-
روسيې د ايران له حق څخه په دفاع کښې ملګرو ملتو ته ليک ولېږۀ
Jun 05, 2020 01:16په ملګرو ملتو کښې د روسيې استازي د دغې نړيوالې ادارې مشر ته په يو ليک کښې په دې اړه چې ايران فضاء ته د سټيلائيټ په لېږلو سره د امنيت د شورا د 2231 پرېکړليک خلاف ورزي کړې ده د دغې دفاعي ټېکنالوجۍ د لرلو لپاره د تهران له حق څخه دفاع وکړه.
-
د یمن کړکیچ د نړۍ ترټولو بد انساني بحران دی
May 27, 2020 00:48ایرنا خبري اژانس وايي د ملګروملتونو د بشري حقوقو د لوړې کمشنرۍ ویاندې الیزابت ټروسل (ElizabethTRUSSELL) پرون په دې خبرې ټینګار سره چې د یمن کړکیچ په نړۍ کښې ترټولو بد انساني کړکیچ دی د یمن له خلکو سره د مرستې لپاره یې د نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړه .
-
د فلسطین دموضوع په باب د ملګروملتو دریځ نه دی بدل شوی
May 21, 2020 03:16د مینځني ختیځ دسولې په بهیر کې د ملګروملتو ځانګړي غږملونکي نیکلای ملادینف هم بیګا د امنیت شورا په غونډې کې له صهیونیسټي رژيم سره دلویدیځي غاړې د یوې برخې دیوځاي کولو له پلان سره په مخالفت کې وئيلی دي ، دغه اقدام به د سازباز بهیر ته ډير زیات تاوان ورسوي او حالات به لاترینګلي کړي .
-
د نړیوالې ایټمي موافقې مخالفان دې منطقي چلند وکړي
May 16, 2020 10:04فرانسه هم، جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته دپابندۍ په باب پخپلو دریځونو کلکه ولاړه ده او په راتلونکي اکتوبر میاشت کې د ایران په ضد دملګروملتو د وسلو دبندیز ختمول به دسیمې دثبات او امنیت لپاره احتمالا اساسی پایلې ولري .
-
امریکا د امنیت شورا په غړیو دباو ته مخه کړي ده
May 16, 2020 00:27ایرنا خبري اژانس وايي په ویانا کښې په نړیوالو موسسو کښې د روسیې استازي میخائیل اولیانوف وویل امریکا په ایران باندې د وسلو د بندیز د تمدیدولو لپاره د ملګروملتونو د امنیت شورا په غړیو د دباو د راوستلو سیاست ته مخه کړي ده .
-
د کورونا په دوران کښې د ډزبندۍ په ټينګښت کښې د امنيت د شورا په ماتې د آکسفام نيوکه
May 13, 2020 12:05په داسې حال کښې چې د کورونا له کبله هم هغه شان خلق قرباني کيږي او سپارښتنې له دغو وائرسو سره د مقابلې او په نړۍ کښې د جنګ جګړو د ختمولو لپاره د نړيوالې ټولنې په يووالي او پېوستون تاکيد لري د لېبيا او يمن په شمول د نړۍ زياتره سيمې د جنګ او وينې بهېدنې مېدانونه دي.
-
امریکا باید له ایټمي موافقې د وتلو ځواب ورکړي
May 10, 2020 01:41د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: قانون ماتونکې بدماشي د ملګرو ملتو اعتبار په خطر کښې اچوي او نړیواله صلحه او امنیت ګواښي.
-
ملګری ملتونه دې د۲۲۳۱پریکړه لیک په باب دټرمپ دکارړنګونومخه ونیسي
May 09, 2020 09:42د امریکا د بهرنیو اړیکو د شورا د تینک ټینک دغه پړاویزې مسئولې زیاته کړې ده،په امنیت شورا کې د ایران دوسلو دبندیزو په باب اقدام به ، دامریکا د لامنزوی کیدا لامل شي ، او له خپلو هغو اساسی متحدانو سره د واشنګټن اړیکې چې هماغه راز له نړیوالې ایټمي موافقې ملاتړکوي،خړې پړې کړي
-
امریکا نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړي دي
May 08, 2020 23:47ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي مجید تخت روانچي پرون د څو اړخیز پالنې د پیاوړتیا په اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل امریکا د امنیت شورا د دوه زره دوه سوه یودیرشمم (۲۲۳۱) پریکړه لیک په خلاف ورزۍ کولو او د نورو هیوادونو په ګواښلو سره نړیوال حقوق تر پښو لاندې کړي دي .
-
2231 پریکړه لیک،د امریکا دوه ګوڼي دریځونه او د روسیې نیوکې
May 02, 2020 08:45امریکا له ۲۰۱۹کاله راهسې د ۲۰۲۰کال په اکتوبر کې دایران په ضد د وسلو د هغه بندیز د لغوه کولو د مخنیوي په خاطر چې د ملګروملتو د امنیت شورا په ۲۲۳۱پریکړه لیک کې په ډاګه په ګوته شوي دي ، خپل خوځښتونه پیل کړي دي .