د رڼا سرچینې 187 (ښځه او اولاد؛ د ازمېښت وسیلې)
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د رڼا سرچینې نومې لړۍ له ننني یو سل اوه اتیایم مطلب سره ستاسو په خدمت کې دی، په دغه مطلب کې درسره د قرآن کریم د تغابن سورې د ۱۴ او ۱۵ آیتونو د نزول د شان په باب درسره غږیږو،نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
قدرمنو دوستانو ؛ وائي چې عربانو ، د غرونو او غونډیو ترمنځ کوچنیو درو او تنګو لارو ته اصطلاحاً «شِعب» ویل. د مکې ښار د ډېرو غونډیو له امله په خپلو لمنو کې ګڼ شمېر تنګې درې درلودې او خلکو به هره دره یا شِعب د هغه ځای د اوسېدونکې قبیلې په نوم پېژانده.
د خداي تعالی د وروستي پیغمبرحضرت محمد مصطفی(ص) له بعثت څخه اووه کاله وروسته، د رسول ا... بزرګوار(ص) کورنۍ، یعنې بني هاشمو قبیله، د هغه حضرت د ژوند د ساتنې لپاره له مکې څخه ووتله او د مکې په شاوخوا کې له یوه «شِعب» څخه په یوې درې کې میشت شوه. په هغو اوو کلونو کې چې رسول ا...(ص) په مکې کې اوسید ، د قریشو کافران ورځ تر بلې ډېر اندېښمن او وارخطا کېدل او د رسول ا... بزرګوار (ص) د وژلو فکرونه ئې په ذهنونو کې ګرځېدل؛ ځکه چې په حبشې کې د اسلام نفوذ ورځ تر بلې پراخېد او د هغوي ګټې یې له ګواښ سره مخ کولې.
یوه ورځ ابوجهل له رسول ا...(ص) سره مخ شو او غوښتل ئې چې د لمانځه پر مهال د هغه حضرت پر سر یوه لویه ډبره راوغورځوي او وې وژني؛ خو کله چې ئې د دې کار لپاره لاس پورته کړ، د رسول ا...(ص) له هیبت څخه سخت ووېرېد، په تلوار او سربدالۍ سره بېرته وګرځېد، لاسونه ئې وچ او بېحرکته شوي وو او ډبره ئې پر ځمکه وغورځوله.
د مکې مشرکانو عمارة بن ولید ، چې د قریشو یو ښکلی او پیاوړی ځوان و، له ځان سره ابوطالب ته بوتلو او په ډېرې بېشرمۍ ئې ترې وغوښتل:دا ځوان خپل زوی وګرځوه او خپل وراره مونږ ته راوسپاره، څو ئې ووژنو؛ ځکه هغه ستا او ستا د پلار نیکونو له دین سره مخالفت کړی او ستا د قوم یووالی ئې خور وُر کړی دی.
هغوی د رسول ا...(ص) له ستر ملاتړي ابوطالب څخه وغوښتل چې د هغه د وراره د وینې بیّه به دوه برابره ورکړي؛ ته یې مونږ ته وسپاره، څو د هغه په وژلو سره د قومي اختلافاتو مخه ونیسو.
د رسول ا....بزرګوار (ص) تره حضرت ابوطالب په دې وړاندیز ډېر په غوسه شو او وې ویل:تاسو غواړئ چې زه خپل زوی تاسو ته درکړم چې وې وژنئ، او په بدل کې زه ستاسو زوی وروزم؟! په خدای قسم، هېڅکله به داسې ونه شي!:::
په داسې شرایطو کې چې هره شېبه د رسول ا...(ص) د ترور احتمال موجود و، حضرت ابوطالب د دې لپاره چې د داسې پېښې مخه ونیسي، خپله ټوله پرګنه او قبیله، که مسلمانان وو او که مشرکان، راټول کړل او له هغوی ئې وغوښتل چې د خپل وراره د احتمالي بریدونو پر وړاندې دفاع وکړي.
له ابولهب پرته، ټولو د ابوطالب غوښتنه ومنله. مسلمانانو د خپل دیني باور له مخې او مشرکانو د قومي تعصب له امله پرېکړه وکړه چې د ابوطالب ترڅنګ ودرېږي.
ابوطالب د رسول ا...(ص) د ژوند د ساتنې او د قبیلَوي یووالي د لا آسانه کولو لپاره، بني هاشم او بني مطلب په «شِعب ابوطالب» کې غونډ کړل.
