د رڼا سرچینې (شان نزول قرآن )
ءد تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د رڼا سرچینې نومې لړۍ له ننني یو سل یو پنځوسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، په دغه ننني مطلب کې هم د زخرف سورې له ۵۷ تر ۶۰ آیتونو پورې د شأن نزول په باب درسره غږیږو،نو هیله ده چې د استفادې وړ مو ګرځي.
وائي چې ؛یو ورځ رسول ا... بزرګوار(ص) صلی الله علیه وآله وسلم د خانه کعبې تر څنګ په عبادت بوخت ؤ،نو ولید بن مغیرة د هغه ترڅنګ تیر شو . ولید د مکې د قریشو له مشرانو او ډیرو با نفوذه کسانو څخه ؤـ کله هغه حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم ولید، نو ودرېد او انتظار ئې وکړ څو د هغه بزرګوار عبادت پای ته ورسېږي. وروسته ورو ورو ورنږدې شو، څو ورسره خبرې وکړي. ولید بن مغیرة هڅه کوله چې د خپل ځان په باب د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم نظر بدل کړي او خپله بتپرستي په یوه دلیل توجیه کړي.
څه وخت نه ؤ تېر شوی چې نضر بن حارث هم ورورسېد. نضر د مکې له مشرانو او په ګوته شمیر باسوادو کې شمیرل کیدو. هغه د دعراق په جنوب کې له حیره سیمې سره اړیکې درلودې او داسې ښکاري چې په ایران کې اهواز ته ئې هم سفر کړی و.
نضر بن حارث به د ایراني پاچاهانو کیسې لوستې او د خلکو مخه به ئې له دې نیوله چې د رسول ا... (ص) ګیرچاپيره له غونډو او دهغه خبرو ته غوږنشي . هغه ویل: هغه کیسې چې زه ئې بیانوم، د محمد له کیسو لا ښې دي.
په هماغه ورځ نضر بې له اجازې ورنږدې شو او د رسول ا... (ص) او ولید بن مغیرة ترمینځ کښېناست او له نبي اکرم سره ئې د بحث اوشخړه پیل وکړ. داسې ښکارېده چې دوي له مخکې په یوې پټې دسیسې سره سره سلا شوي وو چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د خلکو په مینځ کې په بحث کې پړَ کړي.
ډېر ژر هلته ګڼه ګوڼه شوه ، خلک راټول شول او د دواړو خواوو بحث ئې اورېدو.
سول ا.... بزرګوار (ص) په قدرت او یوازې سر، د هغوی ټولې پوښتنې یوه په یوه ځوابولې. آنحضرت د مشرکانو د ذهنونو له شرکه د پاکولو او د دوی د عقیدې د سمولو لپاره په بشپړ ډول پر قرآن تکیه کوله.
نبي کریم صلی ا.... علیه وآله وسلم د مشرکانو له شرکه د ډکو باؤرونو او عقایدو د ردولو لپاره خداي پاک له هر ډول شریک او همرتبې څخه پاک او پاکیزه باله، او ورته ئې وښودله چې هېڅ موجود د خداي په مرتبه کې نشي راتللی؟
پیامبر صلی الله علیه وآله وسلم د پیاوړو منطقي دلیلونو په مرستې سره ئې بتپرستي باطله او محکومه کړه، او په پای کې ئې د انبیاء سورې ۹۸ او ۹۹ آیتونه تلاوت کړل او وې فرمایل:
«إِنَّکُمْ وَما تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللّهِ حَصَبُ جَهَنَّمَ أَنْتُمْ لَها وارِدُونَ / لَوْ کانَ هؤُلاءِ آلِهَةً ما وَرَدُوها وَکُلٌّ فِیها خالِدُونَ»
یعنې: تاسې او هغه معبودان چې له یوه واحد خدای تعالی پرته ئې عبادت کوئ، په جهنم کې به وسوځئ : او تاسو ټول به په هغه جهنم کې داخلېږئ. که دا خدایان وای، هېڅکله به په دوزخ کې نه داخلېدل، په داسې حال کې چې ټول به په هغه کې تل پاتې وي.::
کله چې نضر بن حارث ـ چې د بحث اصلي اړخ و ـ د رسول ا.... (ص) پیاوړي دلایل واورېدل، د دې آیتونو د تلاوت وروسته له ځواب ویلو عاجز شو او مجبورا چوپه خوله پاتې شو.
له اوږدې چُپتیا وروسته ډېری مشرکان پاڅېدل او خواره واره شول. رسول ا.... (ص) هم پاڅېد او له هغه ځایه لاړ.
څو شیبې وروسته د مشرکانو یو بل عالم او شاعر عبدا... بن ِزَبعری هغه ځاي ته ورغی. هغه د قریشو له نامتو شاعرانو څخه و او د نبي کریم صلی ا.... علیه وآله وسلم د بعثت له لومړیو شپو ورځو راهیسې ئې د اسلام مخالفت کاوه.
عبدالله بن ِزبَعري د قریشو پر څېرو کې د خپګان او غوسې نښې ولیدلې. کله ئې چې پوښتنه وکړه، نو ولید ورته وویل:
«تر اوسه چیرته وې؟ موږ په بحث کې له محمّده شکست و خوړ! حتی نضر بن حارث هم هغه ته په ځواب وئيلو کې پاتې راغلو ! اوس باید ته دا رسوائي جبران کړې او مونږ له دې حالته خلاص کړې. په پای کې یې زیاته کړه: محمد ګمان کوي چې مونږ د خپلو معبودانو سره یو ځای دوزخ د اور وَچ لرګي یوو.
