د رڼا سرچینې (شان نزول آیات قرآنی)
https://parstoday.ir/ps/news/religion_islam-i165506-د_رڼا_سرچینې_(شان_نزول_آیات_قرآنی)
 د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې رڼا سرچینې نومې لړئ له ننني ۱۴۵مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو،دغه نننی مطلب هم د فصلت سورې  د ۲۲  او ۲۳ آیتونو د نزول  په اړه دی،په دې هیلې سره چې د استفادې وړ مو وګرځي،بلنه درکوو،ترپایه راسره ملتیا وکړئ.
(last modified 2025-10-05T06:47:31+00:00 )
Oct 05, 2025 11:13 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې (شان نزول آیات قرآنی)

 د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې رڼا سرچینې نومې لړئ له ننني ۱۴۵مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو،دغه نننی مطلب هم د فصلت سورې  د ۲۲  او ۲۳ آیتونو د نزول  په اړه دی،په دې هیلې سره چې د استفادې وړ مو وګرځي،بلنه درکوو،ترپایه راسره ملتیا وکړئ.

  قدرمنو آوریدونکو؛خداوند متعال تل او په هر حال د انسانانو په کړنو، چلند او نيتونو ناظر او شاهد دی. که انسان دا حقيقت تل د خپلو سترګو مخې ته وساتي او خداي تعالی  د خپلو کړنو، چلند او نيتونو ناظر وګڼي، نو له هر ډول تیروتنې، خطا او خيانت څخه به خوندي پاتې شي. دا يو مسلم امر دی،هغه ذات چې مخلوقات ئې پيدا کړي او د هغوى ټولې چارې ئې سنبال کړې، د هغوى له تر ټولو پټو رازونو خبر دی. خو په دې مینځومیان کې يو شمېر خلک داسې دي چې فکر کوي د خداي علم د انسان د علم په څير دی. له همدې امله دوي تصور کوي چې د پروردګار علم د انسانانو د کړنو په اړه د هغو راپورونو له مخې دی چې فرښتې ئې د هغوى د کړنو په اړه په نامه اعمالو کې ثبتوي او د خداى دربار ته ئې وړاندې کوي.

دا ټول تصورات د انسان د معرفت او پوهاوي د کمزورۍ له امله دي. په ځينو روايتونو کې راغلي چې ميږې فکر کوي د هغو خداي هم د هغو په څیر دوه شاخکونه لري. له بده مرغه، ځينې هغه کسان چې ځانونه د ديني علومو عالمان او پوهان بولي، هم د خداى په اړه داسې تصورات لري. مشهوره ده چې «ابن تيميه» (Ibn Taymiyyah)، چې د وهابيت د فکري بنیادونو بنسټګر دی، په دمشق جومات کې يو حديث د عامه روائي سرچينو څخه نقل کړ چې: «خداوند د جمعې په شپو له آسمان څخه زمکې ته راځي او د هغو کسانو ګناهونه بخښي چې توبه وکړي.» بيا هغه پخپله د منبر له زينو څخه راښکته شو او وې ويل: «لکه څنګه چې زه له دې زينو څخه راښکته شوم، خداى هم له آسمان څخه د کورونو پر بامونو راښکته کيږي او په خلکو  رحمت وروي!»

         دا نيمه  شپه وه او د مکې په کوڅو کې هیڅوک نه ليدل کیدل. ټول په ژوَر خوب ويده وو او حتی له لیرې څخه هیڅ غږ نه اورېدل کیده. د قريشو درې کافران، چې قد او شکلو ئې مختلف او تر يوې کچې ويرونکي وو، د پخواني پلان له مخې په يوې کوڅې کې، چې د کعبې کور ته رسېده، سره يوځاى شول. دوي د يوې دسيسې د جوړولو په فکر کې وو چې بايد سبا ورځ عملي شي او د دې لپاره چې و نه پېژندل شي، په بشپړه توګه  ئې شاوخوا څارل او په  کرارو  قدمونو سره  روان وو. يو څه وروسته ئې ځانونه د يو  لوي بت تر شا پټ کړل او د خبرو اترو لپاره ئې مناسب چاپېريال برابر کړ. مخکې له دې چې خبرې پيل کړي، له دوي دريو څخه يوه، چې يو غټ او لنډ قده سړى و، دواړو نورو ته وويل چې حرکت ته دوام ورکړي او وې ويل: «مونږ دلته د دې لپاره راغلي يو چې د نورو له سترګو پټ يو، خو غافل يو چې خداى زمونږ خبرې آوري او هغه ئې خپل پيغمبر ته رسوي. غوره ده چې بله لاره ومومو.» بل سړي، چې سر ئې ورکوټی، خیټه ئې لويه او مخ ئې وېرونکى ؤ، د خپل ملګري خبرې پرې کړې او ورته ئې وويل: «زه فکر نه کوم چې خداى زمووږ خبرې واوري. ته هم غوره ده چې دا خبرې پرېږده او نور مو مايوسه نه کړې.» درېيم سړي، چې سر ئې له اندازې زيات لوي او  لوړ قد ئې درلود، وويل: «که په لوړ غږ خبرې وکړو، خداى به زمونږ خبرې واوري، خو که په ارام غږ خبرې وکړو، نه   ئې اوري.» بيا هغه لنډ قده سړي وويل: « تېرو تجربو ښودلې چې محمد زمونږ له پټو غونډو خبر شوی دی. نو يا له مونږ څخه يو څوک هغه ته خبر ورکوي او يا هم، لکه څنګه چې دی وائي، خداى هغه خبر ورکوي. له همدې امله بيا تکراروم چې که خداى لوړ غږ واوري، نو ارام غږ به هم واوري.» دوي بيا خپلو خبرو ته دوام ورکړ او د خپلې راتلونکې دسيسې لپاره ئې چمتووالى وښود.

