د رڼا سرچینې ۱۹۱ ( د جنت طمع )
https://parstoday.ir/ps/news/religion_islam-i176772-د_رڼا_سرچینې_۱۹۱_(_د_جنت_طمع_)
درنو لوستونکو٬  په دې مطلب کې به د جنت طمع تر عنوان لاندې، د معارج سورت د ۳۶م  څخه تر ۴۱م آیتونو پورې د آیتونو د نزول د شأن په اړه درسره معلومات شریک کړو، هیله لرو، چې تر پایه یې د لوستلو فرصت ولرئ.
(last modified 2026-08-18T08:52:51+00:00 )
Aug 18, 2026 13:20 Asia/Kabul

درنو لوستونکو٬  په دې مطلب کې به د جنت طمع تر عنوان لاندې، د معارج سورت د ۳۶م  څخه تر ۴۱م آیتونو پورې د آیتونو د نزول د شأن په اړه درسره معلومات شریک کړو، هیله لرو، چې تر پایه یې د لوستلو فرصت ولرئ.

 

د شخصیت د بدنامولو یوه لاره د یو کس سپکاوی او ملنډې وهل دي. دا یوه ناسمه او ډېره عامه طریقه ده چې په ټولو ټولنو کې لیدل کېږي. هغه کسان چې د نورو په مسخره کولو عادت وي، کله چې وویني یو څوک د دوی په څېر فکر او خوښي نه لري، هغه پسې ملنډې وهي، سپکاوی کوي او  شخصیت یې کمزوری کوي، څو هغه پرمختګ ونه کړي او په ټولنه کې خپل ځای پیدا نه کړي.

دوی وېره لري چې د نورو پرمختګ به دوی ته ستونزې جوړې کړي او دوی به ونه شي کولی خپل مال او مقام وساتي. دا کار د الهي پیغمبرانو د مقام د ټیټولو لپاره هم د یوې وسیلې په توګه ډېر کارول شوی دی.

کله به چې یو پیغمبر د کوم قوم لپاره مبعوث شو، د هغه قوم یوه عامه کړنه دا وه چې پیغمبر به یې مسخره کاوه، څو هغه په ټولنه کې ځای پیدا نه کړي او خلک یې خبرو ته غوږ ونه نیسي.

د بني اسرائیلو په منځ کې یو سپین ږیری اوسېده چې ډېر شتمن او هوسا ژوند یې درلود. الله تعالی هغه ته یو زوی ورکړ. کله چې پلار یې وفات شو، ټوله بې‌پایه شتمني دغه ځوان ته پاتې شوه.

خو د هغه د تره زامنو، چې له دنیاوي مال څخه بې‌برخې وو، پر هغه حسد وکړ او ځوان یې وواژه.        لا بده دا چې دوی پر یوې بلې ډلې تور ولګاوه او له هغوی څخه یې د وژل شوي کس د وینې بدل وغوښت.    له دې پېښې وروسته لویه ګډوډي او اختلاف رامنځته شو. هغوی حضرت موسیٰ علیه السلام ته ورغلل او خپله شخړه یې ورته بیان کړه او له هغه یې وغوښتل چې حقیقت څرګند کړي.

حضرت موسیٰ علیه السلام هم له خپل رب څخه د مرستې غوښتنه وکړه، څو د خپل قوم ستونزه حل کړي. الله تعالی ورته امر وکړ چې یوه غوا حلاله کړي او د هغې د بدن یوه برخه پر مړي  ووهي، څو هغه ژوندی شي او د خپل قاتل په اړه خبر ورکړي.

بني اسرائیلو ګومان وکړ چې موسیٰ علیه السلام پر دوی ملنډې وهي او د دوی خبرې احمقانه ګڼي. نو هغوی بیا موسیٰ علیه السلام ته ورغلل. موسیٰ علیه السلام ورته وویل: « ملنډې وهل او مسخره کول د ناپوهو خلکو عادت دی، او زه له الله څخه پناه غواړم چې د داسې خلکو له ډلې شم.

حضرت نوح علیه السلام وروسته له دې چې د رسالت مقام ته ورسېد، شپه او ورځ یې د خلکو د ناپوهۍ او بت‌پرستۍ له منګولو څخه د هغوی د ژغورنې او د بریا په فکر کې تېرول.

