دکډوالو په باب دکابل حکومت سیاست دکډوالو دچارووزارت کار دی .
ایرناخبری آژانس راپورورکړ ، دافغانستان دولسمشرۍ مرستیال ویندوي شاه حسین مرتضوي نن په کابل کې په خبري غونډې کې دکډوالو په باب دافغان ولسمشر اشرف غني له قوله دځينو خبرونو د خپریدو په باب وویل، ولسمشر په همداوروستیو کې دکډوالو په باب داسې هیڅ خبره نه ده کړې، او افغان کډوالو په باب دحکومت سیاست د دغه هیواد د کډوالو دچارو وزارت ټاکي .
ځینو بهرنیو رسنیو داشرف غني له قوله له ایرانه دافغان کډوالو دویستلو په بڼه کې دایران او افغانستان ترمینځ دتجارتي مبادلاتو دغوڅيدو پهباب یوخبر خپور کړی .
دافغانستان دولسمشر مرستیال ویندوي په دې باب وئيلی دي ، دکډوالو د چارو په باب دملی وحدت حکومت سیاست دافغانستان دکډوالو دچارو له وزارت سره اړونده دی .
په ایران کې کابو درې میلیون افغان کډوال ژوند کوي چې په هغو کې کابو نیم په غیر قانونی توګه دیره دي او له دې سره سره ، په ایران کې دغیر قانونی اوسیدونکو کډوالو دبچیانو دزده کړو لپاره هم لازمې آسانتیاوې برابرې شوي دي . دایران د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني هم په ایران کې دافغان کډوالو دپر قانوني اقامت ټينګار کړی دی .