د وحشی صهیونیسټي رژیم یوه افراطي وزیر دعربستان سپکاوی وکړ
پارس ټوډۍ- یوه سرزوري او افراطي صهیونیسټي وزیر پرون د فلسطین د هېواد د جوړولو په بڼه کې له عربستان سره د اړیکو د عادي کولو احتمال ته اشاره وکړه، او د ریاض د چارواکو په سپکاوی کولو سره ئې ووئيل چې دوي باید پخپلو اوښانو سواریدو ته مخه کړي.
د صهیونیستي رژیم د مالي سرزوري او افراطي وزیر«بتسلئیل اسموتریچ»، وائي چې که له عربستان سره د اړیکو عادي کولو تړون د یوه فلسطیني هېواد د جوړولو معنی ولري، نو دوي به ورسره موافقه ونه کړي ؛که عربستان مونږ ته ووائي د یو فلسطیني هېواد په مقابل کې درسره اړیکې عادی کوو ،نو مونږ به ووایو چې ستاسو مننه او د عربستان په دښتو کې د د اوښانو منډو ته دوام ورکړئ:
ددغه افراطي اوسرزوري صهیونیسټي وزیر دغه توکمیزې او بې شرمه څرګندونې له سختو نیوکو سره مخ شوي دي. دا په داسې حال کې دي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د د عربستان ولی عهد «محمد بن سلمان ته بلنه ورکړې څو راتلونکې میاشتې کې سپيڼې ماڼئ ته ورشي څ و د تل ابیب اوریاض ترمینځ د اړیکو دعادي کولو پشمول ځینو نورو مسئلو او ترینګلتیاؤ ورته سپارښتنې وکړي. د ریاض چارواکو له دې مخکې هم ټينګار ک ړی چې یوازې په دې بڼه کې به خپلې اړیکې له صهیونیستي رژیم سره عادي کړي چې تل أبيب د فلسطین هېواد له جوړیدا سره موافقه وکړي؛ داسې موضوع چې د اسرائیلو وحشی لومړی وزیر نتنیاهو او سرزوري وزیر اسموتریچ په کلکه ورسره مخالفت کړی دی.