خو هر څومره چې یې هغوی ته نصیحت وکړ، پایله یې ورنه کړه. هر څومره یې چې هغوی د الهي عذاب څخه ووېرول او خطر یې ورته بیان کړ، هغوی له خپلو ناوړه کړنو لاس وانخیست.

حتی په ډېرې بې‌شرمۍ یې وویل: «اې نوحه! له موږ سره دې ډېر بحث وکړ او پر خپلې خبرې دې ډېر ټینګار وکړ؛ بس دی! اوس که ته رښتیا وایې، هغه الهي عذاب چې موږ ته یې ژمنه راکوې، راوړه

په همدې وخت کې الله تعالی حضرت نوح علیه السلام ته د کښتۍ د جوړولو امر وکړ. هغه هم د الله تعالی د فرمان له مخې لرګي برابر کړل، پرې یې کړل او له یو بل سره یې ونښلول او څو میاشتې یې د کښتۍ په جوړولو تېرې کړې.

 

حضرت نوح علیه السلام د کښتۍ د جوړولو پر مهال تل د خپل قوم له خوا له ملنډو، ځورولو او مسخرو سره مخ و. هغوی به نوح علیه السلام ته راتلل او په بېلابېلو خنداګانو، مسخرو او ملامتولو سره به یې د الله تعالی پیغمبر ځوراوه.

خو نوح علیه السلام به ورته ویل: ژر به پر تاسو داسې عذاب نازل شي چې تاسو به ذلیل او خوار کړي.

د مکې کفارو هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر وړاندې په مبارزه کې د سپکاوي او مسخرو له وسیلې څخه کار اخیست. هغوی هڅه کوله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ناهیلی او منزوي کړي او د هغه محبوبیت او شخصیت کم کړي، څو د اسلام د پراختیا او د مسلمانانو د شمېر د زیاتېدو مخه ونیسي.

د بېلګې په توګه، حکم بن ابي العاص په مکه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سختو دښمنانو څخه و. په هغه کال کې چې مکه د مسلمانانو له خوا فتحه شوه، هغه په ظاهره اسلام ومانه او مسلمان شو.

خو هغه تل د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځورولو او اذیت په لټه کې و او په بېلابېلو طریقو به یې هغه مبارک شخصیت ځوراوه.

د حکم له ناوړو کارونو څخه یو دا و چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبرې به یې د منافقانو په مجلسونو کې په مسخره کوونکو حرکاتو او لهجه تکرارولې، څو د مجلس خلک وخندوي.

کله ناکله به له یو شمېر منافقانو سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر شا روان و او د هغه د تګ طرز به یې تقلیداوه. اوږې به یې ښورولې، لاسونه به یې کږول او غځول او په مسخره ډول به یې منافقان خندول.

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه له خبرو او کړنو خبر و، خو د خپل لوی زړه او بزرګوارۍ له امله یې د حکم له کړنو تېرېده، په دې هیله چې ښايي هغه پښېمانه شي او له خپلو ناوړه کړنو لاس واخلي.

مسخره کوونکو به تل یو شمېر بدمعاش او بې‌باکه کسان راټولول او د رسول الله صلی الله علیه وسلم مجلسونو ته به یې لېږل. هغوی به رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه ملګري مسخره کول، ښکنځلې به یې ورته کولې، شور او غوغا به یې جوړوله.

کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د قیامت او بیا راژوندي کېدو په اړه خبرې کولې، د جنت او دوزخ یادونه به یې کوله او مسلمانانو ته به یې د قیامت آیتونه لوستل، هغوی به لا ډېرې مسخرې کولې.

هغوی به ویل: «که د محمد په خبره رښتیا قیامت او آخرت وي، نو لکه څنګه چې په دې دنیا کې زموږ حالت د محمد له ملګرو ښه دی، په هغه دنیا کې به هم زموږ حالت ښه وي. موږ به هم جنت ته ځو او ان د ځان لپاره به لا ښه ځای پیدا کړو

په همدې ځای کې د معارج سورت له ۳۶مې تر ۴۱مې آیتونو پورې آیتونه نازل شول او د مشرکانو دا تصور یې بې‌اساسه وباله.

