  ئې چیغه کړه: ای محمده! ته څنګه د معاد او د هغه خداي په اړه خبرې کوې چې مونږ به بیا ژوندي کوي او نیکو خلکو  ته به انعام ورکوي او بدکارو ته به عذاب ورکوي؟

عاص، په داسې حال کې چې هډوکی ئې په دواړو لاسونو وموښه او په هوا کې ئې خور کړ،خپلو خبرو ته ئې دوام ورکړ او و ې ویل: څوک دا توان لري چې دا  وروست او پوډر شوی هډوکی بیا د ژوند  په جامو پټ کړي؟ په دې شیبې کې ټولو سترګې پیغمبر وخوا ته واړولې. عاص فکر کاوه چې پیغمبر به د دې خبرې په وړاندې هیڅ ځواب ونه لري. نو ئې زور سره وخندید او بیا ئې خاموشي غوره کړه.

 په دې وخت کې د یس سورې  وروستي آیتونه نازل شول او په اوو  منظمو آیتونو  کې ئې د معاد په اړه تر ټولوپياوړي  خبرې وړاندې کړې او و ې فرمایل:

«أَوَلَمْ یَرَ الإنْسَانُ أَنَّا خَلَقْنَاهُ مِنْ نُطْفَةٍ فَإِذَا هُوَ خَصِیمٌ مُبِینٌ / وَضَرَبَ لَنَا مَثَلا وَنَسِیَ خَلْقَهُ قَالَ مَنْ یُحْیِی الْعِظَامَ وَهِیَ رَمِیمٌ / قُلْ یُحْیِیهَا الَّذِی أَنْشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بِکُلِّ خَلْقٍ عَلِیمٌ / الَّذِی جَعَلَ لَکُمْ مِنَ الشَّجَرِ الأخْضَرِ نَارًا فَإِذَا أَنْتُمْ مِنْهُ تُوقِدُونَ / أَوَلَیْسَ الَّذِی خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأرْضَ بِقَادِرٍ عَلَى أَنْ یَخْلُقَ ن الْخَلاقُ الْعَلِیمُ / إِنَّمَا أَمْرُهُ إِذَا أَرَادَ شَیْئًا أَنْ یَقُولَ لَهُ کُنْ فَیَکُونُ / فَسُبْحَانَ الَّذِی بِیَدِهِ مَلَکُوتُ کُلِّ شَیْءٍ وَإِلَیْهِ تُرْجَعُونَ»

آیا انسان نه پوهېږي چې مونږ هغه له یوې بې ارزښته نطفې پیدا کړی دی؟! او هغه (داسې د قوت، شعور او نطق خاوند شو چې)له مونږ سره په ښکاره دښمنئ ته راپورته شو! / او زمونږ لپاره ئې یومثال وړاندې کړ  او خپله پيدا کیدا  ئې هېره کړه او و ې ویل: «څوک به دا وروست  او پوډر شوی هډوکي ژوندی کړي؟!» / ووایه: «هغه ذات به ئې ژوندی کړي چې لومړي ځل ئې پیدا کړی؛ او هغه د هر مخلوق په اړه پوهه دی! / هغه ذات چې ستاسو لپاره ئې له شنې ونې څخه اور پیدا کړ او تاسو له هغه څخه اور بَلوئ!» / آیا هغه ذات چې آسمانونه او ځمکه ئې پیدا کړي، دا توان نه لري چې د دوي په څېر (خاورې شوي انسانان) بیا پیدا کړي؟! هو! (توان لري)، او هغه پیدا کوونکی او پوهه دی! / د هغه  امر داسې دی چې کله ئې یو شی وغواړي، نو یوازې ورته وایي: «وشه!» او هغه سمدستي موجود کېږي! نو پاک دی هغه ذات چې د هر شي ملکیت او حاکمیت د هغه په لاس کې دی؛او تاسو د هغه خوا ته بېرته ستنوي!

              ګرانو اورېدونکو! ددغه پروګرام وخت پای ته رسیږي. د خدای پامانۍ تر څنګ،ستاسو پام د پیغمبر اکرم (ص) یو روایت ته اړوم چې  فرمائي «هر شی زړه لري او د قرآن زړه یس سوره ده.» د یس سور ې  ته د «قرآن زړه» د اصطلاح کارولو دلیل دا دی چې زړه د هر ژوندي موجود لپاره بنسټیز او اساسي رول لوبوي،په دې ډول چې پرته له زړه، هغه  خپل ژوند ته ادامه نشي ورکولی. د دغه روایت له مخې، که مونږ قرآن کریم یو موجود ته ورته وګڼو، نو یس مبارکه سوره به ئې زړه وي. دا ښئي چې په دغې سورې کې د اسلام تر ټولو مهمو او اساسي مسئلو ته اشاره شوې ده چې د اسلام د اعتقاداتو اصول لکه توحید، نبوت، معاد او خالقیت پکې شامل دي، او له همدې امله دا سوره د قرآن زړه بلل شوی دی.

   خوږو دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ،نو تربل وخت پورې مو په نیاؤمن خدای سپارو ،سرلوړي  او بریالي ووسئ.

(سیماب)

*********************************************************************************************************************************************************