د  د رڼا سرچینې (د قراني آیتونو د نزول شأن
https://parstoday.ir/ps/news/religion_islam-i164286-د_د_رڼا_سرچینې_(د_قراني_آیتونو_د_نزول_شأن
د تهران د پښتو خپرونې  او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د رڼا سرچینې نومې لړۍ له نننی یو سل یو څلویښتم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دې هیلې سره چې ستاسو د استفادې وړ وګرځي ، له مونږ سره ووسئ.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 07, 2025 10:44 Asia/Kabul
  • د  د رڼا سرچینې (د قراني آیتونو د نزول شأن

د تهران د پښتو خپرونې  او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د رڼا سرچینې نومې لړۍ له نننی یو سل یو څلویښتم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دې هیلې سره چې ستاسو د استفادې وړ وګرځي ، له مونږ سره ووسئ.

خوږو دوستانو د مکې کفارو د هدایت څراغ د مړ کولو او د اسلام د له مینځه وړلو لپاره هر ډول هڅې کولې. یوه ورځ د دوي څو تنه له  عمارة بن ولید بن مغیره  سره، چې د قریشو د قبیلې یو نامتو او ښایسته ځوان و،(د قریشو د قبیلې مشر او د خدای د پیغمبر تره)   ابوطالب کور ته لاړل او ورته وویل: ائ ابوطالبه! دا «عمارة بن ولید بن مغیره د قریشو تر ټولو غوره او ښایسته ځوان دی. دا خپل  زوی ومنه او خپل  وراره،چې ستا او د ستا د نیکونو له دین سره مخالفت کوي، زمونږ قوم او خپلوان ئې سره جلا کړي او زموږ هوښیاران یې نادانان بللي، مونږ ته ئې وسپاره څو د هغه له لاسه له هغو ستونزو خلاص شو چې مونږ ته یې رامنځته کړي دي. ابوطالب، چې د خپل پلار عبدالمطلب له رحلت  وروسته یې د خپل وراره  کفالت پر غاړه درلود، په غوسه شو او وې ویل: په خدای قسم، تاسو مې د  یوې  بې انصافه معاملې لپاره  مو  اړباسئ !ٍتاسو خپل زوی ماته راکوئ چې زه  ورته خواړه ورکړم  او لوي ئې  کړم او خپل زوی تاسو ته درکړم څو  وې وژنئ؟ په خدای قسم، دا هیڅکله ممکنه نه ده.

    له څه مودې وروسته، د کفارو مشرانو پریکړه وکړه چې شاید د خبرو اترو، نرمې ژبې او رشوت ورکولو له لارې وکولی شي د خدای پیغمبر (ص) نرم کړي. دوی یو ځل بیا د دې موخې لپاره، چې دا لاره به ئې هدف ته ورسوي، ابوطالب غوره کړ، ځکه هغه د پیغمبر (ص) تر ټولو نږدې کس و. نو دوي د ابوطالب کور ته لاړل او ورته  ئې وویل: «ته زمونږ په مینځ کې یو زوړ او شرافتمند سړی ئې. مونږ څو ځله له تا غوښتي چې خپل  وراره منع کړه، خو تا ونه منع نه کړ . نور مونږ دا نشو زغملی چې محمد زمونږ د نیکونو لاره سپکه کړي، مونږ ته نادانان ووایي او زمونږ د خدایانو په اړه بد رد  ویل وکړي. که هغه مالي کمښت لري، مونږ به ئې شتمن کړو او حتی خپل مشر به ئې  وټاکو. په دې شرط چې هغه زمونږ د خدایانو په اړه څه ونه وائي او له دوي څخه لاس واخلي. که نه، نو مونږ به له تا او هغه سره جګړه وکړو، څو یو له مونږ دوو ډلو څخه هلاک شي.»