په همدې وخت کې قریشو او د مکې نورو مېشتو قبیلو یو تړون ولیکه چې له مخې یې له رسول ا...(ص)، د هغه له کورنۍ او نورو مسلمانانو سره هر ډول اړیکې منع شوې وې. هېچا حق نه درلود چې له هغوی سره تګ راتګ، سوداګري، پېر او پلور وکړي. هېچا ته اجازت نه ؤ چې هغوی ته خپله لور یا ښځه ورکړي او نه ئې له هغوی څخه ښځه اخیستلی شوه.
د دې تړون د لغوه کېدو یوازینی شرط دا و چې بني هاشم، محمد(ص) قریشو ته وسپاري.
هغوی دا شرطونه په یوه لیک کې ولیکل، مهر او ټَپه ئې پرې ووهل ه، لاک او موم ئې ورباندې ولګول او د کعبې دننه ئې په یوه صندوق کې کېښود .
په «شِعب ابوطالب» کې د رسول ا... (ص) او د هغه د یارانو محاصرې درې کاله دوام وکړ.دا پيښه د اسلام پر وړاندې د قریشو له تر ټولو سختو ځورونو اودباؤنو څخه ګڼل کېدلی شي.
البته، د خداي تعالی د ایماندارو بندګانو، یعنې د رسول اکرم(ص) او حضرت ابوطالب، په هوډ او اراده کې دې سختیو نه یوازې هېڅ کمزوري رانه وستله، بلکې هغوی ئې ورځ تر بلې لا پیاوړي او هوډمن کړل.
په همدې مودې کې د حضرت خدیجه (س) او حضرت ابوطالب ټولې شتمنۍ د رسول ا...(ص) د دفاع په لاره کې ولګېدې.
د رسول ا...(ص) د ساتنې حفاظت په برخې کې د حضرت ابوطالب سرښندنه تردې حده وه چې د دښمن له دسیسو څخه د هغه حضرت د خوندي ساتلو لپاره به ئې د شپې مهال د رسول ا...(ص) د خوب ځای بدلولو. هغه به رسول ا...بزرګوار(ص) د خپل زوي علي(ع) پر بسترې څمَلوَلو او علي(ع) به ئې د رسول ا... بزرګوار (ص) پر بسترې څَملوَلو.
په حقیقت کې، حضرت ابوطالب حضرت علي(ع) د رسول الله(ص) لپاره ډال ګرځولی ؤ او په «شِعب» کې به ئې د شپې د یوه ویښ او هوښیار ساتونکي په څېر خوب پر ځان حرام کړی و.
ابوطالب د رسول ا....(ص) د ملاتړ په لاره کې شعرونه هم ویل. په یوه بیت کې ئې ویلي دي: آیا تاسو نه پوهېږئ چې ما محمد(ص) د موسی(ع) په څېر یو پیغمبر لیدلی، چې نوم ئې په آسماني کتابونو کې یاد شوی دی.
هغه به رسول الله(ص) ته په وار وار ویل:ائ خواږه وراره! په خدای قسم، هېڅکله به د قریشو لاس تا ته ونه رسېږي، او تر هغه چې قبر مې خپل بستر ګرځېدلی نه وي، زه به له تا څخه خپل ملاتړ پرې نږدم. تا زه خپل دین ته راوبللم، زه پوهه شوم چې ته یو خیرخواه او رښتینی انسان یې؛ له دې وړاندې هم ته امین وې. تا خپل دین ماته وړاندې کړ او زه پوه شوم چې ستا دین د ځمکې پر مخ له غوره دینونو څخه دی.
دوستانو وائي چې ؛ د رسول الله(ص) له بعثته لس کاله تېر شوي وو چې د رسول .... بزرګوار(ص) او مسلمانانو لپاره له غم څخه ډک کال راغی. په همدې کال حضرت ابوطالب او حضرت خدیجه(س) له نړۍ سترګې پټې کړې او خلکو د دې ستر غم له امله دغه کال د «عامالحزن» یا د غم کال ونوماوه.
د دغو دوو دردناکو پيښو معنا یوازې د یوه مهربان تره یا آکا او یوې سرښیندونکې مېرمنې له لاسه ورکول نه وو؛ بلکې رسول الله(ص) خپل عاطفي ملاتړ، مالي ملاتړي او سیاسي او ټولنیز حامیان هم له لاسه ورکړل. هغه مېرمن چې خپله ټوله شتمني ئې د اسلام په لاره کې ولګوله، څو د اسلام نیالګی وده وکړي او د خلکو په زړونو کې ریښې وغځوي. همدارنګه هغه تره چې قریشو د هغه د هیّبت او میړنتوب له امله رسول الله(ص) ته کومه ځورونه او زیان نه شو رسولی .
