-
له برجامه د امریکې په وتنې سره هیڅ کار نه دی ځنډیدلی
May 19, 2018 12:18د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې ویاند بهروز کمالوندي له ایران سره په ملګرتیا کښې د چټکتیا لپاره د اروپايي پلاوي د ټینګار خبر ورکړ او ویې ویل: د برجام (ایټمي موافقې) د دوام په لړ کښې له اروپایانو سره کار پر مخ روان دی او له دې موافقې د امریکې د وتلو په وجه هیڅ کار نه دی ځنډیدلی.
-
د اروپائي اتحاديې د انرجۍ کمېشنر: بروکسل د برجام په وړاندې د امريکې د دباوونو په مقابل کښې ټينګ اودريږي
May 19, 2018 09:42د اروپائي اتحاديې د انرجۍ کمېشنر د دې په بيانولو سره چې تهران او بروکسل پکار دي د برجام له ګټو فائده اړچته کړي تاکيد وکړ: اروپائي اتحاديه به د برجام په اړه له اروپا څخه د امريکې د غوښتنو او دباونو په مقابل کښې ټينګ اودريږي.
-
ایران ته دې د برجام له ګټو د برخمنیدو ضمانت ورکړی شي
May 15, 2018 15:15د ایران د بهرنیو چارو وزیر چې د برجام (ایټمي موافقې) د دوام په هکله سلامشورې لپاره د بیلجیئم بروکسل ښار ته تللی دی، د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست له مسئولې سره له کتنې وروسته یې وویل: د برجام له ګټو د برخمنتیا لپاره ایران ته د ضمانت ورکول ضروري دي.
-
له برجامه د امریکې وتل او قدس ته یې د سفارت منتقلول د واشنګټن دوه تاریخي غلطۍ دي
May 15, 2018 13:45د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر له برجامه د امریکې وتل او قدس شریف ته د دغه هیواد د سفارتخانې انتقال د واشنګټن دوه سترې او تاریخي تیروتنې وبللې.
-
عراقچي په بروکسل کښې د انګلستان له مرستیال خارجه وزیر سره وکتل
May 14, 2018 13:25د ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیال په بروکسل کښې د مینځني ختیځ او شمالي افریقې په چارو کښې د بریطانیې د خارجه وزیر له مرستیال سره وکتل او د برجام د اجرا په هکله یې د نظر تبادله وکړه.
-
له برجامه د امريکې د وتلو د لګښتونو له زغملو د اروپا انکار
May 12, 2018 09:10د فرانسې خارجه وزير ژآن ايو لوډريان د هغو بهرنيو شرکتونو په خلاف چې له ايران سره سوداګريز تعلقات لري د بائيکاټونو لګولو په اړه د امريکې اقدام د نه منلو وړ وبلۀ او وې ويل: اروپايان پکار نه دي له برجامه د امريکې د وتلو قيمت ادا کړي.
-
د ایران خلاف د بندیزونو ختمیدل د برجام ترټولو مهمه برخه ده
May 12, 2018 16:11د بریطانیا مرستیال خارجه وزیر وویل: په ایټمي موافقې د ایران د پابندۍ په بدل کښې د ایران خلاف د بندیزونو ختمول به تل د دې موافقې ترټولو مهمه برخه وي.
-
اروپا د برجام د ساتلو لپاره ډیر محدود فرصت لري
May 10, 2018 00:56د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر له ایټمي موافقې په وتنه کښې د امریکې د ولسمشر د اقدام په سپک بللو سره ټینګار وکړ چې اروپا د برجام د ساتنې لپاره ډیر لږ فرصت لري او باید په برجام کښې د خپلو ژمنو په وړاندې خپل روښانه او پریکنده دریځ زر تر زره اعلان کړي.
-
د بریطانیې او فرانسې خارجه وزیرانو له برجامه په ګټه پورته کونې ټینګار وکړ
May 10, 2018 00:20بوریس جانسن او ژان ایو لودریان له خپل ایراني همرتبه محمد جواد ظریف سره په جلاجلا ټیلیفوني خبرو کښې د ایټمي موافقې له دوامه د ملاتړ په ترڅ کښې د دغې موافقې له ګټو د ایران د ګټه پورته کونې په ضرورت ټینګار وکړ.
-
اروپايي اتحادیې او درې اروپايي هیوادونو د برجام پر بشپړې اجرا ټینګار وکړ
May 08, 2018 16:13اروپايي اتحادیې او جرمن، فرانسې او بریطانیې د برجام (ایټمي موافقې) له بشپړې اجرا څخه پر خپل ملاتړ ټینګار وکړ.