د رڼا سرچینې (۱۴۹) د وحي ډولونه
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د رڼا سرچینې نومي لړۍ له (۱۴۹) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو د رڼا سرچینې د لړۍ په دې برخه کې، د شورا سورت د ۵۱م آیت شأن نزول څېړو. له موږ سره و اوسئ.
آیا له حضرت موسی علیه السلام څخه د یهوديانو د خدای لیدلو غوښتنې کیسه مو اورېدلې ده؟!
یهودیان یا هماغه د بني اسرائیلو قوم، له فرعون څخه له ژغورلو او د نیل له سیند څخه له تېرېدو وروسته، نوی ژوند پیل کړ. دوی داسې دین ته اړتیا لرله چې پر هغه عمل وکړي او داسې قوانینو ته اړتیا لرله چې د اختلاف پر مهال ورته مراجعه وکړي.
نو حضرت موسی علیه السلام له خدایه داسې کتاب وغوښت، چې د هغه په رڼا کې د بني اسرائیلو قوم هدایت شي او د خدای پر احکامو عمل وکړي، د هغه امرونه اطاعت کړي او له منع شویو او بدو اعمالو څخه ځان وساتي. موسی علیه السلام غوښتل چې خلک د وخت په تېرېدو سره، په بې دینۍ کې ښکېل نه شي او په دنیوي او اخروي چارو کې تېروتنه ونه کړي.
خدای هم د هغه په ځواب کې، امر وکړ چې ځان پاک کړي، دېرش ورځې روژه ونیسي، بیا د طور غره ته ولاړ شي، ترڅو خدای له هغه سره خبرې وکړي او دیني حکمونه، په یو کتاب کې چې د الهي احکامو مرجع او سرچینه وي، ترلاسه کړي.
موسی علیه السلام د طور غره ته ولاړ. هغه ډېری وختونه په دې غره کې له خدای سره مناجات کاوه. له دېرشو ورځو پای ته رسېدو وروسته، وټاکل شوه چې موسی علیه السلام لس ورځې نور هم په خپل میقات کې پاته شي. په دې ډول هغه د دېرشو پر ځای، څلوېښت ورځې له خپل قوم څخه لرې وو. همدا لس ورځنۍ ځنډ د بني اسرائیلو د قوم د یو شمېر کسانو د ګمراهۍ لامل شو.
دوی د خوسکي عبادت ته مخه کړه. هغه خوسکی چې د «سامري» په نوم یوه کس د ښځو د سرو زرو او زیورونو په مرسته جوړ کړی وو. د حضرت موسی علیه السلام په ستنېدو او د هغه له خوا د خوسکي په سوځولو سره، حالات کم کم ښه کېدل او د تورات د لوحو رڼا او د خدای خبرو، د بني اسرائیلو قوم له تیارو څخه روښنایي ته راوستلو.
احتمالاً دا ډول کېدل چې که بني اسرائیلو په رښتیا د خدای خبرې اورېدلې... خو ونه شول! د بني اسرائیلو قوم په خپلو بهانو سره، حضرت موسی علیه السلام ته وویل: موږ پر تا ایمان نه راوړو؛ مګر دا چې الهي کلام واورو. حضرت موسی علیه السلام د تورات لوحې په لاس کې ونیولې او د خدای له احکامو څخه یې وویل.
خو د «اورو او اطاعت کوو» پر ځای، ځواب یې واورېد: «هېڅکله پر تا ایمان نه راوړو او ستاسو خبرې نه منو تر هغه چې ستا خدای ووینو او کلام یې هغه ډول چې ته اورې، واورو.» حضرت موسی علیه السلام د دوی له غوښتنې حیران، تل دا خبره تکراروله چې خدای تعالی لیدل کېدونکی نه دی.
هغوی هر څومره چې دوی ته نصیحت وکړ، چې له خپلې ناسمې غوښتنې څخه لاس واخلي، ونه شو کړای! شاوخوا یې زرګونه کسان وو چې په یوه غږ سره یې د خدای د غږ د اورېدو غوښتنه کوله. حضرت موسی علیه السلام د دوی تر فشار لاندې، د بني اسرائیلو ۷۰ تنه مشران غوره کړل، ترڅو د خدای ملاقات لپاره له هغه سره یوځای د طور غره ته ولاړ شي. موسی علیه السلام د دوی پوښتنه له خدایه وکړه. په دې وخت کې دوی الهي کلام له ټولو خواوو واورېد. خو بیا یې هم بهانه راوړه او ويې ویل: «ایمان نه راوړو؛ مګر دا چې خدای په خپلو سترګو ووینو».
د بني اسرائیلو قوم، یو لجوج قوم وو چې پر خپلو ناسمو غوښتنو یې ټینګار کولو. دوی غوښتل چې بې حده او بې پایانه خدای په مادي سترګو وویني. پر دې غوښتنې په ټینګار سره، یوې صاعقې دوی ونیول او ټول په یوه شېبه کې راپرېوتل او هلاک شول.
حضرت موسی علیه السلام د دې صحنې په لیدلو سره، خدایه ته عرض وکړ: «پروردګاره! که غوښتلي مو وای، کولای مو شول دوی ټول او ما مخکې له دې هلاک کړې [کاش مخکې له دې مو هلاک کړي وای، ترڅو بني اسرائیل ګومان ونه کړي چې ما په دې پېښه کې توطئه کړې ده] آیا موږ د هغه ګناه له امله چې زموږ سبک مغزانو کړي، هلاک کوې؟» نو د خدای په امر ټول بیا ژوندي شول.