اوس چې ابوطالب له نړۍ تللی ؤ، قریشو دا فرصت د رسول الله(ص) د له منځه وړلو لپاره مناسب وباله. له همدې امله د قریشو ټول مشران په «دارالندوه»، یعنې د هغوی د غونډو او مشورو په خونې کې ټول شول او د شپې له خوا ئې د رسول الله(ص) د وژلو پلان جوړ کړ.
خو الله تعالی د مشرکانو د غونډې راز پر رسول الله(ص) څرګند کړ. رسول الله(ص) د حضرت علي(ع) په ملتیا یو دقیق او له مخکې سنجول شوی پلان جوړ او عملي کړ. په هماغه شپه چې قریشو د رسول الله(ص) د وژلو اراده کړې وه، امیرالمؤمنین حضرت علي(ع) د هغه حضرت پر بستر ویده شو او رسول الله(ص) له مکې څخه ووت. له دې وروسته د نورو مسلمانانو لپاره هم هجرت عمومي شو.
د مشرکانو د غوسې او سخت مخالفت په اَوج کې مدینې منورې ته هجرت کوم آسان کار نه ؤ. له یوې خوا د مسلمانانو د مخنیوي لپاره د مکې له ښاره د هغوی پر وتلو سخت بندیزونه او څارنه موجوده وه، او له بلې خوا د مېرمنو او اولادونو عاطفي احساساتو او له هغوی سره د پاتې کېدو غوښتنو، مسلمانان د مدینې پر لور په هجرت کې له شکونو سره مخ کول
تر دې چې ځینو مسلمانانو به د خپلو عزیزانو ترڅنګ ژوند غوره باله او په مکې کې به پاتې کېدل؛ خو ځینو نورو چې په خپل هوډ او مقاومت کې لا جدي ښکارېدل، دغو لنډمهاله عاطفي احساساتو ته له پام پرته، هجرت ئې له پاتې کېدو غوره باله.
د تغابن سورې ۱۴م او ۱۵م آیتونه هم په همدې تړاو نازل شول چې فرمائي؛:
«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ وَأَوْلَادِكُمْ عَدُوًّا لَّكُمْ فَاحْذَرُوهُمْ ۚ وَإِن تَعْفُوا وَتَصْفَحُوا وَتَغْفِرُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ إِنَّمَا أَمْوَالُكُمْ وَأَوْلَادُكُمْ فِتْنَةٌ ۚ وَاللَّهُ عِندَهُ أَجْرٌ عَظِيمٌ»
؛ ائ هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! په حقیقت کې ستاسو له مېرمنو او اولادونو څخه ځینې ستاسو دښمنان دي؛ نو له هغوی څخه ځان وساتئ. او که تاسې وبخښئاو ترې تېر شئ نو بېشکه خداي ډېر بخښونکی او مهربان دی. ستاسو مالونه او اولادونه یوازې د ازمېښت وسیله دي، او لوی اجر له خداي سره دی.
په دغو آیتونو کې د پام وړ ټکی دا دی چې «عفو» یا بخښل د تېرېدلو او بخښلو په معنا دي، «صفح» د ملامتوَلو او رټلو د پرېښودلو په معنا دي او «مغفرت» د تېروتنې له یاده ایستلو او هېرولو په معنا ده.
په ټول قرآن کریم کې دا درې کلمې هېڅکله پرلهپسې نه دي راغلي، پرته له هغه ځایه چې د مېرمنې او اولاد په اړه خبرې کېږي.
یعنې حتی په هغه حالت کې چې له خپلې مېرمنې او اولاد سره فکري همغږي نه وي او انسان باید له هغوی څخه ځان وساتي، بیا هم د هغوی د تېروتنو په وړاندې باید دغه درې پړاوونه ــ بخښل،حِلم او مغفرت ــ په پام کې ونیول شي.
د تهران د پښتو خپرونې دقدرمنو دوستانو ؛ددغه نننی مطلب وخت هم پاي ته ورسید، تر بل مطلب او د قرآن کریم د آیتونو د نزول د شأن تر یوې بلې کیسې پورې، تاسو ټول قدردان په لوی او مهربان خدای سپارو.
وختونه مو نېکمرغه، ورځ او ژوند مو له خوښیو ډک شه!بریالي او سوکاله ووسئ.
ژباړن!(سیماب)
******************************************************************************************