د رڼا سرچینې (شأن نزول آیات قرآنی
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د رڼا سرچینې نومې لړۍ له ننني ۱۴۲ مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو . په دغه ننني مطلب کې درته د قرآن کریم د الزمر سورې د آتم آیت د نزول د شأن په باب درسره غږیږو، نو هیله د ه تر پایه راسره ملتیا وکړئ.
خوږو دوستانو یثرِب (مدینه)،ښار چې د سَلْع غر تر څنګ واقع ؤ، د وړو کورونو یوه ټولګه ئې درلوده ، چې دیوالونه ئې له ډبرو او خټې جوړ وو او چتونه ئې د خرماؤ وَنو له څانګو جوړ وو. د هغه ښار شاوخوا کروندې او د خرماؤ باغونه وو. هیڅ برج یا ودانئ نه وې، چې ښار ددښمنانو له بریده خوندي وساتي او ساتنه ئې وکړي. ځکه چې یثرِب یو کرهڼیز ښار و او مختلفو قبایلو او قبیلو پکې ژوند کاوه، هرې قبیلې د خپل مال د ساتنې لپاره خپله کلایه درلود. دا د دې لپاره وو چې په ښار کې، د بېلابېلو قبیلو او پرګنو ترمینځ شخړې رامینځته کېدې او په داسې حالاتو کې، هر چا په خپلې قلا کې له خپل مال او کورنۍ څخه دفاع کوله. ځینې سنګرونه او برجونه د یهوديانو او د هغوی د متحدانو لخوا په لویدیځي او شمالي سیمې کې جوړ شوي وو څو د هغو دښمنانو د بریدونو مخنیوی وشي چې عموماً له دغو سیمو څخه ئې پر ښار برید کاوه.
د سَلْع غر (Mount Sala')
د یثرِب ښار (مدینه)، لکه نورو حجازي ښارونو، د بدوي قبیلې ټولنیز نظام درلود، او د قبیلې مشر د وکړو د ګټو ساتنه کوله. دوو لو یو قبیلو ،یعني اَوس (بنو اوس) او خَزْرَج (بنو خزَرج)، له کلونو کلونو راهسې دا ښار کنټرولؤ. د یهوديانو یوه ډله هم په دغه ښار کې اوسېده. د یثرِب خلک، له اقتصادي پلوه ډېر د خرماؤ په باغونو کې کار، کرهڼه او تر یوه حده هم په تخنیکی کارونو سره بوخت وو. ځکه چې ډېری ښیرازه مځکې او مناسبې کرهڼیزې سیمې د یهوديانو په لاس کې وې، همدارنګه هغوی (یهودیانو) د سرو زرو صنایع او وسلې جوړول لکه تورې، زغرَې او نیزې په خپل کنټرول کې درلودې.
دوو لویو قبیلو یعني «اوس» او «خزرج»، ډیر وختونه له داخلي شخړو سره لاس او ګریوان وو. هرې یوې قبیلې هڅه کوله څو د شاوخوا قبیلو او یهوديانو سره هم تړونه او متحد شي. د هغوی ترمینځ جګړه، تر لسګونو کلونو پورې دوام درلود. د هغوي وروستئ او تر ټولو مهمه جګړه، شپږ کاله مخکې له دې چې رسول الله (ص) مدینې ته هجرت وکړي، په بُعاث (بُعاث) سیمې کې رامنځته شوه، له همدې امله هغه « بُعاث جګړه» نومیدله. ډیر خلک له دواړو خواوو ووژل شوي او کورونه او دخرماؤ باغونه ئې ویجاړ او سوځول شوي وو. وروسته له هغې، دوې قبیلې مکې ته ورغلې او هرې یوې هڅه وکړه چې د مکې له قبیلو سره همپیمانه شي او له هغوی څخه د خپل دښمن پر وړاندې مرسته ترلاسه کړي. کله چې پیغمبر اکرم (ص) له دوي مکې ته له ورتګه خبر شو، نو ورنزدې شو او ورسره ئې خبرې وکړې. هغوی وروسته له دې چې د پیغمبر (ص) د اسلام دعوت ئې واوريد او دا چې دا د سیمې یهوديانو خبرو سره سم و چې ژر به وروستی پیغمبر راشي، په آسانۍ سره ئې اسلام ومانه.
خوږو دوستانو د مدینې ښار له خوښۍ څخه ډک و. ګواکې چې مرغانو او د کورونو دیوالونو هم خپل ځانونه د دغې خوښۍ شریک ګڼل. پیغمبر اکرم(ص) په یوه ګوټ کې ناست و او خلکو ډله ډله ورسره بیعت کاوه او ایمان ئې راوړو. لږ خلک وو چې شک ئې کاوه او ایمان ئې رانه وړ .په دې مینځو میان کې،یو خوشال او هوساینه غوښتونکی سړي ابوالفصیل شک درلود او د پیغمبر اکرم بلنې او مسلمان شونې ته ئې ګروهنه نه ښودله. او له دې سره ئې ويره او د راتلونکي په اړه اندیښنه درلوده. کله چې د پیغمبر ډير دښمنان او د هغوي کارړنګونې ئې په پام کې راتلې، نو وېره او وحشت ئې زیاتید او له ځانه سره ئې ویل: که زه په محمد ایمان راوړم او د هغه دښمنان بریالي شي،نو بې شکه د هغه ټول ملګري وژل کېږي. نو ښه ده چې صبر وکړم،بیا به پریکړه وکړم. له بلې خوا،د پیغمبر اکرم(ص) متحدو ملګرو او خپلوانو لیدل چې ټول په هغه ایمان راوړي،نو په فکر کې ډوبیده. هغه یوازې پاتې شوی و.ځینې وختونه هم د ا... او پیغمبر د مرستې امید د هغه زړه ته قوت ورکاوه او پریکړه ئې کوله چې له کاروان څخه وروسته پاتې نشي او د هغه له ملګرو سره یوځای شي. له بلې خوا،که ایمان راوړي،نو بیا د مسلمانانو له بریاؤوروسته به ډیر غنیمتونه ورپه برخه شي او له دې لارې به ئې خپلې شتمنۍ زیاتې شي. په داسې حالت کې به د خپلوانو له رټل کیدا هم خوندي پاتې شي.