         د فصلت سورې ۲۲ او ۲۳ آیتونه د همدې موضوع په اړه دي او يادونه کوي چې خداوند په هر ځاى کې ستاسو د کړنو شاهد دی او ستاسو له پټو او ښکاره رازونو خبر دی،ځکه چې د خداى استازي هر ځاى شته دي او حتی ستاسو غوږونه،سترګې او د بدن پوستکي هوښيار دي او د قيامت په ورځ به ستاسو د کړنو په اړه شاهدي ورکړي. په دې آیتونو کې خداوند فرمايي:

؛تاسو هېڅکله دا نه شئ پټولى چې ستاسو غوږونه،سترګې او پوستکي به ستاسو پر ضد شاهدي ورکړي (ستاسوګناهونه به پټ نه کړي)،خو تاسو فکر کاوه چې خداى د هغه څه په ډیره برخې نه پوهېږي چې تاسو ئې کوئ. او دا ستاسو هغه ګمان ؤ چې تاسو د خپل پروردګار په اړه کړى ؤ، همدې ګمان تاسو هلاک کړئ او تاسو د زيانکونکو له ډلې څخه شوئ.:  

دا آیتونه، پر هغه شأن نزول سربیره چې تاسو ته مو وړاندې کړ، ټول هغه کسان شاملوي چې فکر کوي خداى د دوي کړنې نه ويني او خبرې ئې نه آوري. دا کار، چې په يوه ډول د خداي په اړه بدګماني ده، د انسان د زيان او هلاکت لامل کېږي. ددې په اپوټه هغه کسان چې د خداي په اړه نيک ګمان لري، په دنيا او آخرت کې به د نجات خاوندان وي. د امام صادق (ع) په يوه حديث  کې لوَلوو:

د يوه  مؤمن دا سزا ده چې له خداى څخه داسې ووېرېږي لکه چې د دوزخ پر غاړه ولاړ وي او داسې هيله ولري لکه چې د جنت له خلکو وي. خداوند متعال فرمائي: دا هغه ګمان دی چې تاسو د خپل پروردګار په اړه کړی او ستاسو د هلاکت لامل شو.  بيا امام بزرګوار  (ع) فرمائي؛ خداوند د خپل بنده د ګمان په نزد دی؛ که نيک ګمان وي، نيک به وي او که بد ګمان وي، بد به وي.

              په بل حديث کې د حضرت امام صادق (ع)  له قوله  راغلي دی ؛يو سړی چې امر ورته شوی وي چې دوزخ ته ئې بوځي، ناڅاپه (شاوخوا ته) وګوري. خداوند متعال امر کوي چې هغه بېرته راوګرځوئ. هغه راګرځول کېږي او خداى ورته وائي: ولې دې ماته وکتل او د کوم امر په تمه وې؟ هغه وائي: پروردګاره! ما ستا په اړه داسې ګمان نه کاوه! خداى وائي: څه ګمان  د درلود؟ هغه وائي: زما ګمان دا ؤ چې زما ګناهونه به وبخښې او په خپل جنت کې به مې ځای کړې! خداوند فرمائي: «ائ زما فرښتو! زما د عزت، جلال، نعمتونو او لوړ مقام په سوګند، دا زما بنده هیڅکله زما په اړه نيک ګمان نه دی کړی، که ئې يو ساعت هم نيک ګمان کړی وائ،ما به هغه دوزخ ته نه ؤ استولی.که څه هم هغه دروغ وائي،خو د هغه د نيک ګمان اظهار ومنئ او هغه جنت ته بوځئ. بيا رسول ا... (ص) وفرمايل: هیڅ بنده نشته چې د خداوند متعال په اړه نيک ګمان وکړي، مګر خداى به د هغه د ګمان په نزد وي، او دا هغه څه دي چې فرمايي: ‘وَ ذلِکُمْ ظَنُّکُمُ الَّذِی ظَنَنْتُمْ...’

          ملګرو او قدرمنو دوستانو،د رڼا سرچینې نومې لړۍ ددغه مطلب وخت هم پای ته ورسيد.نو دا مطلب د حضرت امام صادق (ع)د يوه بل حديث په نقلولو سره پاي ته رسوو:

«د حضرت موسى بن عمران (ع) په زمانې کې دوه سړي بنديان وو او بيا خوشي شول. يو يې غټ او چاغ او بل ئې نری او کمزوری  و. موسى بن عمران چاغ سړي ته وويل: دا د بدن تازه‌والی له کومه دی؟ هغه وويل: د خداى په اړه له نيک ګمانه. بيا ئې نري سړي ته وويل: د تا  د بدن کمزورتیا له کومه ده؟ هغه وويل: د خداى له ويرې. موسى بن عمران خپل لاسونه خداى ته پورته کړل او وې ويل: پروردګاره! د دوي دواړو خبرې مې واورېدې، اوس مې خبر کړه چې کوم يو غوره دی؟ خداوند هغه ته وحي وکړه: هغه چې زما په اړه نيک ګمان لري، غوره دی.::

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************