له استکبار سره دمقابلې چغه،د درستوپتمنو انسانانو ګډه غوښتنه ده .
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i40517-له_استکبار_سره_دمقابلې_چغه_د_درستوپتمنو_انسانانو_ګډه_غوښتنه_ده_.
زمونږخبریال راپورراکړ د اسلامی نړۍ سترو مراجعو آیت .. ناصر مکارم شیزاری ،آیت ا...ګلپایګاني ، آیت ا... جوادي آملی . آیت ا.. ګرګاني او یوشمیر نورو سترو مراجعو په بیلابیلو اعلامیو کې دایران درست ولس ته بلنه ورکړې څو دیوم ا... په سباني میلیوني لاریون کې دې په پرتمین او ولولناک شتون سره له استعمار او استکبار سره خپله کرکه او غوسه نندارې ته وړاندې کړي او پخپل وحدت اویووالي سره دې دخپلو حقه حقوقو ددفاع لپاره په ډګر کې بشپړ شتون ولري
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 09, 2017 11:02 Asia/Kabul
  • له استکبار سره دمقابلې چغه،د درستوپتمنو انسانانو  ګډه غوښتنه ده .

زمونږخبریال راپورراکړ د اسلامی نړۍ سترو مراجعو آیت .. ناصر مکارم شیزاری ،آیت ا...ګلپایګاني ، آیت ا... جوادي آملی . آیت ا.. ګرګاني او یوشمیر نورو سترو مراجعو په بیلابیلو اعلامیو کې دایران درست ولس ته بلنه ورکړې څو دیوم ا... په سباني میلیوني لاریون کې دې په پرتمین او ولولناک شتون سره له استعمار او استکبار سره خپله کرکه او غوسه نندارې ته وړاندې کړي او پخپل وحدت اویووالي سره دې دخپلو حقه حقوقو ددفاع لپاره په ډګر کې بشپړ شتون ولري

ایرناخبری آژانس راپورورکړی ،  دایرانداسلامی جمهوریت  دمشهد قدس رضوي  آساتنې  تولیت   حجة الاسلام  سید ابراهیم رئیسي  پرون ناوخته   داسلامی  انقلاب دبریالیتوب  دکلیزې په مناسبت  په یوه پيغام  کې  د سلواغې ددوویشتمې  نیټې سبا دیوم ا...  په پرتمین او ولولناک میلیوني لاریون کې  دګډون لپاره دایران  شجاع ولس  ته  په بلنې ورکولو سره  زیاته کړې ،  د اسلامی انقلباب دناکامولو او څنګة کولو لپاره  د استکبار او دښمنانو  دسیسې  دایران دمسلمان ولس  په بصیرت سره ناکامه شوي او دهغوي ټول پوچ   ګواښونه    بې اغیزې ابراهیم ریئسي   په دغه پیغام کې  روښانه کړې ده ،  دایرن ولس  به  سبا په پرتمین او ولولناک  میلیوني لاریون کې  دایران د ملت  وحدت ،عزت  او اقتدار او دغه راز  دبهرنیو دښْمنانو  ذلت او  بې شرمي  نندارې ته وړاندې کړي .