-
ایران ته د افغانستان د طالبانو د حکومت د خارجه وزیر سفر
Dec 24, 2023 12:00تهران ته د طالبانو د حکومت د خارجه وزیر امیر خان متقي سفر په نړیوالو غونډو کښې د طالبانو شاملولو ته د ایران د اسلامي جمهوریت د پاملرنې نښه ده ترڅو دغه ډله وتوانیږي په اسلامي نړۍ پورې د اړونده مهمو مسئلو په هکله خپلې لیدتوګې بیان کړي.
-
د اسرائیلو پوځ په غزه کښې د خپلو ۱۳ ځواکونو وژله تایید کړه
Dec 24, 2023 12:32د اسرائیلو پوځ وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د فلسطین د مقاومت له ځواکونو سره په نښتو کښې یې ۱۳ پوځیان وژل شوي دي.
-
ایران او افغانستان د کډوالو د ستونزو د هواري د لاروچارو په اجرايي کولو تاکید وکړ
Dec 24, 2023 12:24د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړي استازي او د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست د دغه هیواد د کډوالو د ستونزو د هواري د لاروچارو په اجرايي کولو ټینګار کړی دی.
-
غزه کښې یو بل فلسطیني خبریال شهید شو
Dec 24, 2023 08:39د فلسطین د اطلاع رسونې دفتر د غزې په شمال باندې د صهیونیسټي رژیم په حمله کښې د یو بل فلسطیني خبریال د شهادت خبر ورکړ.
-
لویدیځ د صهیونیسټي رژیم په جنایتونو کښې شریک دی
Dec 24, 2023 08:28فیصل المقداد په غزه کښې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په وړاندې د لویدیځو هیوادونو په دریځونو نیوکه وکړه.
-
متقي: اسلامي نړۍ دې له فلسطینه د دفاع په لړ کښې ډیره هڅه وکړي
Dec 24, 2023 08:12د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر وویل: اسلامي نړۍ دې په یوموټې توګه د فلسطین د خلکو غږ په نړیوال ډګر کښې پورته کړي او د فلسطین له ولسه د دفاع په لړ کښې دې کوشش وکړي.
-
امنیت شورا د اعتبار له درجې غورځیدلې ده
Dec 24, 2023 07:35د پوځ په چارو کښې د ایران د ټولو قواؤ د مشر قومندان صلاحکار وویل: کوم جنایت چې صهیونیسټي رژیم په غزه کښې د فلسطین د خلکو خلاف رامینځته کړی، د هیڅ شک ځاې نه پریږدي چې د سلطې نظام د ملګرو ملتو د امنیت شورا د اعتبار ختم کړی دی.
-
پاکستان کښې د فلسطین د ملاتړو لاریون
Dec 21, 2023 04:20پرون په پیښور کښې د پاکستاني ماشومانو او ځلمیانو له فلسطین سره د پيوستون او په تیره بیا په غزه کښې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو له خوال د زرګونو ماشومانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو په موخه لارون وکړ.
-
اردوغان د غزې په وړاندې د نړۍ د مهمو هیوادونو په چپتیا سخته نیوکه وکړه
Dec 21, 2023 04:17د ترکیې ولسمشر په یوې سختې نیوکې کښې وویل: د اسرائیلو د جعلي رژيم له خوا د قتل عام په وړاندې د نړۍ د ډیرو مهمو هیوادونو چپتیا د انسانیت لپاره یو ستر شرم دی.
-
د غزې د شهیدانو شمیر ۲۰ زرو ته ورسید
Dec 21, 2023 03:55په غزه کښې د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو خبري دفتر بیګا وویل چې د اکتبور په اوومه نیټه د جنګ له پیل راهیسې په غزه کښې د شهیدانو شمیر ۲۰ زره تنو ته رسیدلی دی.