اسلامی ایران د اقتدار رامینځةکونکو ټيکنالوجیو په لسو برلاسه هیوادونوکې شامل شو
پارس ټوډې- د نړیوال ساینس او ټیکنالوژۍ د (ریفرینس او مانیټرینګ) یعني د حوالې او څارنې د انسټیټیوټ د مشر په وینا،د ایران اسلامی جمهوریت د اقتدار رامینځةکونکو ټیکنالوجیو د برلاسه لسو هیوادونو په ټول کې شامل شوی دی.
د نړۍ د ساینس او ټيکنالوجۍ د ریفرینس او مانیټرنګ د موسیسې مشر سید احمد فاضل زاده په یولړ څرګندونو کې ووئيل؛ د ایران اسلامی جمهوریت د اقتدار رامینځمکونکو ټیکنالوجیو له پلوه دنړۍ په لومړنیو لسو هیوادونو کې شامل شوی دی.
پارس ټوډې راپور ورکړی، سید احمد فاضل زاده له دغې موسیسې څخه د ایران د اسلامی جمهوریت د ریډیو او ټيلیویژن د ادارې دمشر پیمان جبلي د لیدو په وخت همداراز په ۲۰۲۴کال کې د نړۍ د شلو مخکښو هیوادونو علمی تولیداتو ته اشاره وکړه او وې وئيل،د ایران اسلامی جمهوریت اوس د نړۍ په اولسم ځائيګي کې دی او په اسکوپوس انټرنیټي ویبپاڼې کې په اسلامی مخکښو هیوادونو کې په دوهم ځائيګي کې دی.
فاضل زاده په دوام کې د ریډیو او ټيلیویژن له ادارې سره د متقابلو ملګرتیاؤ لپاره د رسندوئې ځانګړي کلب په توګه د یوه خاص کلب د برانیستې او تعریفولو لپاره د اسلامی نړۍ د ساینس او ټيکنالوجۍ د ریفرینس او مانیټرینګ موسیسې چمتوالی اعلان کړ.
د ایران د اسلامی جمهوریت د ریډیو او ټيلیويژن د ادارې مشر پیمان جبلي هم د ائي ایس سي موسیسې او صداو سیما ادارې د غږمله عملیاتي سټراټژۍ سند ډير مهم وباله او هیله ئې وښودله دغه سند زر تر زره عملیاتي شي.
سکوپس () یو باؤري او پيژندل شوی استنادي سمبول دی چې د کتاب پیژندنې اطلاعات ئې کابو شپیته میلیون سند او له درستې نړۍ څخه ئې کابو پنځه زره ساینسي ناشرانو د محصولاتو اطلاعات خوندي ساتلي دي.