د امریکا ولسمشر ایسوسي ایټید پریس خبري اژانس ته خبرداری ورکړ
(last modified Wed, 19 Feb 2025 11:05:17 GMT )
Feb 19, 2025 15:35 Asia/Kabul
  • د امریکا ولسمشر ایسوسي ایټید پریس خبري اژانس ته  خبرداری ورکړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ ګواښ وکړ که چیرې ایسوسي ایټیډ پریس خبري اژانس په خپلو راپورونو کښې د میکسیکو د خلیج پرځاې د امریکا له خلیج څخه استفاده ونکړي نو خبري کانفرنسونو او پیښو ته به د لاسرسي اجازه ونلري.

ټرامپ ډاګینه کړه تر هغه وخته چې د ایسوسي ایټیډ پریس خبري اژانس کارکونکي موافقه ونکړي چې د دغه سیمې نوم د  امریکا خلیج دی دوې به  دکانفرنسونو او د پروګرامونو پوښښ او کوریج ته پرې نه ښودل شي.

په دغه راپور کښې ویل شوي دي چې سپینې ماڼۍ څه موده کیږي چې په خبري کانفرنسونو کښې د ایسو سي ايټیډ پریس خبري اژانس کارکونکو ته د شتون اجازه نه ده ورکړي خو دا لومړی ځل دی چې د امریکا ولسمشر ټرامپ په شخصي ډول دغه موضوع ته اشاره کړي ده او غبرګون یې ښودلی دی.

راپورونه وايي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په سپينه ماڼۍ کښې له خپل دوهم شتون څخه څو ورځې وروسته په یوه ناڅاپه اقدام کښې د نړیوالو اوبو نوم چې څه د پاسه څلور سوه کاله کیږي میکسیکو خلیج دی د امریکا خلیج ته بدل کړ.