طالبان د افغانستان د جګړې ګټونکي نه دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i78098-طالبان_د_افغانستان_د_جګړې_ګټونکي_نه_دي
د افغانستان په مختلفو سیمو کښې د طالبانو د حملو د زیاتیدو باوجود د دغه هیواد ولسمشر پرون دا خبره رد کړه چې ګني طالبان په جنګ کښې د بریا په لور روان دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 13, 2018 04:04 Asia/Kabul
  • طالبان د افغانستان د جګړې ګټونکي نه دي

د افغانستان په مختلفو سیمو کښې د طالبانو د حملو د زیاتیدو باوجود د دغه هیواد ولسمشر پرون دا خبره رد کړه چې ګني طالبان په جنګ کښې د بریا په لور روان دي.

اشرف غني چې د یو ویډیو کانفرنس له لارې یې د واشنګټن په جان هاپکینز پوهنتون پورې اړوند د نړیوالو څیړنو په مرکز کښې شوې غونډې کښې ګډون کړی و، زیاته کړه: د ځینو رسنیو د ادعاؤ او پروپاګنډاؤ په اپوټه د افغانستان حکومت د پرزیدو له خطر سره نه دی مخ او د حکومت هدف د خبرواترو له لارې د یوې عادلانه صلحې لټون دی.

اشرف غني ټینګار وکړ چې افغان حکومت به دا کار له کمزوري دریځه ترسره نه کړي.

د افغانستان ولمشر له طالبانو سره په خبرواترو کښې د امریکې د رول په هکله هم وویل: د صلحې د بهیر د پرمخ بیولو لپاره د امریکې او افغانستان د حکومتونو ترمینځ یوه موافقه شته.

غني همداشان وویل چې افغانستان له پاکستان سره د تعامل غوښتونکی دی خو د اسلام د نوي حکومت په سیاستونو کښې تراوسه اساسي او د پام وړ بدلون یې نه دی لیدلی.