-
تاجیکستان افغان کډوالو ته ۱۵ ورځې وخت ورکړچی له هیواده ووځي
Jul 11, 2025 10:03تاجیکستان پراخ کمپاین پیل کړی چې له مخې یې زرګونه افغان کډوال نیول کېږي او په زور شړل کېږي. افغان کډوالو ته یوازې ۱۵ ورځې وخت ورکړل شوی چې له دې هیواده ووځي، هغه اقدام چې د کډوالو په منځ کې یې ویره او ګډوډي خپره کړې ده.
-
که نړۍ د سربرنیتسا له تراژیدي څخه درس اخیستی وای، نو نن به موږ په غزه کې د نسل وژنې شاهد نه وو
Jul 11, 2025 02:23پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د سربرنیتسا د نسل وژنې د ۳۰ مې کلیزې په مناسبت وویل: که نړۍ په ریښتیا سره د سربرنیتسا له تراژیدي څخه درس اخیستی وای، نو موږ به نن ورځ، دا ځل په غزه کې د مسلمانانو په وړاندې د بل نسل وژنې شاهدان نه وای.
-
د نجونو پر زده کړو د بندیز دوام به روغتیایي برخه له ګواښ سره مخ کړي
Jul 11, 2025 01:57کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا ویلي، هر ماشوم د زدهکړو حق لري او هرې نجلۍ ته باید په ځانګړې توګه په روغتیایي برخو کې د زده کړو زمینه برابره شي. هغه افغانستان کې پر نجونو د ښوونیز بندیز له امله اندېښنه څرګنده کړې.
-
ایران په ۳ میاشتو کې افغانستان ته د ۵۱۰ مېلیونه ډالرو صادرات کړي
Jul 11, 2025 01:52تهران ټایمز راپور ورکړی، چې د روان ۱۴۰۴زېږدیز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ایران اسلامي جمهوریت د ۵۲۰مېلیونه ډالرو په ارزښت افغانستان ته د بېلابېلو توکو صادارت کړي دي.
-
مسکو به له سرپرست حکومت سره همکاریو ته دوام ورکوي
Jul 11, 2025 01:45د روسیې بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې سرپرست حکومت د سیمې د امنیت تامین په ځانګړې توګه له نشه يي توکو او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې مهم رول لري او له همدې امله مسکو به افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
-
د طالبانو نوی لارښود به د رسنیو او خبریالانو ترمنځ وېره او سانسور نور هم پراخ کړي
Jul 11, 2025 01:30یوناما پر هغه نوې لارښود اندېښنه ښودلې چې د طالبانو حکومت رسنیو ته ورکړی دی. په دې تازه لارښود کې، طالبانو رسنیو ته امر کړی چې سیاسي بحثونه او د دغو بحثونو د مېلمنو نوملړ باید له خپرېدو مخکې د طالبانو له خوا تایید شي.
-
مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ایران له سفیر سره د افغان کډوالو په اړه خبرې کړې دي
Jul 11, 2025 01:19د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بېکدلي سره د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
-
مونږ به هیڅکله د اسراییلو غیرقانوني رژیم په رسمیت ونه پیژنو
Jul 10, 2025 12:39د پاکستان د مذهبي چارو وزیر، د فلسطین د خلکو د هیلو لپاره د خپل هیواد د ملاتړ په ټینګار سره وویل: اسراییل یو غیرقانوني رژیم دی او پاکستان به یې هیڅکله ونه پیژني.
-
پزشکیان: د بې طرفۍ له مراعاتولو پرته د اټومي انرژۍ په نړیواله اداره کې غړیتوب بې ارزښته دی
Jul 10, 2025 12:22پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په تېرو کلونو کې د ایران او د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ترمنځ د پراخو او اصولي همکاریو تاریخ ته په اشارې سره، وویل: د دې همکاریو دوام، د ایران د اټومي دوسیې په وړاندې د دوه ګوني چلند سمولو پورې مشروط دی.
-
سږکال د حج د مراسمو پرمهال ۱۸ افغان حاجیان مړه شوي
Jul 10, 2025 10:30د طالبانو د حکومت د ارشاد حج او اوقافو وزارت د یوې خبري ناستې پر مهال د سږني حج په مراسمو کې د افغان حاجیانو د مړینې عمومي شمېرې خپرې کړې.