-
دکډوالو په باب دکابل حکومت سیاست دکډوالو دچارووزارت کار دی .
Feb 12, 2017 12:15ایرناخبری آژانس راپورورکړ ، دافغانستان دولسمشرۍ مرستیال ویندوي شاه حسین مرتضوي نن په کابل کې په خبري غونډې کې دکډوالو په باب دافغان ولسمشر اشرف غني له قوله دځينو خبرونو د خپریدو په باب وویل، ولسمشر په همداوروستیو کې دکډوالو په باب داسې هیڅ خبره نه ده کړې، او افغان کډوالو په باب دحکومت سیاست د دغه هیواد د کډوالو دچارو وزارت ټاکي .
-
داسلامی ایران وسله وال ځواکونه له ترهه ګرو ډلو سره دمقابلې لپاره بشپړ تیار دي .
Feb 12, 2017 10:03دایران د اسلامی جمهوریت دپولیسو قوماندان سردار تورن جنرال حسین اشتري دایران دسستان و بلوچستان ولایت په زاهدان کې ایرنا خبری آژانس سره په خبرو کې وویل ، دایران په ختیځو ، جنوب ختیځو او شمال لودیځي پولو کې پولیس، پوله ایز او امنیتی ځواک په قدرت سره دخپلې خاورې ساتنه کوي او دغو ځواکونو دایران ټاټوبی ته د هرډول اشرارو اوتکفیری ډلو د راتلو مخه نیولې ده .
-
دایران اسلامی انقلاب پر ختیځ اولودیځي بلاکونوتکیې پرته بریالی شو .
Feb 12, 2017 09:48زمونږخبریال راپورراکړ دایران داسلامی جمهوریت ولسمشرحسن روحاني نن په تهران کې د فارابی په نامې په اتم نړیوال سیمنار کې او د د دغې جشنوارې د ۳۳غوره کسانو دقدرونې په دستورو کې دټولنې دمشکلاتو په حل کولو کې د انساني علومو دپوهانو مهمو اغیزو ته په اشارې سره وویل ،دسائنس دنده یوازې پيژندنه او اوبدلون راوستل نه دي، بلکې دټولنې هدایتول اولوړتیا ده او دعالمانو او شخصیتونو ستر رسالت او دندې دټولنې لوړمقام ته رسول دي .
-
امریکا د پاکستان دمشرانوجرګې مرستیال مشرته ویزا ورنه کړه،پاکستان ترې توضیح وغوښت.
Feb 11, 2017 14:48زمونږخبریال راپور راکړ دپاکستان مشرانو جرګې نن دیوې ر سمي اعلامیې په خپرولو سره ویلی دي ، امریکا د پاکستان دسنیټ مرستیال مشر او د جمعیت علمای اسلام ف څانګې یوه مشر مولانا عبدالغفور حیدري لپاره د ویزې له ورکولو ډډه کړې ده .
-
مړه دې امریکا مړ دې نړیوال استکبار چغې،داسلامی ایران په درستې فضا کې خورې شوې
Feb 10, 2017 11:00نن سهار نهه بجې په درست ایران کې د یوم ا... ولولناک اوپرتمین لاریونونه پیل شول او په ټاکلو لارو له تیریدو وروسته او د مړه دې امریکا ،مړ دې استکبار او مړه دې استعمار او مړه دې وي اسرائيل او له خپلو حقوقو نه تیریږو او ایټمي ټيکنالوجي دمونږ مسلم حق دی په څير په شعارونو سره ئې خپل اسنجام ،ولوله ،اتحاد او دغه راز له نړیوال استکباره خپله کرکه او نفرت نندارې ته وړاندې کړ.
-
دایران دسپاه پاسدارانو په ضد دې سپينه ماڼۍ ځيني اقدامات نه کوي
Feb 09, 2017 12:03پریس ټي وي راپورورکړ دامریکا سی این این ټيلیویژني چینل د خبرو امریکائي چارواکو له قوله راپورور کړی ، دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دایران په ضد دخپلو چټي ګواښونو په دوام کې نیّت لري ، دایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو نامه هم دترهه ګرو دتش په نامه لیسټ کې زیاته کړي ، خو دا موضوع دامریکا په داخل کې له ډيرو زیاتو مخالفتونو سره مخامخ شوې ده .
-
له استکبار سره دمقابلې چغه،د درستوپتمنو انسانانو ګډه غوښتنه ده .
Feb 09, 2017 11:02زمونږخبریال راپورراکړ د اسلامی نړۍ سترو مراجعو آیت .. ناصر مکارم شیزاری ،آیت ا...ګلپایګاني ، آیت ا... جوادي آملی . آیت ا.. ګرګاني او یوشمیر نورو سترو مراجعو په بیلابیلو اعلامیو کې دایران درست ولس ته بلنه ورکړې څو دیوم ا... په سباني میلیوني لاریون کې دې په پرتمین او ولولناک شتون سره له استعمار او استکبار سره خپله کرکه او غوسه نندارې ته وړاندې کړي او پخپل وحدت اویووالي سره دې دخپلو حقه حقوقو ددفاع لپاره په ډګر کې بشپړ شتون ولري
-
امریکا په سیمې کې دایران له سرو کرښونشي تیریدلی .
Feb 09, 2017 09:53ایرناخبری آژانس راپورورکړ دایران داسلامی شورا دبهرنی سیاست او ملی امنیت دکمیشن مشر علاءالدین بروجردي بیګا له المیادین ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې زیاته کؤې ، تراوسه پورې دایران د ناکامولو او په سیمې کې د مقاومت جبهې ته د ګوزار دورکولو لپاره دامریکا ټوله هلې ځلې ناکامې شوي دي .
-
دایران اسلامی انقلاب له درستې اسلامی نړۍ سره اړونده دی
Feb 09, 2017 09:40فارس خبری آژانس راپور ورکړ د اسلامی ویښتیا دنړیوالې ټولنې عمومی منشي علی اکبر ولایتي نن په تهران کې دایران داسلامی انقلاب دبریالیتوب داته دیرشمې کلیزې په مناسبت په دستورو کې دګډون کونکو بهرنیو میلمنو دهمفکرۍ په سمینار کې وویل ، امریکائي چارواکي د راتلونکي لپاره د کوم پلان د نه درلودلو په دلیل غیر منطقي دړکې او ګواښونو ته مخه کوي .
-
د ټرمپ د اسلام او مسلمانه ضده کړنو په اړه په امریکا کې د افغانستان د خارجه وزارت د پخوانی ډیپلوماټ ښاغلی عبد الحکیم اریوبی مرکه دلته واورئ
Feb 06, 2017 12:28د ټرمپ د اسلام او مسلمانه ضده کړنو په اړه په امریکا کې د افغانستان د خارجه وزارت د پخوانی ډیپلوماټ ښاغلی عبد الحکیم اریوبی مرکه دلته واورئ