حضرت ابوطالب خپل  وراره  ښه پیژاند  او د هغه په نبوت ئې یقین درلود. د ظاهري حفظ او د راتلونکي دښمنۍ او  د وینې د توییدنې د مخنیوي لپاره، ئې د پیغمبر اکرم  (ص) د بللو لپاره یو کس ولېږه. پیغمبر (ص) چې د خپلو باورونو د بیانولو لپاره له هر فرصت څخه په ښه توګه کار اخیسته، دا فرصت ئې هم له لاسه ورنه کړ او سمدستي د خپل تره کور ته لاړ. کله چې هغه کور ته ننوت او د مشرکانو ډله ئې ولیده، پوهه شو چې دوي د کوم هدف لپاره راغلي دي. پیغمبر (ص) خپل ځان کنټرول کړ او دې جملې سره ننوت: «السلام علي من اتبع الهدي: سلام دې وي هغو کسانو ته چې د هدایت پیروي کوي.» مشرکانو دا ډول سلام کول د خپل ځان سپکاوی وګاڼه او په غوسه شول، ځکه پوهه شول چې محمد دوي ګمراه بولي. دوی د غونډې په پایلې له وړاندې پوهیدل ، خو خپله غوسه ئې وزغمله او چُپ پاتې شول. پیغمبر (ص) د ابوطالب تر څنګ ناست و. یوه شیبه وروسته، ابوطالب د مشرکانو ویناوې او غوښتنې پیغمبر ته بیان کړې. پیغمبر (ص)، په داسې حال کې چې د هغه له سترګو اوښکې بهیدې، ځواب ورکړ: «که دوي لمر زما ښي لاس ته او سپوږمۍ زما کیڼ لاس ته راکړي، زه به له دوي سره یو ځای نه شم، مګر دا چې خپله خبره عملي کړم یا په دې لاره کې ووژل شم.»

 حضرت بوطالب، د خپل وراره د خبرو په اوریدو سره وویل: زه پوهیږم چې ته رښتینی ئې او په خپل دعوت کې امین او صادق ئې. په خدای قسم، زه به هیڅکله له تا سره مرسته کول پرې نږدم. ته هم خپلې موخې ته دوام ورکړه! پیغمبر (ص) په مهربانۍ سره ابوطالب ته وکتل او وې ویل: آیا دوی چمتو دي چې د دې ټولو ژمنو پر ځای یوه جمله ووائي، چې په دې سره به د ټولو عربو څخه مخکې شي، غیر عرب به هم د دوي په دین راشي، او دوي به د جنت پاچایان وي.ابوجهل، چې یوازې د قدرت، واکمنۍ او د نورو تر کنټرول لاندې  له راوستو پرته ئې په بل څه فکر نه کاوه،، د دې وړاندیز څخه په  وجد کې راغی او د دې لپاره چې د واکمنۍ کیلي له محمد څخه واخلي، په بیړه ئې وویل: هو! مونږ چمتو یو چې د یوې جملې پر ځای لس جملې ومنو. هغه جمله کومه ده؟ پیغمبر (ص) وفرمایل: ووایئ: «شهادت ورکوم چې له الله پرته بل معبود نشته، او زه د خدای رسول یم.  یعنې دا جمله ووایئ او په عمل کې ورته ژمن ووسئ. له خداي پرته نور هر څه پرېږدئ او دا بوتان ، چې ستاسو د بدبختۍ، شرم او وروسته پاتې والي لامل دي، له مکې څخه وباسئ. کله چې حاضرینو دا جمله واوریده، رنګ یې  پيکه شو. څرګنده وه چې وېرېدلي وو. یو بل ته ئې وکتل، په خپل  منځ  کې ئې زمزمه وکړه او یو بل ته ئې وویل: تر اوسه مو داسې جمله نه ده اوریدلې؛ یعنې مونږ ۳۶۰ خدایان پرېږدو او یوازې یو خدای ته لاړ شو؟ دا څه عجیبه خبره ده؟! دا خدای چې هیڅکله نه لیدل کیږي، دا خو ډیره حیرانونکې ده.

