-
دوستم په راتلونکو ټاکنو کښې د غني ملاتړ کوي
Dec 15, 2018 04:15د افغانستان د ولسمشر وړومبي مرستیال او د دغه هیواد د حزب ملي اسلامي مشر په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کښې د محمد اشرف غني له کاندیداتورۍ ملاتړ وکړ.
-
د ولسي جرګې ځینو غړو له طالبانو سره د مرکچي پلاویو په ترکیب نیوکه کړې
Dec 10, 2018 04:10د افغانستان د ولسي جرګې یوشمیر استازو له طالب ډلې سره د صلحې د خبرواترو د پیلولو لپاره د مذاکره کونکي ټیم د غوره کولو لپاره د اشرف غني پر حکومت نیوکه وکړه.
-
په جنيوا کښې له افغان ولسمشر سره د ايران د خارجه وزير کتنه
Nov 28, 2018 01:22د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف او افغان ولسمشر پرون د اوبو د مديريت او له ترهه ګرۍ او ناامنۍ سره د مبارزې په زمينه کښې د ملګرتياو په اړه خبرې اترې وکړې.
-
د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو قطعي نیټه اعلان شوه
Nov 28, 2018 11:51د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیشن مرستیال ویاند د راتلونکي ۲۰۱۹ کال د اپریل شلمه نیټه د دغه هیواد د انتخاباتو د ترسره کیدو ورځ اعلان کړه.
-
د افغانستان ولسمشر د اروپايي اتحادیې د غړو هیوادونو له سفیرانو سره وکتل
Nov 20, 2018 13:19افغان ولسمشر اشرف غني په کابل کښې د اروپايي اتحادیې د غړو هیوادونو، امریکې او جاپان له سفیرانو سره په کتنه کښې د متقابلې ملګرتیا پر اقتصادي سیاست ټینګار وکړ.
-
اشرف غني د صلحې د مشورتي کمیټې د جوړولو موخې تشریح کړې
Nov 19, 2018 04:17د افغانستان ولسمشر د صلحې د مشورتې کمیټې د جوړولو هدف د بین الافغاني خبرواترو د پیلیدو اسانول وبلل.
-
د افغانستان ولسمشر ترهګرو ته خبرداری ورکړ
Nov 13, 2018 04:18افغان ولسمشر خبرداری ورکړ چې ترهګر په ترهګرو بریدونو او چاودنو سره خپلو سپيرو موخو ته نه شي رسیدی.
-
طالبان د افغانستان د جګړې ګټونکي نه دي
Nov 13, 2018 04:04د افغانستان په مختلفو سیمو کښې د طالبانو د حملو د زیاتیدو باوجود د دغه هیواد ولسمشر پرون دا خبره رد کړه چې ګني طالبان په جنګ کښې د بریا په لور روان دي.
-
بامیان ولایت ته د اشرف غني د سفر پر مهال حکومت ضده مظاهرې
Nov 11, 2018 13:08بامیان ولایت ته د افغانستان د ولسمشر له سفر سره هممهاله د دغه هزاره میشت ولایت سلګونو خلکو د هغه د حکومت په ناکارنده سیاستونو باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې.
-
د ماسکو د صلحې په غونډه کښې د سياسي ګوندونو له ګډون څخه د افغان حکومت ممانعت
Nov 11, 2018 09:41د افغانستان د ملي وحدت حکومت د اجرائي مشر مرستيال د اشرف غني حکومت د ماسکو د صلحې په غونډه کښې د سياسي ګوندونو د ګډون خنډ وبلۀ.