دایران اسلامی انقلاب له درستې اسلامی نړۍ سره اړونده دی
فارس خبری آژانس راپور ورکړ د اسلامی ویښتیا دنړیوالې ټولنې عمومی منشي علی اکبر ولایتي نن په تهران کې دایران داسلامی انقلاب دبریالیتوب داته دیرشمې کلیزې په مناسبت په دستورو کې دګډون کونکو بهرنیو میلمنو دهمفکرۍ په سمینار کې وویل ، امریکائي چارواکي د راتلونکي لپاره د کوم پلان د نه درلودلو په دلیل غیر منطقي دړکې او ګواښونو ته مخه کوي .
ولایتي همداراز په خپلې وینا کې دمینځني ختیځ ، عراق او سورئې دویشلو لپاره دامریکا دپلان ماتې ته په اشارې سره روښانه کړې ، دامریکا دسیسې دهغوي دزیات غوښتنې او استکباري خوئ په وړاندې د مسلمانانو دمقاومت او داسلامی ویښتیا دڅپې دپراختیا په دلیل له ماتې سره مخامخ شوي دي .
هغه همداراز دامریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې ګډې وډې بې تدبیره وبللې او وې ویل ، دغه څرګندونې دمسلمانانو له لاسه ، دلالهاندۍ او د لویدځي نړۍ په تیره بیا دامریکا د ناکامۍ ښودنه کوي .
داسلامی ویښتیا دنړیوالې ټولنې عمومی منشي همداراز د پردیو ،امریکایانو اوصهونیسټانو په مقابل کې دایران د اسلامی جمهوریت دریدا ته په اشارې سره هم وویل ، دغه مقاومت او دریدا لامل شوې څو دعراق ،لیبیا، یمن ،لبنان ،سورئې ،فلسطین ، افغانستان ،تیونس ، مصر او دختیځي آسیا په څير نور ملتونه د نړیوال استکبار دسلطې په مقابل کې ودریږي . . هغه همداراز دایران اسلامی انقلاب له درستې اسلامی نړۍ سره اړونده وباله او روښآنه ئې کړه ، داسلامی ویښتیا څپې درستې اسلامی نړۍ او بشریّت ته غزیدلې دي او هره ورځ ئې دنړۍ په ګوټ ګوټ کې آثار رابرسیره کیږي .