-
دوبلین؛ اسرائيل د ایرلینډیانو د غږ د خاموشولو جوګه نه دي
Dec 21, 2024 08:29پارس ټوډې- د تیرې یکشنبې ورځې، د صهیونیسټي رژیم خارجه وزیر ګدعون ساعر په ایرلینډ کې د تل ابیب د سفارت د هغه څه په دلیل چې د ایرلینډ اسرائيلي ضد سیاست ئې بللی دی، په ایرلینډ کې ئې د تل ابیب د سفارت دبندیدا خبر ورکړی.
-
په سږني ژمي کې به کابو ۱۵ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري
Dec 21, 2024 03:07د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د ژمي پر مهال د میلیونونو بېوزلو کسانو پر وضعیت اندېښنه وښوده. دغه ادارې ویلي چې، په سخت ژمي کې به، چې نن یې لومړۍ ورځ ده، نږدې ۱۵ ملیونه کسان بشري مرستو ته اړ وي.
-
افغانستان ښځینه او نارینه ډاکترانو ته اړتیا لري
Dec 21, 2024 03:05د طالبانو د حکومت لوی درستیز فصیحالدین فطرت ویلي چې د یوه نظام لپاره طبي زده کړي فرض عین دي. د طالبانو دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې په طبي برخه کې د ښځینه وو او نارینه پر زده کړو ټینګار کړی دی.
-
طالبانو په یوه کال کې ۱۲ رسنۍ تړلي دي
Dec 21, 2024 02:57د بې پولې خبریالانو ټولنې یا آر ایس ایف (RSF) ویلي چې د طالبانو حکومت شاوخوا په یوه کال کې ۱۲ رسنۍ تړلې دي. یاد سازمان زیاته کړې چې د دې ترڅنګ، طالبانو د آرزو ټلویزیون ۷ کارکوونکي تر اوسه په کابل کې بندیان دي.
-
سوریه به هېڅکله د افغانستان په څېر نشي
Dec 20, 2024 03:01د سوریې نوي مشر احمد شرع، چې پخوا په ابومحمد الجولاني مشهور وو له یوې رسنۍ سره په مرکه کې دا رد کړې چې ګواکې سوریه به د افغانستان په څېر شي.
-
د کولرا ترټولو ډېرې پېښې په یمن، افغانستان او پاکستان کې ثبت شوې
Dec 20, 2024 02:55د روغتیا نړیوال سازمان په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي چې سږکال په افغانستان کې د کولرا یو لک ۶۵ زره او شپږ سوه ۲۹ پېښې ثبت شوې دي.
-
په غزني کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۵۲ کسان مړه او ۷۶ نور ټپیان شوي
Dec 19, 2024 13:59د کابل ـ کندهار پر لویه لار د دوو خونړیو ترافیکي پېښو له امله، دوه پنځوس کسانو خپل ژوند بایللی او شپږ اویا نور هم ټپیان شوي دي.
-
تر لس میلیونو زیات افغانان په کډوالۍ کې ژوند کوي
Dec 18, 2024 12:03نن چهارشنبه د ډیسمبر اتلسمه د کډوالو نړیواله ورځ ده. دا ورځ سږکال بیا داسې مهال رارسېږي چې افغانستان بیا هم د نړۍ د هغو هېوادونو په سر کې دی، چې یو زیات شمېر وګړي یې له هېواده بهر د کډوالۍ شپې ورځې تیروي.
-
په تهران کې د افغان زده کړیالانو شمېر د کابل په پرتله زیات دی
Dec 18, 2024 11:34د ایران د علامه طباطبایي پوهنتون څېړنیزې مرستیالې او د کډوالۍ د برخې څېړونکې ماندانا تیشهیار ويلي چې د دې هېواد د علومو د وزارت له شمېرو سره سم، په ایران کې ۶۰ زره افغان زده کړیالان په زده کړو بوخت دي او په یو ډول ویل کېدلای شي چې نن د کابل په پرتله، په تهران کې د افغان زده کړیالانو شمېر زیات دی.
-
په راتلونکي میلادي کال کې ۲۲.۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري
Dec 18, 2024 11:13د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي چې په راتلونکي ۲۰۲۵ زیږدیز کال کې د افغانستان ۲۲.۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.