عبداللــه … وویل: «تاسې نه پوهېږئ! په خدای قسم! که زه دلته وای، نو ځواب به مې ورکړی وای. اوس ورشئ له هغه وپوښتئ: ایا یوازې همدا خدایان چې مونږ ئې عبادت کوو ،دوزخ ته ځي، که هر هغه څوک چې له خدای پرته د بل شي عبادت کوي همداسې دی؟ ایا د نورو امتونو او ملتونو معبودان هم پکې شاملیږي او هغوی هم جهنم ته ځي؟ که داسې وي، نو فرښتې او هغه پیغمبران لکه عُزیر او حضرت عیسی مسیح هم باید دوزخ ته لاړ شي؛ ځکه ځینو خلکو د هغوی عبادت کړی دی. یهودیانو د «عُزَیر» عبادت کړی او مسیحیانو د «عیسی ابن مریم»! نو بیا څه فرق کوي چې مونږ له داسې فرښتو او پیغمبرانو لکه عزیر او مسیح سره یو ځای شو؟
دغه ځواب ولید او د مجلس نورو کسانو ته په زړه پورې ښکاره شو، او دا ئې سخت او کوټلی دلیل وباله. د دوی استازی سمدستي د دې پوښتنې د ځواب اخیستلو لپاره د رسول ا..... (ص) حضور ته ورغلل. ټول مشرکانو مخکې له مخکې رسول ا.... بزرګوار محکوم باله ؛ نو ځکه ئې د رسول ا... د بې ځوابئ لپاره بېصبري کوله، او د استازي د بریالي راستنېدو انتظار ئې ایسته.
رسول خدا صلی الله علیه وآله وسلم په ځواب کې وفرمایل:
«هو! هر هغه څوک چې دا خوښه کړي چې د خلکو معبود شي، هغه به هم د خپل عبادت کوونکو سره په دوزخ کې وي. دا بتپرستان دي په حقیقت کې د شیطانانو عبادت کوي.،یا هر هغه څه کوي چې شیطان ورته امر وکړي!
خدای تعالی په زخرف کې له ۵۷ څخه تر ۶۰ آیتونو پورې مشرکانو ته مناسب او کوټلی ځواب ورکړی:
وَ لَمّا ضُرِبَ ابْنُ مَرْیَمَ مَثَلاً إِذا قَوْمُکَ مِنْهُ یَصِدُّونَ / وَ قالُوا أَ آلِهَتُنا خَیْرٌ أَمْ هُوَ ما ضَرَبُوهُ لَکَ إِلاّ جَدَلاً بَلْ هُمْ قَوْمٌ خَصِمُونَ / إِنْ هُوَ إِلاّ عَبْدٌ أَنْعَمْنا عَلَیْهِ وَ جَعَلْناهُ مَثَلاً لِبنى اسرائیل / وَ لَوْ نَشاءُ لَجَعَلْنا مِنْکُمْ مَلائِکَةً فِی الْأَرْضِ یَخْلُفُونَ:
یعنې: کله چې د مریم د زوي په باب مثال وړاندې شو ،نو ناڅا د تا قوم د هغه په خاطر چغې پورته کړې او شور ئې جوړ کړ. او وې ویل «ایا زمونږ خدایان غوره دي که هغه؟!» (یعنې که زموږ معبودان دوزخ ته ځي، نو مسیح هم په دوزخ کې دی؛ ځکه ځینو د هغه عبادت کړی) البته هغوی دا مثال یوازې د جګړې او شخړې لپاره راوړی ؤ، هغوی شخړهکوونکي خلک دي. عیسی مسیح یوازې بنده ؤ چې موږ پرې نعمت کړی و او بنیاسرائیلو ته مو د یو مثال او نمونې په توګه ټاکلی و. او که وغواړو، د تاسو په ځاي پر ځمکه فرښتې ستاسو جانشین کړو.
کله چې قریشو د مریم سورې د عیسی علیهالسلام کیسه واورېده، نو مسخره یې کړه او د مسیحیانو په عقیدې ـ چې عیسی ئې د خدای زوی باله ـ ځان ټینګ کړ او وې ویل: محمد له دې خبرې څخه څه مقصد لري؟ غیر له دې چې غواړي موږ هغه د خدای په توګه وپېژنو او عبادت ئې وکړو؟ لکه څنګه چې مسیحیان د عیسی عبادت کوي؛ حال دا چې زموږ خدایان خو د محمد څخه ډېر غوره دي!
خو دوی دې مهم ټکي ته نه وو متوجه چې حضرت عیسی علیهالسلام هېڅکله خداي (یعنی معبود) نه ؤ، چې دوي ئې له خپلو خدایانو سره پرتله کړي. بلکې عیسی علیهالسلام صرف بنده و چې خدای ورته دا قدرت ورکړی و چې په ماشومتوب او په ځانګو کې خبرې وکړي، او په لويوالي کې مړي ژوندۍ کړي، هغه ناروغان چې درمل ئې نه وو، شفا ورکړي، او داسې نورې معجزې ترسره کړي.
آیت الله محمدحسین طباطبایي په «تفسیر المیزان» کې د زخرف سورې د ۶۰ آیت په تفسیر کې لیکي:
«خدای تعالی کولای شي انسان داسې تزکیه کړي چې باطن ئې د ملائکو په شان شي، که څه هم ظاهر ئې د انسان وي او د انسانانو په څېر پر ځمکه ژوند وکړي. له انسان څخه پیدا شي او انسان ترې پیدا شي، او هر هغه څه چې له فرښتو څخه ښکاره کېږي، له هغه انسان څخه هم ښکاره شي.
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ ،نو تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو.ا... مل او ملګری ....
(سیماب)
//////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////