-
افغانستان به د مسکو د نړیوالې غونډې د بحث موضوع وي
Apr 26, 2025 08:38په مسکو کې د یوې نړیوالې غونډې په اړه د روسیې د ملي امنیت د شورا مشر سرګي شویګو ویلي چې د دې غونډې د اجنډا یوه مهمه موضوع به افغانستان وي.
-
د طالبانو پخواني قوماندان د امریکايي جرنلسټ په برمته کولو اعتراف وکړ
Apr 26, 2025 08:35د امریکا د عدليې وزارت وویل چې د طالبانو یوه پخواني قوماندان منلې چې په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو کې یې په افغانستان او پاکستان کې یو امریکايي ژورنالېست او دوه افغان ښاریز یرغمل کړي وو.
-
عراقچي د پاکستان او هند ترمنځ د صبر او زغم پر اهمیت ټینګار وکړ
Apr 26, 2025 08:34د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار سره په خبرو کې د ډیلي او اسلام آباد ترمنځ د کړکیچ کمولو کې د مرستې لپاره د ایران چمتووالی اعلان کړ.
-
د صیهونیسټ رژیم پوځ له یمن د توغندي د توغولو خبرورکړ
Apr 26, 2025 08:31د صیهونیسټ رژیم پوځ نن سهار اعلان وکړ چې له یمن په اشغال شوي سیموباندې یو توغندی توغول شوی دی.
-
له ۲۰۰ زیات افغان سوداګر او پانګوال د ایران په اکسپو نندارتون کې ګډون کوي
Apr 26, 2025 03:02د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو خبر ورکړی چې، د روانې غويي میاشتې په ۸مه نېټه به یو شمېر افغان سوداګر او پانګوال د ایران د اسلامي جمهوریت په اکسپو نندارتون کې ګډون وکړي.
-
ملاریا په نړۍ کې په هره دقیقه کې د یو انسان ژوند اخلي
Apr 26, 2025 02:42د روغتیا نړیوال سازمان د ملاریا د نړیوالې ورځې په مناسبت خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د دې ناروغۍ د کمولو لپاره ډېرې هڅې شوي دي، خو دا لاسته راوړنې له خطر سره مخ دي.
-
نژدې ۵۰ بنسټونو له امریکا وغوښتل د افغانانو د مهاجرت پروګرام بیا پیل کړي
Apr 25, 2025 04:02د بشري حقونو، مدني فعالانو او د ښځو ۴۸ ملاتړو بنسټونو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته په یوه پرانیستي لیک کې د افغان کډوالو د مهاجرتي دوسیو د ارزونې د بهیر په درېدو یا ځنډېدو “ژوره اندېښنه” څرګنده کړې او د دغو پروګرامونو د ژر تر ژره بیا پيلېدو غوښتنه یې کړې ده.
-
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د خپل هیواد په هکله د روسیې وروستي اقدامات وستایل
Apr 25, 2025 03:59د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په کابل کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي «ضمیر کابلوف» سره په کتنه کې د افغانستان په اړه د مسکو وروستي اقدامات ستايلي او دا يې د افغانستان د سیاسي واقعیتونو د منلو لور ته یو مهم ګام بللی.
-
په تهران کې د افغانستان سفیر د ایران د تیلو او ګازو په کنفرانس کې ګډون وکړ
Apr 24, 2025 07:55په ایران کې د افغانستان د سفارت سرپرست فضل محمد حقاني، د ایران د تیلو او ګازو د پانګونې فرصتونو په کنفرانس کې ګډون وکړ.
-
هند له پاکستان سره د اړیکو کمولو یو لړ اقدامات اعلان کړل
Apr 24, 2025 02:48د هند د بهرنیو چارو وزیر، ویکرام مسري، وویل چې د برید تر شاه د سرحد پورې اړخ نه لاسوهنه شته او دا موضوع د امنیتي کابینې په ځانګړې غونډه کې مطرح شوې.دپاکستان خارجه وزیر هم ویلی دی چی که هندوستان سره کوم اسناد او ثبوتونه موجود دي نو وړاندی دې کړي .