هغه څه چې مشرکان یې دې خبرو ته هڅول، دا وو چې خپل شتمنۍ، چې ډېری یې د غلا او لوټمارۍ او ورته لارو ترلاسه کړې وې، د الله تعالی په نزد یې د خپل لوړ مقام او د الله د خوښې نښه ګڼله.

بیا یې په یوه بې‌معنا پرتله کې په قیامت کې د ځان لپاره لوړ مقامونه ټاکل. سره له دې چې هغوی پر قیامت باور نه درلود، خو کله ناکله به یې ویل: که آخرت هم وي، موږ به هلته داسې او هغسې مقام ولرو.

کېدای شي دا خبرې یې د مسلمانانو د مسخره کولو لپاره هم کولې.

د معارج سورت له ۳۶مې تر ۴۱مې آیتونو پورې الله تعالی مشرکان د دوی د دې ګومان له امله غندي او فرمایي:چ

« فَما لِ الَّذِینَ کَفَرُوا قِبَلَکَ مُهْطِعِینَ / عَنِ الْیَمِینِ وَ عَنِ الشِّمالِ عِزِینَ / أَ یَطْمَعُ کُلُّ امْرِئ مِنْهُمْ أَنْ یُدْخَلَ جَنَّةَ نَعِیم / کَلاّ إِنّا خَلَقْناهُمْ مِمّا یَعْلَمُونَ / فَلا أُقْسِمُ بِرَبِّ الْمَشارِقِ وَ الْمَغارِبِ إِنّا لَقادِرُونَ / عَلى أَنْ نُبَدِّلَ خَیْراً مِنْهُمْ وَ ما نَحْنُ بِمَسْبُوقِینَ

ژباړه:   «نو پر دې کافرانو څه شوي چې ستا پر لور په چټکۍ درځي؟ له ښي او چپ لوري څخه ډلې ډلې راټولېږي. ایا د دوی هر یو تمه لري چې د نعمتونو جنت ته به داخل شي؟

هېڅکله داسې نه ده! موږ هغوی له هغه څه څخه پیدا کړي دي چې دوی یې پخپله پوهېږي. نو زه د ختیځ او لوېدیځ پر رب قسم کوم چې موږ توان لرو د هغوی پر ځای تر هغوی غوره کسان راولو، او موږ هېڅکله ماتېدونکي نه یو

خوږو اورېدونکو!    د الله تعالی خبره له ملنډو وهونکو سره دا ده:    تاسو په پیل کې له ناپاکو او بې‌ارزښته اوبو څخه وئ چې هېڅ ارزښت یې نه درلود. دا موږ وو چې هغه بې‌ارزښته اوبه مو وروزلې او په هر پړاو کې مو د نوي خلقت په وسیله بدلې او ښکلې کړې، تر دې چې په نطفه او وروسته په بشپړ انسان بدله شوه.

نو ستاسو دا ټول غرور او تکبر د څه لپاره دی؟    ایا تاسو فکر کوئ چې هغه ذات چې انسان یې له بې‌ارزښته اوبو څخه پیدا کړی، د هغه د بیا پیدا کولو توان نه لري؟ او نه شي کولی چې د مړو او ورستو جسدونو خوارې وارې برخې راټولې کړي او بیا پرې د ژوند جامه واغوندي؟!    سره له دې ټول تکبر چې د خپل الله پر وړاندې یې کوئ او له دومره ګناهونو سره بیا هم تمه لرئ چې په آخرت کې به د جنت برخه درته وي؟         هېڅکله داسې نه ده!  

 

خوږو لوستونکو!

په دې هیله چې د نېکو اعمالو په ترسره کولو سره الله تعالی موږ ته جنت را په برخه کړي، د رڼآ سرچینې ۱۹۱ برخه مو په همدې ځآی کې پای ته رسیږي، تر بل مطلب تاسو ټول عزیزان  په الله تعالی ج  سپارو.

ژوند مو له خوښیو ډک، ورځې او شپې مو ښې او نېکمرغه!