-
نړۍ دې له افغانستان سره د چاپیریال ساتنې په پرخه کې مرسته وکړي
Nov 12, 2024 09:48د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي کابل کې یوې غونډې ته ویلي چې، د افغانستان اقلیم د یو شمېر هېوادونو له لوري خراب شوی او نړۍ د دې مسئولیت لري، چې چاپېریال ساتنې په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
-
د صهیونیسټي رژیم له بمباریو وروسته په غزه کې قحطي د مړینې یو بل لامل دی
Nov 08, 2024 02:23د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ویلي چي په غزې تړانګه کې ملکي فلسطینیان د نړۍ د سترګو په وړاندې د لوږې او قحطۍ له امله مړه کېږي.
-
اسرائیلو په رسمي ډول د آنروا پر فعالیتونه بندیز ولګاوه
Nov 04, 2024 10:57صهیونیسټي رژیم د خپلو جنایتکارو اقداماتو په دوام کې، په نیواکي فلسطیني سیمو کې د آنروا ادارې پر فعالیتونو بندیز ولګاوه.
-
د افغانستان او قزاقستان تر منځ د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک شوي
Nov 02, 2024 02:22د سرپرست حکومت ویاند ویلي، چې افغان او قزاقستاني پلاوو د سوداګرۍ، صنعت، کانونو، لوژستیک، کرنې، مخابراتو، روغتیا، لوړو زده کړو او بشري مرستو په برخو کې د همکاریو د لارې نقشه لاسلیک کړې ده.
-
په افغانستان کې د شري ناروغي ډېره شوې ده
Nov 02, 2024 01:08د روغتیا نړیوال سازمان، ډبيلوايچاو ویلي چې، په افغانستان کې د سپټمبر په میاشت کې د شري ناروغۍ مثبتې پېښې د وړمې میاشتې پرتله ۳۴،۴ سلنه زیاتې شوې دي.
-
په غزې کې د نسل وژنې په ضد دې نړیوال دریځ غوره شي
Nov 01, 2024 02:39سحاب - د ملګروملتو سرمنشي په غزې تړانګې کې د فلسطینیو د نسل وژنې په وړاندې دنړیوال قدرتمند دریځ غوښته وکړه.
-
ایران د آنروا پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم پریکړه وغندله
Oct 30, 2024 09:37په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي، د فلسطین د کډوالو د ادارې (آنروا) په نښه کولو لپاره د اسرائیلي رژیم د وروستۍ فیصلې په غندلو سره وویل: غزه د تباهۍ او کړاوونو د زغملو په حال کې ده.
-
ملګرو ملتونو د غزې تړانګې په شمال کې د قحطۍ په اړه خبرداری ورکړ
Oct 30, 2024 09:00د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) اعلان کړی چې د غزې تړانګې په شمال کې کړکېچ د قحطۍ لامل کېدای شي او دغه سازمان د دې وضعیت د مخنیوي لپاره د سمدستي اقدام غوښتنه کوي.
-
ښايي کابل کې د ځمکې لاندې اوبه په بشپړ ډول وچې شي
Oct 30, 2024 08:37د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق ( یونیسف) پر خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، که د مخنیوي تدابیر ونه نیول شي؛ ښایي تر ۲۰۳۰ کال پورې به په کابل کې د ځمکې لاندې اوبه په بشپړ ډول وچې شي.
-
ملګروملتونو د غزې په شمال کښې حالت ډير ناوړه وباله
Oct 28, 2024 01:25زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش وویل چې زه د فلسطین د غزې تړانګې په شمال کښې د وژلۍ او د ژوبلې او د تباهۍ ویرونکي سویې لړزولی یم چیرې چې د اسرائیلو پوځیان حملې کوي او وايي چې هدف یې د حماس غورځنګ د بیا منظمیدا مخه نیول دي.