-
د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان خویندو پرلتۍ وهلې ده
Dec 10, 2025 02:49زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان خویندو له خپل ورور سره د کتنې د غوښتنې له ردیدا وروسته د پنډۍ د اډیاله زندان د باندې پرلتۍ وهلې ده.
-
د ایران او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو خبرې وکړې
Dec 09, 2025 08:17ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو سید عباس عراقچي او اسحاق ډار په ټیلي فوني خبرو کښې د دوه اړخیزه اړیکو او د سیمې د مسائیلو په اړونده د بدلونونو په هکله بحث او غور وکړ.
-
پر افغانستان د پاکستان د بریدونو له امله د مړو او ټپیانو شمېر ۱۰ ته پورته شو
Dec 07, 2025 02:26پارس ټوډې – د افغانستان د کندهار ولایت پر سپین بولدک ولسوالۍ د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله د مړو او ټپیانو شمېر ۱۰ کسانو ته رسېدلی دی.
-
پاکستان د سعودي په منځګړتوب د کابل او اسلامآباد د خبرو راپورونه رد کړل
Dec 06, 2025 02:40د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې اسلامآباد او کابل په عربستان کې خبرې کړې دي، او ویې ویل چې د داسې هر ډول ناستې په اړه «هېڅ ډول معلومات نه لري.»
-
پاکستان کې د افغانستان او روسیې سفیرانو پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي
Dec 06, 2025 02:36په پاکستان کې د افغانستان سفیر، سردار احمد شکیب، پاکستان کې د روسیې له سفیر البرټ خوریف سره کتلي دي.
-
پاکستان: له افغانستان سره د پولو د پرانیستو لپاره باید طالبان امنیتي تضمینونه ورکړي
Dec 06, 2025 02:33د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند طاهر حسین اندرابي ويلي، تر هغه وخته چې افغان طالبان د افغانستان له خاورې پاکستان ته د «ترهګرو» د نه ورتګ په اړه قوي تضمينونه ور نهکړي، د دواړو هېوادونو تر منځ لارې به تړلې وي.
-
افغانستان کې د بشري ناورین له امله ښځې او ماشومان له ټولو زیات فشار زغمي
Dec 05, 2025 02:07د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) راپور ورکړی چې افغانستان د خپل معاصر تاریخ له سخت پړاو څخه تېرېږي او ښځې، نجونې او ماشومان تر ټولو ډېر فشار زغمي.
-
پاکستان: بشري مرستو لپاره د تورخم او سپین بولدک لارې پرانیزو
Dec 05, 2025 02:05پاکستان وایي چې د تورخم او چمن سرحدي لارې د دې لپاره خلاصوي چې د ملګرو ملتو د درېیو ادارو له لورې افغانستان ته بشري مرستې ورسېږي.
-
ترکي پانګوالو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې
Nov 29, 2025 08:05د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي، د ترکیې د خپلواکو صنعتکارانو او سوداګرو ټولنې (موسیاد) له رییس او غړو سره په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې د پراخو فرصتونو په اړه خبرې کړې دي.
-
هند له افغانستان سره د ۷۳ ټنه درملو او طبي توکو مرسته وکړه
Nov 29, 2025 08:01د هند بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له افغانستان سره د روغتیايي هڅو د پیاوړتیا په موخه یې ۷۳ ټنه درمل، واکسینونه او نور اړین طبي توکي کابل ته لېږدولي.