علم او پوهه د ديني حکومتوالۍ یوه بنسټیزه ډبَره ده
د تهران د جمعې لمانځه خطیب د قربان او غدیر دنیکمرغه اخترونو او د ولایت د اوونۍ په مناسبت په مبارکي ویلو سره ټینګار وکړ چې الهي پیغمبران د انسان د روزنې او د یوې غوره ټولنې د جوړولو لپاره مبعوث شوي دي.
زمونږ خبریال راپور راکوي، د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجتالاسلام والمسلمین ابوترابيفرد وویل چې د قرآن کریم آیتونه د ټولو هغو پیغمبرانو رسالت بیانوي چې آسماني کتابونه ئې لرل، او د هغوی دنده د انسان پوهَول او روزل او د عدالت پر بنسټ د ټولنې جوړول دي.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب زیاته کړه: هغه انسانان چې د الهي وحی د لارښوونو په رڼا کې د عدالت لپاره پاڅون کوي، په خپل وګړنیز، کورني او ټولنیز ژوند کې له ظلم څخه ځان ساتي؛ جنګ کوي، خو تېری نه کوي.
ابوترابيفرد په دې خبرې سره چې د الهي پیغمبرانو رسالت یوازې کوم ځانګړي قوم یا زمانې پورې محدود نه دی، څرګنده کړه: قرآن کریم د الهي تمدن د بیانولو په مقام کې دی؛ پیغمبران تمدن جوړوي او قدرت ئې په لاس کې دی.
هغه د قرآن یوه آیت ته په اشارې سره وویل: د حکومتوالۍ او قضاوت مفهوم له سیاسي قدرت پرته معنا نه لري؛ د خلکو د عدالت لپاره قیام او د انساني ټولنې روزنه، د داسې سیاسي نظام لاسته راوړنه ده چې پر وړتیاوو ولاړ وي.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب ټینګار وکړ: انسان داسې وړتیا لري چې روزل کېدالی شي، په علم سمبالېدلی شي او د خپلې ارادې په وسیله له ګناه او فساد څخه ځان لیرې ساتلی شي، خو عقل هغه وخت د الهي پیغمبرانو په مکتب کې شتون پیدا کوي چې د وحی په رسۍ منګولې ښخې کړي.
هغه د غدیر خم په ورځ د رسول اکرم صلیاللهعلیهوآلهوسلم وصیت ته په اشارې سره ټینګار وکړ: د غدیر په ورځ د خدای اراده داسې وه چې د امت د امامت او رهبرۍ مسئله معصومو پیشوایانو ته وسپارل شي.