افغانستان ښځینه او نارینه ډاکترانو ته اړتیا لري
د طالبانو د حکومت لوی درستیز فصیحالدین فطرت ویلي چې د یوه نظام لپاره طبي زده کړي فرض عین دي. د طالبانو دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې په طبي برخه کې د ښځینه وو او نارینه پر زده کړو ټینګار کړی دی.
یاد وزارت ویلي: « افغانستان ښځینه او نارینه ډاکترانو ته اړتیا لري، څو په لوړ همت د خپلو خلکو خدمت وکړي.»
فطرت دا خبرې د طبي علومو په علمي او مسلکي اکادمۍ کې کړې دي.
نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې کابو یوه میاشت کېږي د طالبانو حکومت د نجونو پر وړاندې یواځینۍ د طبي زده کړو دروازه هم بنده کړه.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنېټ وایي، طالبانو نجونې په څلورو دیوالونو کې ایسارې کړې دي، چې دا پریکړې د ژورخپګان د اخته کېدو سبب شوې.
بنیټ تېره چهارشنبه یوه بنسټ ته وویل، “د طالبانو د ظلم او ستم سیسټم د دې سبب شوی چې په خلکو کې ځان وژنې ته لیوالتیا زیاته شي”.