په زړه پورې خبره دا ده چې دوی بیا هم له خپلو ناسمو غوښتنو لاس وانخيست او هغه یې په بل ډول مطرح کړل او ويې ویل: «موسی! ته د خدای ملاقات ته ولاړ شه او موږ ته ووایه چې هغه څنګه دی». بیا یې ژمنه وکړه چې د موسی بن عمران علیه السلام خبره به مني؛ هر څه چې وي!
حضرت موسی علیه السلام په غوسه شو. له دې دومره نښو لیدلو وروسته، لا هم د خدای تعالی لیدلو لپاره شاهدان یې غوښتل؟ ويې فرمایل: «ای قومه! خدای په سترګو نه لیدل کېږي. خدای څرنګوالی نه لري! خدای باید له هغه نښو او علامو څخه چې د هغه له لورې راځي، وپېژندل شي.»
خو دوی په هماغه عناد سره وویل: «ایمان نه راوړو...! خو که ته ولاړ شې او خدای ووینې او موږ ته خبر راکړې، همدا منو او ایمان راوړو.» موسی علیه السلام بیا هم د طور غره ته ولاړ. د بني اسرائیلو له ناپوهۍ او نافرمانۍ څخه ستړی، ناامیده او په مات زړه سره یې د خدای دربار ته مخه کړه او ويې ویل: « اې پروردګاره! وامو ورېدل هغه څه چې بني اسرائیل یې غواړي او ته په خپله د دوی په صلاح ښه پوهېږې.» خدای، خپل کلیم ته دا ډول وویل: «موسی! ما ته ووایه هغه څه چې دوی یې غواړي؟ زه تا د دوی د ناپوهۍ له امله نه مؤاخذه کوم.»
حضرت موسی علیه السلام د خپل قوم جاهلانه غوښتنه وړاندې کړه چې:
«رَبِّ أَرِنِي أُنْظُرْ إِلَیکَ: پروردګاره! ځان ماته ښکاره کړه، چې ستاسو ښکلا ووینم.» خطاب راغی: «لَنْ تَرَانِي ...؛ هېڅکله ما نه وینې، خو غره ته وګوره، که د طور غر په خپل قوت سره، د تجلي پر مهال په خپل ځای پاته شو، ته به هم ما ووینې». نو کله چې خدای پر طور غره خپله تجلي وکړه، غر له منځه ولاړ او په یوه هواره ځمکه بدل شو.
موسی علیه السلام د الهي رڼا د غلبې شدت له امله، بې هوشه پر ځمکه راپرېوت. څو شېبې وروسته؛ په هوش له راتلو وروسته ويې ویل:
«سُبْحَانَکَ تُبْتُ إِلَیکَ؛ خدایا! د خلکو له جهل او غفلت څخه، هغه شناخت او معرفت ته چې ما لرلو، راستون شوم او زه لومړنی کس یم چې اعتراف کوم، خدای د سر په سترګو نه لیدل کېږي».
پېړۍ تېرې شوې ترڅو چې د خاتم پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم په وخت کې، یهوديانو یوځل بیا د خپل بې ایمانۍ د توجیه لپاره، د پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم خوا ته راغلل او ويې ویل: ولې ته له خدای سره خبرې نه کوې او هغه ته نه ګورې؟ که په رښتیا ته د خدای پیغمبر یې، هغه ډول چې حضرت موسی علیه السلام له هغه سره خبرې کولې او هغه ته یې کتل، ته هم دا کار وکړه! موږ یوازې هغه وخت پر تا ایمان راوړو چې څه مو وویل او له تا مو وغوښتل، ترسره کړې. که نه نو، پر تا ایمان نه راوړو! د اسلام پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم وفرمایل: موسی علیه السلام هېڅکله خدای ونه لید.
په دې وخت کې د شورا سورت ۵۱م آیت نازل شو او له خدای سره د پیغمبرانو د اړیکو څرنګوالی یې روښانه کړ او وفرمایل:
«وَ ما کانَ لِبَشَر أَنْ یُکَلِّمَهُ اللّهُ إِلاّ وَحْیاً أَوْ مِنْ وَراءِ حِجاب أَوْ یُرْسِلَ رَسُولاً فَیُوحِىَ بِإِذْنِهِ ما یَشاءُ إِنَّهُ عَلِىٌّ حَکِیمٌ: او د هېچ انسان لپاره غوره نه ده چې خدای له هغه سره خبرې وکړي، مګر د وحي له لارې یا د پردې تر شا، یا رسول لېږي او د هغه په امر څه چې وغواړي وحي کوي، ځکه چې هغه لوړ مقام لرونکی او حکیم دی!»
مفسران د دې آیت لاندې، له انبیاوو سره د خدای تعالی د خبرو بېلابېلو ډولونو او د وحي ډولونو په اړه ډېرې خبرې لري؛ خو هغه څه چې له دې تفسیرونو او د مفسرانو له رایو څخه راوځي، دا دی چې له خدای سره د پیغمبرانو د اړیکې طریقه، له درېیو لارو ممکنه وه:
زړه ته الهام چې د ډېرو انبیاوو په اړه دا ډول وو؛ د پردې تر شا، هغه ډول چې خدای په طور غره کې د صوتي څپو انعکاس له لارې په فضا کې له موسی سره خبرې وکړې او د فرښتو لېږلو له لارې، هغه ډول چې تر ډېره د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم په اړه نقل شوي دي.
ژباړه: زماني