Feb 07, 2023 18:44 Asia/Kabul
  • د پاکستان کامران اکمل له ټیسټ او د اسټرالیا کپتان له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې ویکټ کیپر توپ وهونکې کامران اکمل نن د ټیسټ کرکټ څخه خپل تقاعد اعلان کړ، همدا راز د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې کپتان ایرون فینچ بیا له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه.

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې ویکټ کیپر توپ وهونکې کامران اکمل نن د ټیسټ کرکټ څخه خپل تقاعد اعلان کړ، همدا راز د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې کپتان ایرون فینچ بیا له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه.

ایرون فینچ په ۵ ټیسټ، ۱۴۶ یو ورځنیو او ۱۰۳ شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې د استرالیا استازیتوب کړی، چې په خپل نړیوال کرکټ کې یې ۱۷ یو ورځنیو او ۲ شل اوریزو لوبو کې ټولټال ۸۸۰۴ منډې جوړې کړې دي.

فنچ د اسټرالیا په ۷۶ شل اوریزو او ۵۵ یو ورځنیو لوبو کې هم لوبډلمشري کړې او د تېر کال په سپټمبر میاشت کې یې له یو ورځنیو لوبو استعفا کړې وه.

په همدې حال کې د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې ویکټ کیپر بیسټمین کامران اکمل ویلي چې تر دې وروسته ټیسټ کرکټ نکوي، خو که په شل اوریزو او یوه ورځنیو لوبو کې چانس تر لاسه کړي، نو د خپل هېواد استازیتوب به وکړي.

هغه زیاته کړې، هڅه کوي چې د روزنې او انتخاب کمیټې برخه کې نوي دنده هم ترسره کړي.

 

ټیګونه