ولې اسلام پر فردي او ټولنیز مسئولیت ټینګار کوي؟
https://parstoday.ir/ps/news/religion_islam-i167400-ولې_اسلام_پر_فردي_او_ټولنیز_مسئولیت_ټینګار_کوي
پارس ټوډې - اسلام یو ټولنیز دین دی، چې د انسان د ژوند ټول اړخونه په پام کې نیسي؛ هم فردي اړخ او هم ټولنیز اړخ. د دې دین له نظره، دې دواړو اړخونو ته له پام نه کولو پرته به، ژوند بشپړ او نېکمرغه نه وي.
(last modified 2025-11-19T08:15:12+00:00 )
Nov 19, 2025 12:43 Asia/Kabul
  • ولې اسلام پر فردي او ټولنیز مسئولیت ټینګار کوي؟

پارس ټوډې - اسلام یو ټولنیز دین دی، چې د انسان د ژوند ټول اړخونه په پام کې نیسي؛ هم فردي اړخ او هم ټولنیز اړخ. د دې دین له نظره، دې دواړو اړخونو ته له پام نه کولو پرته به، ژوند بشپړ او نېکمرغه نه وي.

له ډېرو نورو ادیانو سره د اسلام توپیر دا دی چې د ژوند پر ټولنیزو اړخونو زیات ټینګار کوي او دا نه مني چې انسانان د ټولنې په وړاندې بې تفاوته وي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، اسلام اسلامي ټولنه «واحده امت» ګڼي؛ یعنې که د ټولنې یوه برخه له درد او ستونزې سره مخ شي، نورې برخې هم اغېزمنېږي. دا لیدلوری په اسلام کې د ټولنیزې همغږۍ اهمیت ښيي.

د ټولنې اصلاح یوازې د ټولو خلکو په ګډې هڅې سره ممکنه ده. اسلام پر دې باور دی چې خلک باید له حکومت سره یو ځای، د اقتصادي او سیاسي ستونزو د لرې کولو لپاره لاسونه سره ورکړي. په دې لیدلوري کې، فرد د ټولنې په وړاندې مسئولیت لري او ټولنه د فرد په وړاندې مسئوله ده، او هېڅ یو یې پرته له بله بشپړ نه دی. اسلام غواړي چې په انسانانو کې فردي او ټولنیز وجدان راویښ کړي او د ځان غوښتنې او غرور مخه ونیسي.

د اسلام پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم فرمایلي:

«الا كلكم راعٍ و كلكم مسئول عن رعيته»؛

یعنې د اسلامي ټولنې ټول غړي مسئولیت لري (نه ریاست) او د خدای نعمتونو او له نورو مسلمانانو سره د اړیکو په اړه به پوښتل کېږي.

دا حدیث په انسانانو کې د پیوستون روح ژوندی کوي؛ په داسې ډول چې د نورو درد د ټولو درد او د نورو خوښي د ټولو خوښي وي.  

په قرآن کې هم پر دې موضوع ټینګار شوی. د حشر سورت په ۹م او ۱۰م آیت کې راغلي:

«وَ الَّذينَ تَبَوَّؤُا الدَّارَ وَ الْإيمانَ مِنْ قَبْلِهِمْ يُحِبُّونَ مَنْ هاجَرَ إِلَيْهِمْ وَ لا يَجِدُونَ في‏ صُدُورِهِمْ حاجَةً مِمَّا أُوتُوا وَ يُؤْثِرُونَ عَلي‏ أَنْفُسِهِمْ وَ لَوْ کانَ بِهِمْ خَصاصَةٌ وَ مَنْ يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولئِکَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ  وَ الَّذينَ جاؤُ مِنْ بَعْدِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنا وَ لِإِخْوانِنَا الَّذينَ سَبَقُونا بِالْإيمانِ وَ لا تَجْعَلْ في‏ قُلُوبِنا غِلاًّ لِلَّذينَ آمَنُوا رَبَّنا إِنَّکَ رَؤُفٌ رَحيمٌ»

«همدارنګه هغه کسان چې وروسته له دوی [له مهاجرینو او انصارو وروسته] راغلل، او وايي: پروردګاره! موږ او زموږ هغه وروڼه چې په ایمان کې پر موږ مخکې شوي دي، وبخښه او زموږ په زړونو کې د مؤمنانو پر وړاندې کینه او حسد مه ږده! پروردګاره، ته ډېر مهربانه او رحم کوونکی یې.»

دا آیاتونه او روایات ښيي چې اسلام د خلکو ترمنځ پر همدردۍ، ایثار او یووالي زیات ټینګار لري. که د پیغمبر او د هغه د یارانو ژوند ته وګورو، ګورو چې تل یې په زړه سوي او مینې سره، نورو ته لارښوونه کوله، د دوی د خطا مخه یې نیوله او د دوی د ودې او ژغورنې لپاره یې هڅه کوله. دا د همغږۍ او تفاهم روحیه، د بشري ستونزو د حل لاره ده.