بلاخره،ابوالفصیل دوهمه لاره غوره کړه او ایمان ئې راووړ،د مسلمانانو په ډله کې شامل شو،خو ویرې او اندیښنې لا هم پرې سیوری غوړولی ؤ او هغه ئې په کور کې منزوي کړی و، چې له جګړې ډډه وکړي. هغه ویرید چې وبه وژل شي او ښځه او اولاد به ئې بې سرپرسته پاتې شي، خو د غنیمتونو د ترلاسه کولو په هیله ئې د بدر په غزا کې برخه واخیسته. هغه د جګړې میدان ته ونه وته او یوازې یې مرستې او ملاتړي کارونه ئې ترسره کړل. هغه غوښتل چې د خطرې په وخت کې له ټولو مخکې وتښتي. ابوالفصیل له هغې جګړې روغ رمټ ستون شو. د غنیمتونو د ويش پر مهال ئې ډېر بحث کاوه او زیاته برخه ئې غوښته. هغه یو ښه ژوند غوښتونکی سړی و چې ټول نعمتونه او خوندونه ئې د ځان لپاره غوښتل او له سختۍ او مصیبتونو څخه ئې ځان ساته. کله به چې له سختۍ او ستونزې سره مخ شو، بې صبره کېده او د توبې په حال کې به ئې خدای ته مخ واړاوه، خو کله به چې په خوښیو او کاميابیو کې ؤ، نو توبه او ځّان به ئې هېرولو او حتی د رسول ا... (ص) په اړه به ئې هغه بزرګوار ته د جادو او سحر نسبت ورکاوه او هغه به ئې ساحر او جادوګر باله.
دداسې کسانو د وضعیّت په باب د قرآن کریم د الزمر سورې په ۸ آیت، داسې راغلي دي چې فرمائي؛
«وَإِذَا مَسَّ الْإِنسَانَ ضُرٌّ دَعَا رَبَّهُ مُنِیبًا إِلَیْهِ ثُمَّ إِذَا خَوَّلَهُ نِعْمَةً مِّنْهُ نَسِیَ مَا کَانَ یَدْعُو إِلَیْهِ مِن قَبْلُ وَجَعَلَ لِلَّهِ أَندَادًا لِّیُضِلَّ عَن سَبِیلِهِ قُلْ تَمَتَّعْ بِکُفْرِکَ قَلِیلًا إِنَّکَ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ»
؛کله چې انسان ته تاوان ورسېږي، نوخپل رب په وړاندې دعا کوي او د هغه وخوا ته ورګرځي؛ خو کله چې هغه ته له خپل لوري نعمت ورکړل شي، نو هغه څه هېروي چې مخکې ئې د هغه لپاره خداى ته دعا کوله او د خداي لپاره شریکان جوړوي څو خلک د هغه له لارې څخه بې لارې کړي. ورته ووایه: لږ وخت له خپل کفر څخه خوند واخله،یقیناً ته د دوزخ له اوسېدونکو څخه ئې.
په قرآن مجید کې، څو ځله د فطري توحید او د ژوند د سختو پیښو ترمنځ اړیکې ته اشاره شوې ده. همدارنګه د دغه مغرور انسان بدلون او کم ظرفیت هم منعکس شوی دی، چې له طوفانونو سره د مخامخیدو پر مهال خالص الهي او توحیدي رنګ خپلوي، او کله چې طوفان ارامه شي،نو رنګ بدلوي او په سرزورئ سره د شرک په لاره روانېږي. همدارنګه باید پام وشي چې په دغه آیت کې له انسانه مقصد هغه عادي او نا روزل شوي انسانان دي چې د انبیاؤ په تعلیماتو نه دي روزل شوي. که نه نو د خداي د اولیاؤ تربیت شوي کسان، لکه پخپله هغه بزرګان، په ناراحتۍ او آرامښت، ناکامۍ او کاميابۍ کې، تل د خدای په یاد کې وي او د هغه د لوري مرستې ته لاس اچوي. که څه هم دغه ډول انسانان کم دي.
هو! یو د اوبو لوښی یا یو کوچنی ډنډ له یوې وږمې یا باد سره څپانده کیږي،خو لوي سمندر (Pacific Ocean)د خپل عظمت او لویوالي له امله د سختو او سترو طوفانونو په وړاندې کرار او آرامه وي،او له همدې امله ئې د آرام (Pacific) نوم خپل کړی دی. نو د آیت په پاي کې، خداي هغه کوچني او پَست انسانان په صراحت او قاطعیت سره مخاطب کوي او وايي: «ورته ووایه له خپل کفر او ناشکرۍ څخه لږ خوند واخله او څو ورځې په غفلت او غرور تیرې کړه، خو پوهه شه چې ته د دوزخ له اوسیدونکو ئې::: ځکه چې دا ډول کم فکره، ګمراه او ګمراه کوونکی انسان له دې پرته بل برخلیک نه شي لرلی.
= د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو! د دغې د ننني مطلب د وخت پای ته په رسيدو سره، تاسو قدرمن پر لوي خداي سپاړو، تر بل پروګرام او د شأن نزول تر بل مطلب پورې،خداى مو مل او ساتونکی وي! بریالي او کاميابه ووسئ!
(سیماب)
******************************************************************************************************************************************************************************