دوبلین؛ اسرائيل د ایرلینډیانو د غږ د خاموشولو جوګه نه دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i155432
پارس ټوډې- د تیرې یکشنبې ورځې، د صهیونیسټي رژیم  خارجه وزیر ګدعون ساعر په ایرلینډ کې د تل ابیب د سفارت  د هغه څه په دلیل چې د ایرلینډ اسرائيلي ضد سیاست ئې بللی دی، په ایرلینډ کې ئې د تل ابیب د سفارت  دبندیدا خبر ورکړی.
(last modified 2024-12-21T07:33:36+00:00 )
Dec 21, 2024 11:59 Asia/Kabul
  • دوبلین؛ اسرائيل د ایرلینډیانو د غږ د خاموشولو جوګه نه دي

پارس ټوډې- د تیرې یکشنبې ورځې، د صهیونیسټي رژیم  خارجه وزیر ګدعون ساعر په ایرلینډ کې د تل ابیب د سفارت  د هغه څه په دلیل چې د ایرلینډ اسرائيلي ضد سیاست ئې بللی دی، په ایرلینډ کې ئې د تل ابیب د سفارت  دبندیدا خبر ورکړی.

د ایرلینډ لومړي وزیر سایمن هریس  وئیلي دي ، چې هیواد به ئې  هماغه شان  په غزې تړانګې کې د فلسطینی ولس په ضد دصهیونیسټي رژیم  په حملو نیوکو ته دوام ورکړي او دغه رژيم  به دایرلینډ د غږ د خاموشولو جوګه نه وي.

پارس ټودې راپور ورکړی، هریس  له خبریالانو سره په خبرو کې په ډوبلین کې  دخپل سفارت د بندولو لپاره د اسرائيلو فیصله  دعمومي افکارو دمنحرفولو ډيپلوماسي  وبلله. هغه ووئيل، آیا پوهیږئ چې  څه باید  محکوم شي؟ د ما شومانو وژل ، په غزې کې د عامو خلکو مړینې ، په لوږې  کې د خلکو پریښودل او  دانسان  دوستۍ مرستو دریدا، زما په اند ،دغه شیان دي چې باید محکوم  شي.

هریس زیاته کړې ،  ټولو د ایرلینډ ددریځو تپوس کاوۀ،خو د اسرائيلو د اقداماتو په باب څه؟د هغو کارونو په باب چې  نتنیاهو په غزې تړانګې کې د بېګناه ماشومانو په ضد کړي دي، څه؟،دا یوه ورانکاره ډيپلوماسي ده::

 د یادولو ده چې  دتیرې یکشنبې په ورځې  د صهیونیسټ رژیم خارجه وزیر ګدعون ساعر په آیرلینډ کې دهغه څه په دلیل چې  د ایرلینډ اسرائيلي ضد سیاست ئې بللی ،د تل ابیب  د سفارت د بندولو خبر ورکړی دی.

صهیونیسټي رژیم   له ډوبلینه خپل سفیر په تیر مئ میاشت کې  د فلسطین هیواد د په رسمیّت پيژندنې لپاره د ایرلینډ له فیصلې وروسته وربللی ؤ.

تیره اونۍ ایرلینډ اعلان کړی  چې  د هیګ په نړیوالې محکمې کې  داسرائيلو په ضد د جنوبی افریقا  په وسیله  له وړاندې شوي قضائي دوسیې سره یو ځاي شوی دی . دغه شکایت  اسرائيل په غزې تړانګې کې په نسل وژونکو  جنایتونو تورنوي.