پاکستان ۱۷۵ نور افغان بندیان هم خوشې کړل
Apr 23, 2025 13:27 Asia/Kabul
د طالبانو د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې، د پاکستان له بندخونو څخه تازه ۱۷۵ نور افغان بندیان خوشې او افغانستان ته ستانه شول.
یاد وزارت ویلي چې، دغه بندیان پرون د سپین بولدک له لارې له راستنېدو سره سم ثبت او د بشري مرستو تر لاسه کولو وروسته خپلو کورونو ته ولیږل شول.
ویل کېږي چې، دغه کسانو په پاکستان کې له یوې څخه تر څلورو ورځو پورې په بېلا بېلو محبسونو کې د بند شپې ورځې تېرې کړې وې.
دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو کې له پاکستان څخه له زرو څخه زیات افغانان له بند خونو ازاد او افغانستان ته را لیږل شوي دي.
ټیګونه