دایران اسلامی انقلاب پر ختیځ اولودیځي بلاکونوتکیې پرته بریالی شو .
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i40701-دایران_اسلامی_انقلاب_پر_ختیځ_اولودیځي_بلاکونوتکیې_پرته_بریالی_شو_.
زمونږخبریال راپورراکړ دایران داسلامی جمهوریت ولسمشرحسن روحاني نن په تهران کې د فارابی په نامې په اتم نړیوال سیمنار کې او د د دغې جشنوارې د ۳۳غوره کسانو دقدرونې په دستورو کې دټولنې دمشکلاتو په حل کولو کې د انساني علومو دپوهانو مهمو اغیزو ته په اشارې سره وویل ،دسائنس دنده یوازې پيژندنه او اوبدلون راوستل نه دي، بلکې دټولنې هدایتول اولوړتیا ده او دعالمانو او شخصیتونو ستر رسالت او دندې دټولنې لوړمقام ته رسول دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 12, 2017 09:48 Asia/Kabul
  •   دایران اسلامی انقلاب پر ختیځ اولودیځي بلاکونوتکیې پرته بریالی شو .

زمونږخبریال راپورراکړ دایران داسلامی جمهوریت ولسمشرحسن روحاني نن په تهران کې د فارابی په نامې په اتم نړیوال سیمنار کې او د د دغې جشنوارې د ۳۳غوره کسانو دقدرونې په دستورو کې دټولنې دمشکلاتو په حل کولو کې د انساني علومو دپوهانو مهمو اغیزو ته په اشارې سره وویل ،دسائنس دنده یوازې پيژندنه او اوبدلون راوستل نه دي، بلکې دټولنې هدایتول اولوړتیا ده او دعالمانو او شخصیتونو ستر رسالت او دندې دټولنې لوړمقام ته رسول دي .

ډاکټر حسن روحاني   داسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته  د څه دپاسه ۳۴ انتخاباتو ترسره کیدا ته په اشارې سره  دا ، داسلامی نظام یو ویاړ وباله او وې ویل ،   پوهان اوشخصیتونه باید   داسلامی انقلاب  مطالعه وکړي  او دټولنې  داصلاح   لپاره هڅه وکړي . دایران دمجریه قوې مشر  ددې خبرې په کولو سره  چې  دایرن  اسلامی انقلاب    پر ختیځ او لودیځ بلاک  له تکیې پرته  بریالی شوی دی،  ټول متفکران،غوره کسان او دانساني  او اسلامی  علوموشخصیتونه ،دایران د ملت د ستر اوولولناک  انقلاب بیلابیلو  اړخونو مطالعه کولو، تفسیرولو   او بیانولو ته وبلل.  

داسلامی ایران ولسمشر  ټينګار وکړ  که  دایران  داسلامی انقلاب داروآښاد بنسټګر حضرت امام خمیني  دقیقه ټولن پيژندنه  نه وائ ، نو   اسلامی انقلاب دهغه لوئ   سیمه ایز قدرت په وړاندې  چې  دنړۍ دزیاتره سترو قدرتونو  له ملاتړه برخمن  ؤ ، بریالی کیدلی نه شو .

 داسلامی ایران  ولسمشر  د فارابی  اتمې نړیوالې جشنوارې  په پایزو دستورو کې په بیلابیلو برخو کې  دجشنوارې  غوره ۳۳کسانو قدرونه هم وکړه .