-
له اروپا سره د ترکیې د یوځاے کېدو لپاره په دغه هېواد کښې رېفرېنډم کیږی
Apr 26, 2017 02:59د ترکیې وزیراعظم وویل، هېواد یې ډېر زر له اروپائی اتحادیې سره د دغه د ترکیې د یوځاے کېدو لپاره رېفرېنډم کوی.
-
دایران لپاره دبشری حقوقودرپورټر ټاکل او یوغیرقانونی اوسیاسی اقدام
Mar 14, 2017 11:17دایران لپاره دبشری حقوقو دځانګړي رپورټر منصوبیدا یو سیاسی او غرضي اقدام دی او دغه منصوبیدا په بشپړ ډول دبشری حقوقو دملاتړ اولوړاوي لپاره دملګرتیا له اصل سره په ټکر کې دی .
-
ترکیې ته به د هالینډي ډيپلوماټانو ورتګ منع کړي .
Mar 11, 2017 15:08دهالینډ چارواکو نن دهالینډ خاورې ته دترکیې دخارجه وزیر د وړونکي الوتکې د ورتلو اجازت ورنکړ او اعلان ئې وکړ چې د دې موضوع لپاره ئې لازم مجوز نه دی صادر کړی .
-
په انتخاباتو کې د ایران د ولس ولولناک ګډون لویدیځوال دخبرواترو میز ته وکاږل .
Mar 11, 2017 14:45د ۲۰۱۳کال کې په انتخاباتو کې دایران دولس ۷۳فی صدي شتون لامل شو دایران استازي دنړۍ دشپږو قدرتونو په وړاندې په اقتدار سره خبرې وکړائ شي اوپه خبرواترو کې د خپل ولس لیدتوګې اوحقوق اثبات کړائ شي .
-
دجرمني دحکومت اقدامات د نازیانویاد تازه کوي .
Mar 10, 2017 02:38روئيټرز خبری آژانس راپورورکړ د نازیانو په روده د جرمني داوسني حکومت دچلند دورته والي په باب دترکیې د ولسمشر په وروستیو څرګندونو دجرمني دصدراعظمې له سختو نیوکووروسته د ترکیې خارجه وزیر مولود چاوش اوغلو پرون مازدیګر دجرمنی له خار جه وزیر سره له کتنې وروسته ویلی دي ، ترکیه د جرمني اوسنی حکومت نازی نه ګڼي ،خو اقدامات ئې دهغوي دیادونې ښودنه کوي .
-
د ایران او IAEA د ملګرتیالرلید ښه ارزول کیږي .
Mar 10, 2017 01:27ایرناخبری آژانس راپورورکړ دایران داسلامی جمهوریت دایټمي انرژۍ دادارې مشر او د ولسمشر مرستیال علی اکبر صالحي دایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس دمشر په توګه په دوهم ځل دیوکیا آمانو دټاکل کیدوپه بامناسبت دمبارکۍ په وئيلو سره وویل ، په نوي پړاؤ کې له آژانس سره دایران دملګرتیاؤ لرلید ښه ارزول کیږي .
-
ملګري ملتونه او دکډوالو لپاره دایران د مرستو ستاینه
Mar 08, 2017 11:39په تهران کې دملګروملتو د کډوالو دچارود لوړې کمیشنرۍ استازي له کډوالو د ایران داسلامی جمهوریت دملاتړونو په قدرونې سره دڅه دپاسه درو میلیون کډوالوته د ایران بې مخینې خدمات، دایران د ولس او مسئولانو داحساس اومسئولیّت او د انسان دوستۍ دروحيې نښه وبلله .
-
دایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس دواکمنې شوراپنځه ورځنۍغونډه جامعه ایټمي موافقه څيړي
Mar 06, 2017 14:15زمونږخبریال راپورارکړ دایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس دواکمنې شورانننۍ غوڼده چې نن دآژانس دمشر یوکیا آمانو په وینا سره پیل شوي ، دمارچ ترلسمې پورې به دوام ولري او ویل کیږي چې دایران او ۵+۱ ډلې ترمینځ شوي جامعه ایټمي موافقه به هم د دغې غونډې یوه سپړونکي موضوع وي .
-
دایران او ګاونډيو هیوادونو ترمینځ داقتصادي اړیکو پراختیا
Mar 04, 2017 12:20دآذربایجان جمهوریت یو ریل ګاډی په آزمایشي ډول دایران داسلامی جمهوریت آستارا ولسوالۍ ته راورسید او دغه راز د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د ریل پټلۍ په وسیله ټرانسپورټي مناسبات پيل شوي دي .
-
ټول لوري دې د جامعې ایټمي موافقې اجرا ته ژمن ووسي .
Feb 23, 2017 09:36تسنیم خبری آژانس راپورورکړ د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس مشر یو کیا آمانو پرون ناوخته په یو لړ څرګندونو کې ویلی دي دایران او ۵+۱ډلې ترمینځ جامعه ایټمي موافقه پخپل ځاي تل پاتې ده .