-
حقاني له کابلوف سره پر امنیتي همکاریوغږېدلی
Apr 24, 2025 02:46د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او په کابل کې د دغه هېواد سفیر دیمیتري ژیرنوف سره پر «امنیتي همکاریو» غږېدلی دی.
-
عراقچي: چین او روسیې ته د تهران-واشنګټن د خبرو اترو په اړه معلومات ورکړل شول
Apr 24, 2025 02:44د ایران د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ: چین او روسیې ته د تهران او واشنګټن ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو په اړه خبر ورکړی دی.
-
د هرات د خلکو ۳۰مه چوپه مرسته غزې ته ورسېده
Apr 23, 2025 10:20د هرات د خیریه بنسټونو لخوا فلسطیني وګړو ته دېرشمه چوپه مرسته غزې ته ورسېده.
-
پاکستان ۱۷۵ نور افغان بندیان هم خوشې کړل
Apr 23, 2025 09:57د طالبانو د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې، د پاکستان له بندخونو څخه تازه ۱۷۵ نور افغان بندیان خوشې او افغانستان ته ستانه شول.
-
هند له افغانستان سره د ۴.۸ ټنه واکسینو مرسته وکړه
Apr 23, 2025 09:41د هندوستان لخوا له افغانستان سره د ۴.۸ ټنه مرسته شوی واکسین کابل ته ورسېد.
-
په نیمروز ولایت کې ۱۰ تنه د انساني قاچاق په تور نیول شوي
Apr 23, 2025 09:30د نیمروز په ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ دفتر ویلي چې، ۱۰ تنه د انسانانو د قاچاق په تور د خاشرود ولسوالۍ، د زرنج ښار د دویمې امنیتي حوزې او د دې ولایت له عمومي لویې لارې سیمو څخه نیول شوي دي.
-
د افغانستان یولک کډوال له پاکستان څخه تللي دي
Apr 22, 2025 12:14زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د کورنیو چارو وزارت نن وویل چې په تیرو دریو اونیو کښې د افغانستان څه د پاسه یولک کډوال له پاکستان څخه خپل هیواد ته تللي دي.
-
طالبانو له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو ناوړه چلند د کابل او اسلاماباد ترمنځ د کرکې لامل وباله
Apr 22, 2025 10:07زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر له پاکستانه د کډوالو پر جبري اېستلو نیوکه کړې او د پاکستاني پولیسو ناوړه چلند یې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کرکې لامل بللی دی.
-
د افغانستان د ټرانزیټ تجارت له کانټینر څخه ۲۶۰۰ کلوګرامه افیم کشف شول
Apr 22, 2025 08:32زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان له نشه ئیزو موادو سره د مبارزې ځواکونو ای این ایف(ANF) ویاند وویل چې له نشه ئیزو موادو سره د مبارزې ځواکونو د سیند صوبې په مرکز کراچۍ بندر کښې په ساوت ایشیا پاکستان ټرمینل کښې د سامانونو د تلاشۍ د اخیستلو په وخت دغه شپږویشت سوه کلوګرامه افیم کشف کړل.
-
ظاهر قدیر په کینیا کې نیول شوی
Apr 22, 2025 03:41نایروبي ټایمز راپور ورکړی چې ظاهر قدیر د امریکا تر څار لاندې و او په کینیا کې د محکمې د حکم پر بنسټ د «بېلابېلو جرمونو» په تور نیول شوی دی.