طالبانو په یوه کال کې ۱۲ رسنۍ تړلي دي
د بې پولې خبریالانو ټولنې یا آر ایس ایف (RSF) ویلي چې د طالبانو حکومت شاوخوا په یوه کال کې ۱۲ رسنۍ تړلې دي. یاد سازمان زیاته کړې چې د دې ترڅنګ، طالبانو د آرزو ټلویزیون ۷ کارکوونکي تر اوسه په کابل کې بندیان دي.
د بې پولې خبریالانو ټولنې د لیندۍ په ۲۹مه پر خپله ایکس پاڼه له طالبانو غوښتي چې د یاد ټلویزیون کارکوونکي خوشې کړي.
د بې پولې خبریالانو د ټولنې د سویلي آسیا د څانګې مشرې، سیلین مرسیر ویلي چې د رسنیو پر وړاندې د طالبانو چلند په دې وروستیو میاشتو کې سخت شوی دی.
دې ټولنې د ټولو نیول شویو خبریالانو په بې قید او شرطه خوشې کولو ټینګار کړی او ویلي چې رسنۍ حق لري افغانانو ته بې پرې معلومات ورسوي.
له دې سره، ځینو سرچینو بیا ویلي چې د یاد ټلویزیون کارکوونکي خوشې شوي ، خو د دوی پر دوسیو د اړوندو ادارو له لارې کار دوام لري.