        دوی د دې لپاره چې د پیغمبر (ص) د حق خبرې نور ونه اوري، خپلې ګوتې ئې غوږونو ته واچولې او په چټکۍ سره ووتل، حتی شاته ئې هم  ونه کتل. په دې وخت کې د  ص سورې لومړني آیتونه نازل شول او خدای وفرمایل:

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِیمِ / ص وَالْقُرْآنِ ذِی الذِّکْرِ / بَلِ الَّذِینَ کَفَرُوا فِی عِزَّةٍ وَشِقَاقٍ / کَمْ أَهْلَکْنَا مِنْ قَبْلِهِمْ مِنْ قَرْنٍ فَنَادَوْا وَلَاتَ حِینَ مَنَاصٍ / وَعَجِبُوا أَنْ جَاءَهُمْ مُنْذِرٌ مِنْهُمْ وَقَالَ الْکَافِرُونَ هَذَا سَاحِرٌ کَذَّابٌ / أَجَعَلَ الْآلِهَةَ إِلَهًا وَاحِدًا إِنَّ هَذَا لَشَیْءٌ عُجَابٌ / وَانْطَلَقَ الْمَلَأُ مِنْهُمْ أَنِ امْشُوا وَاصْبِرُوا عَلَى آلِهَتِکُمْ إِنَّ هَذَا لَشَیْءٌ یُرَادُ / مَا سَمِعْنَا بِهَذَا فِی الْمِلَّةِ الْآخِرَةِ إِنْ هَذَا إِلَّا اخْتِلَاقٌ:

صاد / له ذکر په ډک  قران قسم / هغه کسان چې کفر ئې کړی، په سرکشۍ او ظلم کې دي / مونږ له دوی مخکې څومره نسلونه هلاک کړي، چې [مونږ ئې] په فریاد  وبللو، خو [نور] د تیښتې وخت نه ؤ / دوي حیران دي چې له دوي څخه یو خبرداری ورکوونکی ورته راغلی، او کافران وائي دا یو دروغجن جادوګر دی / آیا هغه ډير خدایان  پریږدي او یو خدای  ومني، دا واقعاً یو عجیب شی دی / او د دوي مشران روان شول [او وې ویل] لاړ شئ او په خپلو خدایانو صبر وکړئ، دا یو پلان شوی کار دی / مونږ دا [ چې د محمد   د توحید او وحدانیټ  په اړه ادعا کوي] په خپل وروستي دین [مسیحیت] کې مو نه ده اوریدلې، دا یوازې یو جوړ شوی دروغ دی.

د دې سورې نوم د هغې له لومړي ایاته اخیستل شوی او یو له قراني مقطعه حروفو څخه دی. دا حروف یوازې جلا حروف دي او هیڅ رمز یا اشاره نه لري، بلکې یوازې آوا ئي خاصیت لري. د دغو حروفو د راوړلو حکمت د الفاظو او آواؤ له حدودو نه وځي، او په هغه وخت کې د قرآن د تلاوت پر مهال د دغو حروفو آواز د حاضرینو پام ځان ته واړاوه څو قرآن واوري؛ ځکه چې مخالفین تل په دې هڅه کې وو چې شور جوړ کړي  څو د قرآن غږ  په لاره تیریدونکو عربو ته ونه رسیږي. د «ص» مقطعه حرف په قران کریم کې درې ځله په درو سورو کې ذکر شوی دی. دا حرف یو ځل په «ص سورې» کې یوازې راغلی او دوه نور ځله د نورو مقطعه حروفو سره «المص» په  اعراف سورې او «کهیعص» په مریم سورې کې ذکر شوی دی. د دې سورې آیتونه د بعثت د بهیر  د دوام او د مشرکانو او کافرانو د توحید او معاد له عقیدې سره د مقابلې څرګندونه کوي.

نو د تهران د پښتو خپرونې  خوږو  او ګرانو مینه والو  او  اوریدونکو! د  رڼا سرچینې نومې  لړئ د ننني مطلب  د وخت په پای ته  په رسیدو سره، تاسو مینه وال  په خداوند منان  سپارو. تر بل  مطلب پورې  او د بل  شان نزول   پورې، خدای مو مل او ساتونکی وي! بریالي او  سوکاله ووسئ!

(سیماب)

*******************************************************************************************************************************************************************************