-
په دوبۍ کې هوایي یا الووتونکو ټکسیانو په فعالیت پیل وکړ
Feb 12, 2024 11:04د متحده عربي اماراتو د WAM خبري اژانس د خبر له مخې، په دغه هېواد کې په لومړي ځل هوایي یا الوتوونکو ټکسیانو په فعالیت پیل وکړ.
-
د يمن پوځ په سره سمندرګي کې په امريکايي بېړۍ برید وکړ
Feb 12, 2024 10:57د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند زیاته کړه: د دغه هیواد وسله وال ځواکونه به د صهیونیسټانو لخوا د غزې او رفح د محاصرې تر ختمولو نیواکي فلسطین بندرونو ته د بېړیو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره د خپلې فیصلې عملي کولو ته دوام ورکړي.
-
افغانستان د ایران په بهرني سیاست کې ځآنګړی ځای لري
Feb 12, 2024 10:39د افغانستان هرات ولایت کي د ایران اسلامي جمهوریت سرقونسل وایي، په تیر یو کال کې د افغانستان سرپرست حکومت په همکارۍ د اړیکو د پراختیا پر وړاندې شته ستونزو د لرې کولو لپاره پراخه هلې ځلې کړي.
-
د ګوانتانامو دوه بندیان له کلونو بند وروسته کابل ته ورسېدل
Feb 12, 2024 10:33د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند عبدالمتین غنی په وینا، عبدالظاهر صابر چې د لوګر ولایت د مرکز اړوند د حصارک د کلي اصلي اوسېدونکی دی، د ۲۰۰۲ کال د مې په لسمه د امریکايي ځواکونو له خوا ونیول شو او له څلورو میاشتو لپاره په بګرام زندان کې وساتل شو او نوموړی همدی کال په اکتوبر میاشت کې د ګوانتانامو زندان ته انتقال شو.
-
بلخ کې یو تن د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی
Feb 12, 2024 10:24د افغانستان په بلخ ولایت کې مسؤلین وایي، یو تن یې د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی.
-
د غزې په جنوب کښې ۱۱ صهیونیسټي پوځیان هلاک شول
Feb 12, 2024 08:54د ایرنا د خبر له مخې د خان یونس په سیمه کښې د فلسطین د مقاومت د ځواکونو په کمین کښې د دغه رژیم د یوشمیر افسرانو په شمول د اسرائیلو د دښمن لږ تر لږه ۱۱ کسان هلاک شول.
-
په رسنیو د افغانستان د خلکو باور زیات شوی دی نور حال دلته لرو
Feb 12, 2024 06:41زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان پر رسنیو د حکومت او خلکو باور د پخوا په پرتله زیات شویدی.
-
د ایران په سویل ختیځ کې دوه بسیجي ځواکونه په شهادت ورسېدل
Feb 12, 2024 02:54د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس قرارګاه د عامه اړیکو په یوې اعلامیې کې راغلي چې د سیستان او بلوچستان د بسیج دوه تنه غړي د وسله والو وحشیانو په ړانده او بزدلانه اقدام کې په شهادت رسېدلي.
-
سیمه ایز مقاومت په ډېر ښه حالت کې دی
Feb 12, 2024 02:38د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان، د دې په بیان سره چې سیمه ایز مقاومت په ډېر ښه حالت کې دی، د فلسطین مقاومتي مشرانو ته په غزه کې د نوې بریا د ترلاسه کولو مبارکي وویله.
-
له عراق څخه د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو وتلو په اړه خبرې بیا پيل شوې
Feb 12, 2024 02:11د عراق حکومت دسلواغلې په ۲۲مه وویل چې له امریکا سره یې په دې هېواد کې د ائتلافي ځواکونو د راتلونکې په اړه خبرې بیا پیل کړي او هیله یې څرګنده کړې چې ژر ترژره به یوې نتیجې ته سره ورسېږي.