غزه کښې یو بل فلسطیني خبریال شهید شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i143666-غزه_کښې_یو_بل_فلسطیني_خبریال_شهید_شو
د فلسطین د اطلاع رسونې دفتر د غزې په شمال باندې د صهیونیسټي رژیم په حمله کښې د یو بل فلسطیني خبریال د شهادت خبر ورکړ.
(last modified 2023-12-24T05:26:21+00:00 )
Dec 24, 2023 08:39 Asia/Kabul
  • غزه کښې یو بل فلسطیني خبریال شهید شو

د فلسطین د اطلاع رسونې دفتر د غزې په شمال باندې د صهیونیسټي رژیم په حمله کښې د یو بل فلسطیني خبریال د شهادت خبر ورکړ.

د فلسطین د اطلاع رسونې دفتر د غزې په شمال باندې د صهیونیسټي رژیم په حمله کښې د یو بل فلسطیني خبریال د شهادت خبر ورکړ.

د فلسطین د الرای خبري آژانس مرستیال مشر احمد جال المدهون د غزې په شمال باندې د صهیونیسټي رژيم په برید کښې شهید شو.

دغه خبرتیا زیاتوي چې د یاد فلسطیني خبریال په شهادت سره په غزې  باندې د صهیونیسټي رژیم د تیري له پيل راهیسې په دغې سیمې کښې د شهید شویو خبریالانو شمیر ۱۰۱ تنو ته ورسید.

د خبرتیا پّ دوام کښې راغلي چې په دې موده کښې په غزه کښې ۹۲ ښوونځي او پوهنتونونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

د ویلو ده چې د اکتوبر له اوومې راهیسې د غزې د شهیدانو ټول شمیر له ۲۰ زرو اوښتی او د زخمیانو شمیر هم ۵۴ زرو ته کابو شوی دی.

Image Caption