د حسیني عاشورا په مناسبت زموږ تسلیت او تعزیت ومنئ
https://parstoday.ir/ps/news/religion_islam-i174514-د_حسیني_عاشورا_په_مناسبت_زموږ_تسلیت_او_تعزیت_ومنئ
نن (پنجشنبه) د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې لسمه نېټه ده، چې د حسیني عاشورا او د حضرت امام حسین (ع) د شهادت له کلیزې سره سمون لري.
(last modified 2026-06-25T03:20:28+00:00 )
Jun 25, 2026 07:45 Asia/Kabul
  • د حسیني عاشورا په مناسبت زموږ تسلیت او تعزیت ومنئ

نن (پنجشنبه) د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې لسمه نېټه ده، چې د حسیني عاشورا او د حضرت امام حسین (ع) د شهادت له کلیزې سره سمون لري.

د ۶۱ هجري قمري کال د محرم د میاشتې په لسمه نېټه یعنې د عاشورا په ورځ د کربلا په سوځنده دښته کې د حضرت  امام حسین (ع) اولادونه، وروڼه، خپلوان او باوفا ملګري د یزید د لښکریانو له خوا یو په بل پسې په ډېر ظلم سره او د درې ورځنۍ تندې په حالت کې په شهادت ورسېدل.

د خپل شپږ میاشتني ماشوم زوی حضرت علي اصغر په ګډون، د خپلې کورنۍ د څه باندې ۳۰ کسانو او همدارنګه د ۴۰ ملګرو او اصحابو د قربانۍ او شهادت د ستر غم له زغملو وروسته، د شهیدانو سردار او سالار حضرت امام حسین (ع) هم د ۵۷ کلونو په عمر په شهادت ورسېد او د هغوی ګرانه خور حضرت زینب (سلامُ الله علیها) او بیمار زوی حضرت امام سجاد (ع)، د پيغمبر اکرم (ص) د پاکې او سپېڅلې کورنۍ له څو نورو مېرمنو او ماشومانو سره، د کربلا په توره دښته کې یوازې پاتې شول.

امام حسین (ع)  له مکې څخه د کربلا په لور د تګ په ټوله لاره او تر شهادته پورې په ډاګه ویل: زما د پاڅون موخه؛ د یزید د اسلام ضد حکومت رسوا کول، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ژوندي کول او د ظلم او استبداد پر وړاندې درېدل دي او د قرآن له ملاتړ او د سوچه محمدي اسلام له ژوندي ساتلو پرته، بله کومه موخه نه لرم.

یوځل بیا د محرم الحرام د لسمې یعنې د عاشورا د دې سختې غمجنې او درنې ورځې په مناسبت، تاسو ټولو ته د تسلیت او تعزیت مراتب وړاندې کوو.